د سلو امريکايي ډالرو نوټ که مو خپله نه وي لرلی نو د بل په لاس کې به مو هرو مرو ليدلی وي، پر دغه نوټ باندې د يوه چاغ غټ‌سترګي څڼور سړي عکس به مو هم تر سترګو شوی وي او ښايي په دې فکر کې لوېدلي ياست چې دا څوک دی او څه توره يې وهلې ده چې پر امريکايي ډالرو يې عکس لګېدلی دی؟

دا سړی بينجېمن فرانکلن نومېږي. د ده پلار غوښتل چې دی ‘هاروارډ پوهنتون’ ته ولېږي، خو اقتصادي حالت يې دا خوب تعبيرېدو ته پرې نه ښود، د شمانو او صابون پر خرڅولو هغه نه شوه کولای چې هم خپلې اوولس کسيزې کورنۍ ته نفقه برابره کړي او هم د فرانکلن د ښوونځي فيس. فرانکلن يوازې دوه کاله ښوونځی ولوست او وروسته له خپل ورور سره د چاپګرۍ په دوکان کې مزدور شو. د مزدورۍ پر مهال فرانکلن د کتابونو لوستنې ته مخه کړه، خو دومره پیسې به يې نه لرلې چې کتابونه واخلي او وه یې لولي.

هغه مهال هم غوښې د نن په څېر د سابه وو پر پرتله ګرانبيه وې، فرانکلن پرېکړه وکړه چې نور به د پيسو د سپما په خاطر سابه خوري، او په سمپېدلو پيسو به کتابونه اخلي.

وخت تېرېدی او د فرانکلن مطالعه پراخېده، له کتاب‌لوستنې سره دغې بې‌کچې مينې له فرانکلن څخه اديب، ليکوال، ژورناليست، قانون‌پوه، فزيک‌پوه، موسيقي‌پوه، سياست‌پوه او بلاخره سياسي مشر جوړ کړ. هغه په بېلابېلو پوهنيزو ډګرونو کې نوې سپړنې او پنځونې وکړې. هغه د خپلې مطالعې پر مټ په سياسي ډګر کې هم دومره غټ نوم وکړ چې د اوسنۍ امريکا بنسټګر ګڼل کېږي.

د فرانکلن د بريالېدو يوازینی لامل کتابونه لوستل وو. همدغه د کتاب لوستنې زور وو چې نن پر امريکايي ډالر د فرانکلن عکسونه دي.

پر بريالي شخصيت جوړونه باندې د کتاب لوستنې د اغېز په اړه کاناډايي ليکوال او د نړيوال شهرت څښتن ‘براين ټرېسي’ د خپلې تجربې له مخې وايي چې که تاسې په ورځ کې يو ساعت د خپلې پوهنڅانګې يا خوښې اړوند کتاب ولولئ نو په اونۍ کې به مو يو کتاب لوستی وي چې دا په کال کې قابو ۵۰ کتابه کېږي، دا مطالعه به په درې کاله کې له تاسې څخه د خپلې پوهنڅانګې متخصص په پېنځه کاله کې ملي شخصيت او په اووه کاله کې نړيوال شخصيت جوړ کړي.

زموږ ولس خو پرېږده آن ژورناليستان، زدکړيالان، د سياسي چارو شننونکي او د مدني ټولنو فعالان! مو هم کتابونه نه لولي. د تلوېزوني مرکو او فېسبوکي عکسونو پر مهال د هر يوه تر شا د کتابونو المارۍ ولاړه وي، خو له خبرو او ليکنو يې دستي ښکاره شي چې حتا د خپل کتابتون لس سلنه کتابونه يې هم نه دي لوستي.

زموږ ځوانان له کلونو راهيسې هره ورځ درې څلور ساعته پر فېسبوک تېروي خو پام‌وړ يېبره (ثمره) يې نه ده ترلاسلې. راشئ د فېسبوک له دريو ساعتونو څخه يو ساعت کتاب لوستنې ته ورکړو.

راشئ د فېسبوک په څنګ کې کتاب لوستنه هم خپل عادت ورګرځوو او په خپل ورځني ژوند کې د منظمو پلانونو له مخې ځای ورکړو، مثلاً، که ته غواړې چې په اونۍ کې يو ۳۰۰ مخيز کتاب ولولې او د جمعې د ورځې رخصتي هم وکړې نو هره ورځ بايد ۵۰ مخه ولولې، پېنځوس مخه لوستل تر يوه ساعت ډېر وخت نه نيسي.

راشئ کتاب لوستنې ته مياشتنۍ موخې وټاکو، مثلاً، ته غواړې دا مياشت خپل د راپور ليکنې وړتيا پياوړې کړې نو درسته مياشت بايد د راپور ليکنې اړوند کتابونه او ليکنې ولولې، يا غواړې چې په دې مياشت کې حضرت علي کرم الله وجهه ښه ترا وپېژنې نو ګرده مياشت بايد د هغه په اړه ليکل شوي کتابونه ولولې. بيا به نو په هره موضوع کې يوازې هغه څوک ستا ساری وي چې پر ورته لاره تللی وي.

په ګرداب ورځپاڼه کې خپور شوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *