د کره معلوماتو پر بنسټ د پخوانۍ شمالي ټلوالې یوې تخنیکي ډلګۍ داسې یوه دستګاه لګولې، چې پرمټ یې تلیفوني مکالمې اوري او په افغانستان کې تبادله کېدونکي ایمیلونه څاري.
وروسته له هغې چې د افغانستان ملي امنیت د همپالنې ډلې ته د تلیفوني غږونو د ورکولو ادعا رد کړه، د تلیفوني مکالمو د رسوایۍ په منابعو پسې څېړنې زیاتې شوې. وروستي معلومات په ډاګه کوي، د عبدالله د پلویانو دغه تخنیکي ډلګۍ لاهم د غږونو په ثبت لګیا ده، او هېڅ امنیتي ارګان یې پروړاندې اقدام ندی کړی.
د ولسمشر ددویم مرستیال د غږ له خپراوي وروسته په عامه کچه وېره خپره شوې، چې د عبدالله پلویان محرمو اسنادو ته د لاسرسي هڅه کوي او ښايي د هېواد په کچه ځینې محرم رازونه هم د لیک کېدو له ګواښ سره مخ وي.
د معلوماتو پر بنسټ د پخوانۍ شمالي ټلوالې یوې ډلې داسې یوه دستګاه لګولې، چې پرمټ یې په هېواد کې تلیفوني مکالمې ثبتوي او په افغانستان کې تبادله کېدونکي ایمیلونه څاري.
د ولسمشر ددویم مرستیال د غږ له خپراوي وروسته په عامه کچه وېره خپره شوې، چې د عبدالله پلویان محرمو اسنادو ته د لاسرسي هڅه کوي او ښايي د هېواد په کچه ځینې محرم امنيتي او نور رازونه هم لیک کړي.
شنونکي وايي، کله چې دغه ټيم د حکومت د دويم سړي غږ ثبتولی شي، نو د حکومت له مهمو امنيتي رازونو نيولې، د خلکو تر سرمايو پورې معلومات تر لاسه کولی شي. دوی وايي، دغه کسان متعهد نه دي او کېداشي دا ډول محرم اسناد بهرنيو استخباراتو، وسله والو مخالفينو او مافيا ته په واک کې ورکړي.
د چارو شنونکی محسن هادي په دې باور دی، چې کېدای شي، د هېواد د امنيتي غونډو او امنيتي کسانو خبرې هم تر طالبانو، ای اېس ای او ايراني څارګرو پورې ورسول شي. دی وايي، په دې برخه کې د هر افغان ژوند په خطر کې دی، ځکه مافيا ته ډېر اړين معلومات په لاس ورتلای شي او هغه يې له مخې خپل کار کولای شي.
وروسته له هغې چې د افغانستان ملي امنیت د همپالنې ډلې ته د تلیفوني غږونو د ورکولو ادعا رد کړه، د تلیفوني مکالمو د رسوایۍ په منابعو پسې څېړنې زیاتې شوې. وروستي معلومات په ډاګه کوي، چې د عبدالله د پلویانو يوه تخنیکي ډلګۍ لاهم د غږونو په ثبت لګیا ده او هېڅ امنیتي ارګان یې پروړاندې اقدام ندی کړی.
د چارو شنونکی غلام جيلاني ځواک وايي، که دغه غږونه افغان ملي امنيت، دفاع وزارت او يا هم کورنيو چارو وزارت د همپالنې د ټيم په واک کې ورکړي وي، نو دا لوی خيانت دی او پکار ده، چې په اړه يې پوښتنې وشي. ښاغلی ځواک زياتوي، که دغو ادارو په واک کې نه وي ورکړي، نو ملي امنيت ته پکار ده، چې په دې اړه اقدام وکړي او د خلکو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.
درې کاله وړاندې په مزارشریف ښار کې دوه داسې کسان د غږونو له ثبتونکو وسایلو سره لاس په لستوڼي ونیول شول، چې له ډېره وخته یې د تلیفوني مکالمو او الکترونيکي اړیکو ناقانونه څارنه کوله. په نیول شوو، کې یو یې د بلخ د والي عطامحمد نور نږدې خپلوان و. د یادې پیښې په تعقیب د کابل په برچي سیمه کې هم څلور کسان د تلیفوني غږونو د ثبتولو په تور څارل کېدل، چې له نیولو وړاندې وتښتېدل، خو وسایل یې رسنیو ولیدل او په اړه يې ويل کېدل، چې په محمد محقق پورې تړلي دي.
دغه هڅې له وړاندې روانې وې، د مخابراتو وزارت یوه سرچینه وايي، ځینې داسې دستګاوې شته، چې دغه وزارت یې په اړه اندېښنه لري، خو ددوی په باور ملي امنیت باید په جدي ډول ددې ډول قضایاوو پلټنه پسې ووځي او خلکو ته د محرمیت په اړه یې اطمنان ورکړي.
اوس شنونکي ډېره پړه په ملي امنيت اچوي، چې په دې برخه کې يې له لومړي سره هېڅ راز اقدام ونه کړ او دا د پوښتنې وړ ده، چې ولې پټه خوله پاتې دي.
د ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي، د ولسمشرۍ پر دویم مرستیال محمد کریم خللي لګول شوی تور چې ګواکې هغه د ولسمشرۍ ټاکنو په بهير کې لاسوهنه کړې ده، بې اساسه او یو تکذیب دی: ((که چېرې دا سم هم وي، ددغه غږ خپرول، چې د افغانستان د ولسمشر د دویم مرستیال د څرګندونو ترسرليک لاندې ” په یوه ځانګړې او محرمانه ناسته کې” ترسره شوي دي، د هغه د صحت لرلو ادعا، د عامو خلکو او د یوه عام شخصیت د شخصي حریم لپاره یو جدي ګواښ بلل کيږي.))
د ولسمشر وياند وايي، له عاملينو سره به يې هر څه ژر قانوني چلند وشي.
زمونږ په اوسنی سیاست او تاریخ کی خدمت کول، صداقت ، ایمان داری جرم دی.
خیانت ، د پردیو مزدوری ، انسان وژل، چور او چپاول ، غیبت کول او د خلکو خبرو ته غوږ نیول ، توطیی او دسیسی جوړول ، جعلکاری ، جنایتونه او جرمونه په خدمت کی حسابیږی.
کله چی پوهیږو زمونږ د تیلیفون خبری د مافیا له خوا اوریدل کیږی نو مونږ ته هم ډیر احتیاط په کار ده چی له ډیر احتیاط نه کار واخلو. خصوصا د سوداګرو ، دولتی مامورینو او سیاستوالو خو د ژوند او مرګ مسله ده. نوموړی کسان خصوصا هغوی چی غواړی سری او پټی خبری ولری باید سر له همدا اوسه د خپلو خولو مزی راکش کړی ، ځکه خپله خوله هم کلا ده هم بلا.