د سعودي عربستان له پلازمينې رياض نه يوه ورځپاڼه خپرېږي چې د همدغه ښار سره په تړاو رياض ورځپاڼه نومېږي. د دغې ورځپاڼې مطابق د دوو ورونو ترمنځ څه لانجه روانه وه، لانجه يې دومره سخته شوه چې جرګې هواره نه کړاى شوه، نو دوسيه يې تر سترې محکمې پورې ورسېده، دا چې دغه لانجه ډېره بل ډول وه، نو ځکه ډېرو عربي ورځپاڼو دغه خبر په خپلو سرليکونو کې د تود خبر په بڼه خپور کړ، په هر صورت موږ د “الرياض” ورځپاڼې په حواله د دې پېښې لنډيز لوستونکيو ته وړاندې کوو.

د سعودي عربستان مشهور ښار “بريده” ته څېرمه د (٩٠) کيلوميتره په واټن کې د “اسياح” په نامه يو کلى دى، په دغه کلي کې د حيزان په نامه يو بوډا اوسېده، کله چې دوسيه سترې محکمې ته ورسېده، نو دغه بوډا په ستره محکمه کې داسې په غټو غټو وژړل چې ږيره يې په اوښکو لنده شوه.

څه فکر کوئ چې دغه بوډا د خلکو په مخ کې ولې دومره وژل؟ ايا بچيو يې ورسره څه ناروا چار چلن کړى و؟ که نه د دې لپاره يې وژړل چې د ځمکې دعوه يې وبايلله؟ او که نه، ښځې ترې په دغه عمر د خلع (د پيسو په بدل کې د طلاقو) غوښتنه وکړه؟ نه! دغه يوه خبره هم نه وه، په اصل کې هغه بل ورور يې ترې په ستره محکمه کې مور وګټله، يعنې پر يوه داسې مور د دواړو ورونو لانجه وه چې د پيتلو له ګوتمې پرته هيڅ ورسره نه و، نو هغه مور يې ترې بل ورور وګټله، نو دې بوډا ځکه په چيغو چيغو پسې وژړل.

بوډۍ له خپل مشر زوى حيزان سره اوسېده، حيزان د خپلې مور ډېر قدر او خدمت کاوه، نو له دې امله يې مور هم ورسره ښه خوشحاله وه، دا چې حيزان هم زوړ شوى و، بله ورځ يې کشر ورور ورکره راغى چې دغه کشر ورور يې په بل کوم ښار کې اوسېده، نو خپل مشر ورور ته يې دغه خبره وکړه: کشر ورور: دا دومره کلونه مې مور له تا سره اووسېده، نوره يې ما ته راپرېږده چې پاتې ژوند له ما سره تېر کړي، زه يې په بيولو پسې راغلى يم.

مشر ورور: که ته دا فکر کوې چې زه بوډا شوى يم او نور د مور خدمت نشم کولاى، نو ته تېروتى يې، ځکه د مور خدمت زه اوس هم هماغسې کولاى شم، لکه چې مخکې مې کاوه او زه مې له سترګو نه د مور پنا (په څنګ) کېدل له سره زغملاى نشم او که ته مور رانه روانه کړې، نو دا به دې له ما سره زياتى وي او خير دى له ما سره دا ښېګړه وکړه چې مور مې راته پرېږده، رانه يې مه بيايه!

کشر ورور: ورور جانه! منم چې تا له ډېرې مودې راهيسې ښه په راسته د مور خدمت وکړ؛ خو دا چې اوس ته خپله هم بوډا شوى يې او خپله د بچيو خدمت ته محتاج يې، نو په دې صورت کې ته بايد مور له ما سره پرېږدې چې ښار ته يې بوځم او پاتې خدمت يې زه وکړم، ځکه چې زه زلمى يم، بچي مې هم له نيا سره اوسېدل خوښوي او ښځه مې هم د خواښې خدمت کول غواړي، نو ته بايد نور راسره په دې اړه کلک نشې او د مور د بيولو اجازه راکړې. د دواړو ورونو تر منځ دغه لانجه روانه وه، هر يوه غوښتل، جې مور به يې له هغه سره اوسېږي، سره له دې چې حيزان نور بوډا شوى و؛ خو بيا يې هم د مور بېلتون نه مانه، د ورونو تر منځ بحث دې تر دې بريده ورسېد چې ګاونډيان يې راغونډ شول او د دوى د لانجې د هوارولو کوښښ يې وکړ؛ خو ګاونډيان هم د لانجې په هوارولو کې پاتې راغلل، ځکه چې هر يوه داسې معقول ځواب وايه چې د بل خوله به يې ورغلې کوله، ګاونډيان هم حيران دريان و چې د دوو ورونو پر مور لانجه ده، يوا وايي چې مور به مې له ما سره وي او بل وايي چې نه، له ما سره به اوسېږي، نو د دواړو ورونو دغه لانجه په جرګو مرکو خلاصه نشوه، نو دوسيه ان تر سترې محکمې پورې ورسېده.

