د روان زېږديز کال د جولايي د مياشتې په ۲۸ مه د لومړۍ نړيوالې جګړې سل کاله پوره شول، دغې جګړې نږدې څلور کاله دوام وکړ او د ۱۹۱۸ ز کال د نومبر په ۱۱ مه پای ته ورسېده.

   جګړې ډېر لاملونه درلودل، چې مهم يې د اروپا د پياوړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او سياسي سيالي ګڼل کېدای شي. همداسې په مستعمرو کې د اروپايي هېوادونو تر منځ رقابت هم د جګړې اصلي لامل وه، په ځانګړي ډول د افريقا د لويي وچې هېوادونه چې هلته اروپايي استعمارګر د يوه بل سره په جګړه بوخت ول. په ۱۹ مه زېږدي پېړۍ کې د اروپايي هېوادونو تر منځ ډېرې جګړې شوې وې، چې د جګړو اصلي لامل د نشنلېزم مفکوره وه، دغه مفکوره د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې رامنځته شوه او د همدې پېړۍ په اوږدو کې يې ډېره وده وکړه، زياتره اروپايي هېوادونو د همدې مفکورې پر بنسټ ازادي واخيسته او د خپلواکو هېوادونو په توګه رامنځته شول. همداسې د جګړې د پېل څخه دمخه د ځينو هېوادونو تر منځ د همکارۍ او اتحاد تړونونه هم لاسليک شوي ول.

   د جګړې لپاره ټول لاملونه پوره شوي ول، يوازې د اور لګيت په کار وه، چې د جګړې تېلو ته اور ورته کړي او جګړه پېل کړي، د جګړې د پېل نښې هغه وخت وليدل شوې، کله چې د ۱۹۱۴ ز کال د جون په ۲۸ مه په سربيا کې د اتريش او هنګري د مشترک سلطنت شهزاده (فرديناند او مېرمن يې صوفيه) د سربيا د نشنلېسټ ګروپ لخوا ووژل شول، د دې وژنې تر شا روسيې هم لاس درلوده. اتريش-هنګري د سربيا څخه د قاتلينو غوښتنه کوله؛ خو هغوی بشپړه او کره ځواب نه ورکاوه، د اتريش-هنګري سلطنت د جولايي په ۲۳ مه د سربيا حکومت ته د ۴۸ ساعتو التېماتم ورکړ، تر څو قاتلين ور وسپاري؛ خو سربيا يې غوښتنه ونه منله، د جولايي په ۲۸ مه د اتريش-هنګري سلطنت د سربيا د حکومت پر ضد د جګړې اعلان وکړ او لومړۍ نړيواله جګړه عملاً پېل شوه. د جولايي په ۲۹ مه روسيې د اتريش پر ضد د جګړې اعلان وکړ او د همدې مياشتې په ۳۱ مه جرمني (المان) د روسيي څخه وغوښتل، چې د اتريش پر خوا د خپلو فوځونو مخکې تګ ودروي؛ خو روسيې يې غوښتنه ونه منله. په دې ډول د نړۍ په تاريخ کې په لومړي ځل داسې يوه جګړه پېل شوه، چې ډېرو هېوادونو، ډېرو ملتونو او ان څو لويو وچو په کې برخه واخيسته. په جګړه کې ښکېل هېوادونه په دوو ګروپونو وېشل شوي ول، يو خوا متحد هېوادونه ول، چې انګلستان، فرانسه، روسيه، سربيا، بيلجيم، جاپان، ايټاليا، پرتګال او نور کوچني هېوادونه يې غړي ول، دويم ګروپ د مرکزي هېوادونو په نوم يادېده، چې جرمني، عثماني ترکيه، اتريش-هنګري او بلغاريه يې غړي ول.

   د ۱۹۱۷ ز کال پورې جرمني نږدې بريالی شوی وه؛ خو ځوړتيا يې هغه مهال پېل شوه، کله چې يې په بحر کې د امريکا بېړۍ په نښه کړې او امريکا د ۱۹۱۷ ز کال د اپرېل په ۶ مه د جرمني پر ضد د جګړې اعلان وکړ، امريکا خپل فوځ د جرمني پر خوا ور ولېږه او هم يې د جرمني ټولې سوداګريزې لارې وتړلې. په دې سره د جګړې مسير بدل شو او د جرمني زوال پېل شو، جرمني بيا هم مقاومت کاوه؛ خو ملګري يې ترکيه، بلغاريه او نور ورو ورو د متحدو هېوادونو فوځونو مات کړل، جرمني يوازې شو او هم د جرمني دننه د فوځ ځينو برخو بغاوت وکړ، هماغه وه، چې د ۱۹۱۸ ز کال د اکتوبر او نومبر په مياشتو کې جګړه نوره پای ته رسېدونکې وه او د نومبر ۱۱ مه وه، چې د سهار په شپږو بجو د متحد فوځ او جرمني تر منځ د سولې تړون لاسليک شو او د انسانيت وژلو ته نور د پای ټکی کېښودل شو.

First World War   د انسانيت وژل، د ودانيو ورانول، بمباري کول، د لوږې او تندې سره د بشريت مخ کېدل او د ټپيانو موجوديت د جګړې پايلې شوې، سربېره پر دې په نړيوال سياست کې د امريکا داخلېدل او په هر اړخيز ډول د جرمني محکومول يې د جګړې نورې پايلې وې؛ خو تر ټولو مهمه پايله يې دا شوه، چې فلسطين کوم چې د تېرو څو پېړيو لخوا د عثماني ترکانو تر ولکې لاندې وه او د عثماني خلافت برخه وه، په لومړي ځل غېر مسلمانو ته په لاس ورغله، په فلسطين کې عثماني فوځ د انګليس د فوځ لخوا مات شو او فلسطين په لومړي ځل د انګليس تر ولکې لاندې راغی.

   څرنګه چې فلسطين نور د مسلمانانو له لاسه وتی وه؛ نو د انګليس د حکومت تر چتر لاندې هلته يهودي مهاجرتونه پېل شول او د نړۍ ټولو يهودانو فلسطين ته مخه کړه، هلته يې کورونه او ښارګوټي جوړ کړل، د انګليس د حکومت تر سيوري لاندې منظم شول…..او دا منظم والی يې د دوېمې نړيوالې جګړې د پای ته رسېدو وروسته په ۱۹۴۸ ز کال ثمر ته ورسېده، کله چې لومړنی اسرايلي دولت رامنځته او لومړي وزير بن ګورين د اسرايلي دولت د موجوديت اعلان وکړ او امريکا او انګليس ژر په رسميت وپېژانده.

   د اسرايلو او فلسطين اوسنۍ روانه جګړه او کړکېچونه اوسني نه دي، دا تر شا اوږد تاريخ لري، چې تل اسرايلو، بې وسلې او مظلوم فلسطينيان د خپلې خاورې نه د دفاع په خاطر شهيدان کړي او بې کوره کړي يې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *