غني خان

غني خان شاعر دی، ناظم نه دی، دده په اشعارو کې د شعر اساسي توکي (مفکوره، تخیل، عاطفه او وزن) ټول پیدا کېږي.

۱: تخیل: د شعر تر ټولو ستر، مهم او اساسي توکی تخیل دی، چې د غني خان په اشعارو کې یاد توکی لیدل کېږي.

«خواجه نصیر طوسي» په «معیار دانش» کې ویلي دي، چې د شعر غرض تخیل دی.

تخیل یو داسې قوت دی، چې د انسان په ذهن کې د معلوماتو کومه ذخیره د تجرباتو، مشاهداتو او د مطالعې په لامل جمع شوی وي، دا قوت ورته داسې ښکلی ترتیب ورکړي، چې یو نوی شکل ورته وبخښي او بیا یې د الفاظو په داسې زړه راښکونکي پیرایه کې بیان کړي، چې د معمولي پیرايي نه بیخي یا تر څه حده پورې بل شان وي، سید رسول رسا صاحب په دې هکله وايي: «د انسان دماغ هېڅکله داسې خیال نه شي پیدا کولای، چې د هغه خیال عناصر یا اجزاویې په یو نه یو ډول په خارجي یا حقیقي دنیا کې موجود نه وي.»

د تخیل قوت په فلسفي، ساینس او شاعرۍ کې یو شان په کار وي. دا د تخیل برکت دی، چې یو خوا په فلسفه او ساینس کې د ایجاد او مسلو د حل کولو او لټون انکشاف وکړ او بل خوا شاعرانه مضامین پیدا کوي. دا چې ساینسپوهان او فلسفیان شاعرانه مزاج نه لري، نو ځکه ځیني کسان وايي: « د تخیل قوت د ساینس او فلسفې سره اړه نه لري.»

د لویو – لویو فلسفیانو او ساینسپوهانو د تخیل قوت دومره تیز وې، لکه څومره چې د یو لوی شاعر د تخیل قوت تیز وي.

د «نیوټن» او «ارسطو» د تخیل قوت دومره قوي وو، لکه څومره چې د «هومر» او «فردوسي» وو، خو د دواړو په استعمال کې فرق دی.

«۳۱، ۲۰، ۲۱ مخونه»

غني خان د تخیل پواسطه خپل فلسفیانه افکار د شعر په ژبه خپلې ټولنې ته وړاندې کړي دي. لکه:

پلوشه

مخ مې و قبلي ته لیونی ترې خبـــــــــــــــــــــــــــــــر نه و

ستـــــــــــــــــــــــــرګې یې وې وازې د انسان په تماشه

عکـــــــــس د سپوږمۍ یې د شبنم څاڅکي کې ولید

ځــکه په سجده شو او مسکی شو د جانان په تماشه

نشته دی د ژوند د خوب تعبیر کتاب کې نشتــه دی

سترګې دې که پورته د اسمان په تمــــــــــــــــــــــــــــاشه

خدای مکه کې نشته د منصور د خولې مې واورېده

لاړ شه لیونیه شه د ځان په تمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاشه

د غني خان د شاعرۍ غټ کمال دادی، چې غټ تخیل په ساده او روانو ټکو کې په داسې ښکلو او موثره پیرایه کې لیکي، چې یو خوا په ذهن تاثیر کوي او بل خوا رسا د زړه په سر لګېږي، دا د شاعر لوړ مقام دی، چې شاعر د خپل ژوند، شاوخوا وړې وړې موضوعګانې راواخلي او د تخیل په زور او الفاظو ورته ښکلی رنګ ورکړي.

تخیل د غني خان په اشعارو کې مهم توکی دی.

۲:مفکوره،فکر«اند»: د غني خان اشعار په فکري لحاظ پیاوړي اشعار دي، غنې مفکر شاعر دی، دی د فکر ځواکمنتیا په اساس فلسفي لیوني شاعر باندې ونومول شو. هر فلسفي او فیلسوف باید فکرمند انسان د یوې ټولنې وي، د نړۍ ټول فیلسوفان مفکرین انسانان د ټولنې وو، چې غني خان هم د هغو اشخاصو ځینې دی.

د مفکورې تر ویې لاندې ټول هغه څه راځي، چې د منځپانګې (محتوا) مضمون، غوښتنې او پیغام په نومونو یادېږي، یعنې هغه څه چې شاعر ویلو او څرګندولو ته ورهڅوي، دې ته (فکري محتوا) هم وايي. صدق روهي وايي: ( په دې تړاو کې اند، فکر او مفکوره د شعرڅلورګونو رغنده توکو څخه ګڼل کېږي.)

ځینې ادبپوهان مفکوره د شعر اساسي توک نه ګڼي، دا خبره بیدل ته منسوبه ده، چې وايي (شعر خوب معنی ندارد.)

د مفکورې په اړه ډېرو پوهانو د خپل نظر مطابق نظریات ورکړي دي، چې په پای کې به داسې ووایو:

په هر شعر کې یو ډول مفکوره شته، خو تش د مفکورې شته والی د شعریت دلیل نه ګڼل کېږي، بلکې مفکوره باید په شاعرانه صورت تجلی وکړي.