کله چې قاضي قضات ته دغه دوسيه ور وړاندې کړى شوه، نو هغه هم ورته ګوته په خوله پاتې شو، قاضي قضات دغه دوسيه له هر پلوه وڅېړله، ويې تلله؛ خو هيڅ يې پرې سر خلاص نشو، قاضي دواړه ورونه خپلې کوټې ته وغوښتل او د دواړو د پوهولو هڅه يې وکړه چې بس يو ورور بل ته تېر شئ او په خپلو کې دغه لانجه هواره کړئ؛ خو د قاضي ټولې هلې ځلې شنډې شوې، ځکه چې په دواړو ورونو کې هيڅ يو بل ته نه تېرېده، قاضي ته هم پرېکړه کول ګران شو، نو دغو ورونو ته يې وويل چې مور مو قضاء ته راولئ، هغوى خپله موريې په دوه ټېريزه چوکۍ قضاء ته راوسته، په داسې حال کې چې د بوډۍ وزن به نږدې شل کيلو ايله و، ځکه چې بېخي زړه وه، فقط هډوکي يې پاتې، غوښه پرې له سره نه ښکارېده، نو قاضي ورته وويل چې ستا د دواړو زامنو تر منځ ستا په سر لانجه ده، ته خپله دغه پرېکړه وکړه چې له کوم يوه زوى سره اوسېدل غواړې؟

بوډۍ د قاضي د پوښتنې په ځواب کې وويل چې چا ته خو ترې ځان خلاص کړ او پرېکړه دې ما ته پرېښوده؛ خو زه کله دغه پرېکړه کولاى شم، ځکه چې زما خو دواړه زامن دي او دواړه مې د سترګو تور دي، زما يوه سترګه مشر او بله مې کشر زوى ته ګوري، نو زه به داسې حال کې څه پرېکړه وکړم! زه خو خپله په دوه لارې کې ولاړه يم، نه پوهېږم چې کوم لور ته ګام واخلم. کله چې يې مور د پرېکړې کولو په اړه عذر ښکاره کړ، نو قاضي ته خبره نوره هم ګرانه شوه، لنډه دا چې قاضي تر ډېر فکر او غور وروسته داسې پرېکړه واروله:

((دا چې د بوډۍ مشر زوى حيزان له اوږدې مودې راهيسې د خپلې بوډۍ مور ډېر خدمت کړى، نور خپله هم بوډا شوى دى او د مخکې په شان په راسته نور د خپلې بوډۍ مور خدمت نشي کولاى او کشر ورور يې د ده په پرتله لا ځوان دى، د مور ښه خدمت کولاى شي، نو ځکه د قضاء پرېکړه دا ده چې دغه مور به نوره له خپل کشري زوى سره اوسېږي))

د دغه پرېکړې په اورېدو د بوډۍ مشر زوى حيزان په ډکه قضاء کې په سلګو سلګو وژړل او دغه افسوس يې کاوه چې د زړښت له امله د خپلې مور له خدمت نه بې برخې شوم او زما د زړښت له امله قضاء زما په خلاف پرېکړه، کاش! چې زه له سره بوډا شوى نه واى او همداسې مې د خپلې مور خدمت کولاى. د دغه پېښې راوي وايي چې زه دې خبرې ته فکر وړى وم چې دغې مور دا دواړه بچي څنګه پاللي او روزلي دي چې د مور د راخپلولو لانجه يې تر سترې محکمې پورې ورسېده او هر يو د خپلې مور د خدمت ارمانجن دى. دغه پېښه د ماده پالنې او تمې په دې دور کې د خدمت او قربانۍ لپاره ډېره غوره بېلګه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *