د ډیر وخت خبره ده ، په یو زیږنتون کی شور جوړ شو. دوه ښځو په خپلو کی لانجه وه، شور ؤ، چیغی وی غوغا وه. ډاکټران، نرسانی، د شفاخانی عمله او د وارډونو نور مریضان هم راوتلی ووـ ښه غټ هجوم جوړ وو. ښځو سره خپلو کی ناندرۍ وهلي، یوی ویل دا ځما زوي دی او بلی ویل دا زما زوي دی. ډاکټران حیران وو چه څه وکړی او زوي چاته وسپاری. تکنالوژی پست وه، او عصری وسایل نه ول چی یی مالومه کړی وی چی ماشوم د چا دی.
خبره ډیره لیری لاړه، د وخت باچا ته ورسیده، باچا دواړه راوغوښتی او د هر یوی نه یی خپلی خپلی خبری او دعوی واوریدی. باچا هم هک پک شو او دحل لاره یی ورته ونه موندله، ځکه چی دواړه داسی جدی او غمژنی وی ، تا به ویل چی دا دواړه یی غبرګی میندی دی.
باچا یی ډیر په سوچ کی واچولو. خپل وزیر یی راوغوښتو او قیصه یی ورته ټوله بیان کړه، وزیر هم چرت کی شو. باچا ته ویل چی باچا سلامت سبا دا دواړه دعوه ګیری دربار ته راوغواړه. باچا امر ورکړ چی دواړه ښځی دی دربار ته په ټاکلی وخت حاضری شی.
سبا شو! دواړه حاضری شوی، وزیر خپلی پوښتنی ددواړه څخه وکړی او ددواړو نه یی خپلی خپلی دعوی ووارویدلی. وزیر پوه شو چی دی کی یوه یی اصلی مور ده او بله یی نقلی .
یوی ته یی مخ کړ چی دا بچی ستا دی او تاته یی درکوم، هغه بلی ښځی چیغی کړی او ویل یی چی دا بی انصافی ده او داسی باید ونکړی شی. بیا یی بلی ته هم همدا اوویل ، نو هغی بلی هم چیغی په دربار کی جیګی کړی. وزیر اطمینانی شو چی یوه پکی اصلی مور ده.
بیا یی وویل چی دا راسره هم نه مني نو داسی به وکړو چی ماشوم به د یو کال لپاره یوی سره وی او بیا به بل کال لپاره بلی سره، یوی خپل رضایت وښوده او بلی په چیغو سر کړ او وی ویل چی نه!! داسی نه کیږی او دا فیصله ورته نا منظوره ده.
وزیر نور هم اطمینانی شو او ښه پوښ شو چی اوس یی اصلی مور کومه یوه ده. بیا یی دواړو ته مخ راوګرځولو چی دا فیصله هم نه منۍ راسره نو داسی به وکړو چی ماشوم به نیم کړو او نیم به یوی ته او بل نیم به یی بلی ته وسپارو. پدی کی یوی اوویل چی بلکل درسره موافقه یم او نیم یی کړه، پدی کی هغی بلی ښځی داسی چیغی کړی چی آن آسمان یی چیغی واوریدی! او وی ویل چی د الله لپاره دا کار ونکړی ، دا ماشوم دی لدی سره وی خو نیم یی نه کړۍ.
وزیر هغی راضی ښځی ته (چا چه ویل نیم یی کړۍ) وویل ته یی اصلی مور نه یی او هغه بله یی اصلی مور ده. ماشوم یی خپلی اصلی مور ته په غیږه کی واچولو او ورته یی مبارکی ورکړه.
مور چی خپل ځوي په خپله غیږه کی ولید نو د خوشالۍ یی سترګی د اوښکو ډکی شوی او په موسکا موسکا د درباره اووتله!!
دغه قیصه زموږ په ګران هیواد کی هوبهو ده. اصلی مور نه مالومیږی، دوه میندی په یو بچی (وطن) سره جنګیږی او اصلی مور پکی نه مالومیږی سره لدی چی وسایل عصری دی، تکنالوژی اعلی، علم او پوهه اوج ته ورسیده خو بیا هم نه پوهیږی چی کوم یو یی اصلی مور ده. په منځ کی یی خوارکی بچی وسوځید.
یاده دی وی چی خلک وطن ته مور وایی خو زما په اند دا د زوۍ (اولاد) مانا لری. یوی مور ته چی خپل اولاد څومره نږدی او سومره ګران وی بی له الله څخه یی ساری نشته!! نو ځکه می ورته د زوۍ (اولاد ) خطاب وکړ