نن چې موږ غني خان ته د لوړ شاعر مقام ورکوو، نو د هغې دلیل ددې د فکر ژوروالی دی، لکه:

خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معـــــــــــنا

پروت یم سرمې ایښی د خپل یار په زنګــــــــــانه

خوب وینم چې پورته په هوا لکه د باز شــــــــــوم

کښېناستم په بام د محمود سترګې د ایاز شوم

پورته د خاموش زړګي نه خوږ د مینې ساز شوم

خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي مـــــــــــــعنا

خوب وینم چې باغ دی د ګلونو او ماښـــــــــــــــــام دی

سرې سترګې ساقي د ساقي سرو ګوتو کې جام دی

لاس په سیتارپروت لیونی مست لکه خیــــــــام دی

اړئ پرې نرۍ نرۍ د مــــــــــــــــــــــــــینې افســـــــــــــانه

خوب وینــــــــم عالمــــــه که یې راکړي څوک معــــــنا

خوب وینــــم چې زه لکه لولکه په ســــــــــــــــــــــیل اووتم

پورته د نرګس شوم په خوا د رامبـــــــــــــــــــــیل ووتــــــم

تاو د سپیـــــــــــــــــــنې غاړې د لــــــیلی په امیل ووتــــــم

پـــــټ مې ورته ووی سلامــــــــــــــــــونه جانــــــــــــــــــــانه

خوب وینم عالمــــــه که یې راکړی څوک معنـــــــــــــــــــا

خوب وینم چې پورته لکه چغه د منــــــــــــــــصور شومه

یا یو موټی خاوره وم یا لوی دریــــــــــــــــاب د نور شومه

خو بانګ د سحر وشو زه راویښ شوم کرو کورشومــه

خوب یوړه خوبونه را ژونــــــــــــــــــــــــــــــــدۍ شوه زمانه

وې پریوځه لیونیه تېروه دې جـــــــــــــــــــــــــــــــــــــېلخانه

خوب وینــــــــــــم عالمه که یې راکړي څـــــــــــــــوک معنا

زما په نظر د شاعر لپاره مفکر کېدل ضروري دی،د غني خان په اشعارو کې اسلامي فکر او فلسفه، هندي فکر او فلسفه او غربي فکر او فلسفه موجوده ده، په پورته شعر کې یې ډېر ښکلی انځورګېرې کړې ده او هنریت او شعریت یې ډېر لوړ مقام لري.

۳: احساس او عاطفه:د غني خان اشعار له احساساتو ډک دي، داسې وطني اشعار یې ویلي دي، چې د انسان احساسات، جذبات او عاطفه راپاروي، غني خان انقلابي شاعر وو، باید یې اشعار احساسات ولري.

صدیق الله روهي احساس یا عاطفه د شعر د یو بل اړین رغنده توک په توګه تر څېړنې لاندې نیسي:

په شعر کې احساس یا عاطفه ضروري شرط دی. که شاعر درد، ارزو، اندېښنه، قهر او تاثیرونه لري، نو لوستونکی او اوریدونکی له داسې شعر څخه خوند نه شي اخیستی.

(لیف تولستوی) په خپل اثر (هنر څه شی دی؟) کې په دې ټکي ټینګار کوي، چې د شعر اصلي وظیفه داده، چې مقابل لور ته احساس ور نقل کړي.

(ساوستیانوف) لیکي: په هنر کې قضاوت، مفکوره او حقیقت په عاطفي بڼه تبارز وي. او د هنر وظیفه یوازې معرفي نه ده، بلکې هغه د انسان پر وړاندې مسالې طرحه کوي، ژوند ته خوند وربخښي او د نړۍ په ارتباط دده عاطفي برخه پیاوړې کوي.

شعر که ښکلی وي یا هیجان پارونکی یا تصویر درلودونکی، په هر صورت له احساساتو او عواطفو سره اړه لري. د غني په اشعارو کې د قوم پرستۍ، وطن دوستۍ، د خپلې خاورې او خلکو سره د مینې په تړاو اشعار او ترانې ویلي وو،چې د ځوانانو وینه ګرموي او په احساساتو راځي، لکه:

ترانه

کړم به خپل وطن د ټول جهان د نندارو رو

ملک به کړم ازاد

نه جوړېږي بې زما د وینې دا درو رو

تل به وي ناښاد

یا چې ځان قربان کړو

په وینو یې سم ودان کړو

یا چې یې سم جوړ کړو

یا چې یې سم وران کړو

ځئ چې بیا یې ويښ د انقلاب کړو په نارو رو

هسې شو برباد

کړم به خپل وطن د ټول جهان د نندارو رو

ملک به کړم ازاد

واچوئ ښایسته وردي

سره په وینو سره وردي

ګوري موږ ته خپل پردي

نن به شي ښکار مردي

ځان د خندا نه کړئ ای د تورو لارو رو

ملک به کړم ازاد

څه به کړم بې ننګه قام

یا به پرې لوګی شم یا به یې جوړ کړم بې دارو رو

دا وطن برباد

کړم به خپل وطن د ټول جهان د نندارو رو

ملک به کړم ازاد

د غني خان په اشعارو کې وزن، تول او اهنګ هم لیدل کېږي، ددې اشعار په جلا سبک او وزن ویل شوي دي، نن هم د ډېرو هنرمندانو په اواز د غني اشعار زمزمه کېږي، سردار علي ټکر یوازنی هنرمند دی، چې د غني خان شعرونه یې په ډېر ښه او نوي طرزاورېدونکیو ته ډالۍ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *