د روسانو له یرغل څخه وروسته، د مهاجرت منډو ترړو زموږ کورنۍ د پاکستان له پېښور څخه د بلوچستان ایالت د پښین ښار ته کډه کړه. دا د ۱۹۸۲ زیږدیز کال شپې او ورځې وې او هغه مهال زما عمر دلسو کاله ؤ.

زموږ د پلار له ډېرو هڅو سره سره بیا هم ما او زما خویندو او وروڼو ته د پاکستان په حکومتي ښوونځیو کې د شمولیت اجازه را نه کړل شوه. موږ ټول نږدې دوه کاله د پوهنې او علم له زده کړې څخه محروم پاتې شوو.

خو یوه ورځ د پښین ښار یو لیکوال زموږ پلار ته یو ښه زېری راوړ هغه دا چې خلیل خان کرزي چې هغه مهال د افغان کډوالو یو مخور شخصیت ؤ، په بلوچستان ایالت کې یې د کډوالو لپاره ډېرې هلې ځلې کولې. نوموړی په دې وتوانېده، چې خپل دوه زامن (حشمت کرزی او حکمت کرزی) د افغان کمېشنرۍ له لارې د پښین په حکومتي ښوونځي (ګورنمېنټ پشین های سکول) کې داخل کړي.

دغه کار موږ ته هم د شمولیت لاره پرانېستله. زه او زما ورور هم د اړونده ښوونځي په شپږم ټولګي کې شامل شوو، چې له نېکه مرغه له حشمت کرزي سره په یوه ټولګي کې یو ځای شوو. د پښین په ښوونځي کې به هغه مهال نږدې زر تنه (۱۰۰۰) تنه زده کوونکو زده کړه کوله، چې یوازې موږ څلور تنه پکې افغان کډوال وو.

موږ ټولو یو له بل سره ډېره مینه کوله او په موږ ټولو کې د هېوادپالنې روحیه ډېره پیاوړې وه. تل به مو په ښوونځی کی د تفریح په ساعتونو کې د توپ ویشتنې لوبه کوله. موږ څلور واړو به په یوه ټیم کې، چې د افغاني مینې او ورورۍ په مزیو تړل شوي وه، د یو له بل څخه کلکه دفاع کوله.

زموږ ملګرتیا د اتو میاشتو لپاره دوام وکړ او هغه وخت سره جلا شوو، چې د حشمت او حکمت د پلار په ناڅاپي ډول په شهادت ورسېده. هغه دا چې یوه ورځ د ښوونځي له تفریح (آدهی چهټی) څخه وروسته په ټولګي کې ناست وو، چې حمشت کرزی له ټولګي څخه بهر وغوښتل شو او هلته په ناببره ډول د پلار د شهادت خبر ورکړل شو. همدا ورځ د هغوی وروستۍ ورځ وه، چې ښوونځي ته راغلل او نور یې ښوونځي پرېښود او بیا له پښین ښار څخه هم د کوټې پر لور کډوال شول.

د کډوالۍ لا لهانده شپو موږ هم له پښین څخه د کوټې ښار ته کډه کړو او د کوټې د سټلایټ ټاون په هغه کوڅه کې موږ کور کرایه کړ، چې د حشمت او حکمت کورنۍ هم هملته اوسېده. دا زموږ له شپږو کلونو وروسته د بیا یو ځای کېدو ورځې وې. دلته مو بیا د همغه پخوانۍ میني او ملګرۍ په تومنه انډیوالي لا پخه شوه. له حکمت کرزي سره مو د کرکېټ لوبه کوله، حکمت کرزی ډېر تیز بالر (توپ اچوونکی ؤ) مګر حشمت کرزي که څه هم د عمر له پلوه ډېر مشر نه ؤ مګر د ژوند مسؤولیتونو او د خپل پلار پخواني موقف نوموړي ته په ژوند کې ډېر مسؤولیتونه متوجه کړي وو. په هغوی کې د خپل پلار او کورنۍ د درنښت او مخورتوب نښې له ورایه ښکارېدې. څرنګه چې د کډوالۍ ژوند ثابت نه وي. یو ځل بیا موږ په یوه او د حشمت او حکمت کورنۍ په بله شوې.

د ژوند لا لهانده څپو موږ یوې خوا ته او هغوی یې بلې ته یوړول. مګر یو کال مخکې یو ځل بیا له حکمت کرزي سره د لیدو کتو فرصت برابر شو او له نوموړي سره مې د هغوی په دفتر کې ولیدل، چې په دې لیدو سره زموږ د پښين او کوټې تېرې ستومانه، نا کراره خو خوږې خاطرې بیا تازه شوې. حکمت کرزی ډېر ټینګار را باندې کاوه، چې له حشمت کرزی سره هم باید وګورم ځکه هغه هم د پخوانیو خاطرو د تازه کولو تږی دی. ما هم له همغې ورځې را هیسې دا هوډ کړی ؤ، چې یو ځل به د کندهار په سفر ځم او هلته به له حشمت کرزی سره ګورم او د خپل ماشومتوب او زلمیتوب یادونه به له ښاغلي حشمت کرزي سره تازه کوم. مګر افسوس چې د هېواد دښمنانو خپل وار ړومبی کړ او زما هیلی یې را ماتې کړې.

د هېواد دښمنانو د حشمت کرزي په شهیدولو سره نه یوازې د لوی کندهار یو دروند مخور بلکې د هېواد د سویلی حوزې او ان د ملي شخصیت او دروند شخصیت په شهادت ورساوه. د حشمت خلیل خان کرزي مړینه د ټول هېواد لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده. الله پاک دې ښاغلي حشمت کرزي ته جنتونه ورکړي او الله پاک دې نور زموږ دردېدلی او ځورېدلی ولس له نورو داسې غمیزو په امان کې وساتي. آمین!

One thought on “د ښاغلي حشمت خلیل کرزی په یاد/ ډاکټر حبیب الله وجدي”
  1. په رښتیا هم چې د نوموړي مرګ د هیواد لپاره ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه ده. الله پاک دې شهادت په خپل دربار کې قبول کړي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *