تاند- اسراییل اعلان وکړ چې خپل ټول ځواکونه یې له غزې ایستلي او اوس له غزې تړانګې دباندې په دفاعي حالت کې دي.
اسراییلو دا اعلان څو شېبې وروسته له دې وکړ چې د مصر په منځګړتوب تېره شپه /سیمه ییز وخد د شپې ۸ بجې/ اوربند ټینګ شو.
تر دې اوربند وړاندې د اسراییلو له لوري د ۷ ساعته اوربند په پای کې د تل ابیب رژیم وویل چې د فلسطیني وسله والو پرضد عملیات بیا پیلوي.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتن یاهو وویل، په غزه کې به پوځي عملیات تر هغو دوام وکړي چې د اسراییل لپاره اوږدمهال امنیت برابرېږي.
فلسطینیانو وویل، اسراییلو پرون له دې سره سره چې اوربند اعلان کړی و په غزې ښار کې د کډوالو پر یوه کمپ بمباري وکړه، یو ماشوم یې وواژه او ۲۹ تنه نور یې ژوبل کړل.
خو د اسراییل پوځ دا خبره رد کړه چې د کډوالو پر کمپ یې بمباري کړې، ویې ویل چې وسله والو د اسراییل لور ته راکټونه ویشتي وو.
د اسراییلو په بې رحمانه بریدونو کې شاوخوا ۲ زره فلسطینیان وزل شوي چې لوی اکحثریت یې د ماشومانو او ښځو په شمول د ملکیانو دی.
خو دا لومړی ځل دی چې اسراییل هم د پام وړ تلفات ویني. د فلسطینی سرچینو په وینا شاوخوا ۲۰۰ اسراییلي پوځیان وژل شوي خو اسراییل وايي چې ۳ ملکیان او ۵۶ پوځیان یې وژل شوي دي.