:  لیکوال یاسین زیار

کله چي د داعش ډلي د عراق ځیني ښارونه ونیول نو داسي اټکل کیده چي امریکا به لږ تر لږه  د دې ډلې په سنګرونو او او پټنځایونو باندي د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړي خو داسي ونه شو.

 ولي داسي ونه شو؟

امریکا ولي نه غواړي چي داعش ډله د اوس لپاره له منځه یوسي ؟

ډیر دلایل شته چي امریکا نه غواړي د اوس لپاره داعش ډله له منځه یوسي.

 داعش ډله که څه هم له فکري پلوه داسي ډله ده چي د امریکا د ګټو خلاف کړني کوي خو د لنډ مهال لپاره یې امریکا او اسرایلیو ته کوم مستقیم تهدید نه دی متوجه کړی.

 ځکه چي د دوی عملیات د اوس لپاره یوازي په عراق او سوریه پوري محدود دي او تمرکز يي په همدي هیوادونو ده او په دي توګه امریکا غواړي چي دا ډله د یوڅه وخت لپاره آزاده پریږدي او په دي توګه دځينو اهدافو دلاسته راوړلو لپاره ترینه ګټه پورته کړي.

یو هدف چي امریکا يي دداعش ډلي له لاري لاس ته راوړلی شي هغه د عراق د لومړي وزیر نوري المالکي لري کول د داعش پرمختګونه د عراق مرکزي حکومت فشار راوړي او په دي توګه فشارونه په نوری المالکي هم زیاتیږي ترڅو له دندي نه ګوښه شي.

نوري المالکي چي په عراق کي دپورته شوي لانجي اصلي عامل بلل کیږي  او له سونیانو سره په توپیري چلند تورن دی مالکي چي نه د کردان ورسره جوړ دي او نه هم سونیان  ورسره جوړ دي.

مالکي له  سونیانو سره د بد چلند له امله سونیان مجبوره کړل چي جګړي ته مخه کړي. کله چي د مالکي ایتلاف په تیرو پارلماني ټاکنو کي  اکثریت وګاټه نو سونیان نا هیلي شول او دیوي بلي دورې لپاره ورته مالکي د زغملو نه وو  نو له مجبوري ورځې يي داعش ته پنا یوړه او دا ډله يي تر مالکي ښه وبلله

مالکي هغه جنجالي څیره ده چي په عراق کي  ټول اړخونه ترینه خوابدي دي او دمالکي په موجودیت کي عراق ته پوره ټیکاو نه شي را تللای

 نو ځکه امریکا غواړي چي نوري المالکي له دندي لري شي او امریکا عراقي سیاستمدارانو ته داسي تلقین کوي چي د مالکي شتون د داعش دپیاوړتیا لامل ګرځي

بله خوا امریکا غواړي چي دداعش ډلي په واسطه دبشارالاسد حکومت کمزوری کړي د بشارالاسد هغه مخالفین چي امریکا يي ملاتړ کوي ډیر کمزوري او بي روحيي دي او دجګړي کولو توان يي تقریبا له لاسه ورکړی ده  چي  په یوازې ځان نه شي کولای چي د بشارالاسد ځواکونه مات کړي خو د داعش ډله چي ډیره منظمه ده او پراخ امکانات هم په لاس کي لري   د سوريي  د مخالفو ډلو تر منځ یوازينۍ ډله ده چي کولای شي دبشارالاسد د ځواکونو په وړاندي مقاومت وکړي او  کولای شي دبشارالاسد ځواکونه وننګوي

همدارنګه امریکا غواړي ددي ډلي په واسطه سعودي عربستان او د خلیج نور هیوادونه و ویروي تر څو له یوه پلوه  خپلو وسلو ته بازار پیدا کړي او له بله پلوه  د اسرایلو لپاره امتیاز تر لاسه کړي . امریکا غواړي د خلیج هیوادونو دریځ د اسراييل په وړاندي نرم شي

خو د اوږد مهال لپاره داعش دامریکا لپاره یو تهدید ده او امریکا نه غواړي چي دا ډله بغداد لاندي کړی او عراق چاري په لاس کي واخلي ځکه به دا ډله وروسته له څه مودي  د امر یکا له خوا له عراق نه و ویستل شي او یوازي به په سوریي کي  دبشارالاسد دمقابلي لپاره وساتل شي

0 thoughts on “ولي امریکا تر اوسه د داعش یا عراق او شام اسلامي دولت په وړاندي نرم دریځ نیولی دی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *