په تیرو څو کلونو کې هر افغان وګړی هغه که لوی یا ماشوم دی په دې وپوهید چې د افغانستان د اوسنیو ناخوالو او بدمرغیو ستر او یوازینی لامل زموږ یو شمیر بې کفایته او نا اهله چارواکي دي چې تر ډیره یې په خپلو اړوندو ادارو کې د دې لپاره سهار مهال حاضري لاسلیک کړې چې ګوندې د ورځې په اوږدو کې ورته کومه شوړه برابره شي او د یو بې شرمه غله په څیر یې خپل جیب ته واچوي او کورته په وړلو سره یې هغه بچیان چې د کونډو، یتمانو او خوارانو په حق لویږي مزې چړچې وکړي.
که څه هم فساد د افغانستان په کچه خپل اوج ته رسیدلی خو په لوګر ولایت کې دومره زیات شوی چې چارواکي اوس له کومې ویرې او شرم پرته له خلکو د بډو غوښتنه کوي او ددې ترڅنګ د نړیوالو موسسو له خوا چې له ولسونو یا بې وزله خلکو سره کومې مرستې کیږي د کلیو له استازو سره په ګډه ورباندې خېټه اچوي او ډیره برخه یې په خپلو منځونو کې سره ویشي، ډیر ستر او نیک کار خو به یې هغه وخت کړی وي چې ددغو مرستو یوه کمه سلنه اړوندو کسانو ته ورسیږي او هغه بې وزلي هم له دې خبر نه وي چې ایا له موږ سره دا شوې مرستې همدومره دي او که نه دوه درې برابره یې ددوي د بې شرمه او بې حیا چارواکو او کلیو د نماینده ګانو یا استازو له خوا غصب شوي او خپلې مزې پرې کوي.
دا لیکنه مې ځکه لوګر ولایت ته ځانګړې کړه چې په دغه ولایت کې مې خاپوړې کړي او تر بلې هرې سیمې لومړی مې په دې ولایت او خلکو زړه ډیر خوږیږي، کله هم چې په دغه ولایت کې د وسله والو د تاوتریخوالي او یاهم چارواکو د چور چپاول او غلاو په اړه خبرونه اورم نور ډیر زیات ځوریږم او اړ شم څو خپل د زړه درد د قلم په واسطه لرې کړم او په دې سره له تاسو سره هم ځینې داسې حقایق او داسې څه شریک کړم چې ان فکر کې مو هم نه راګرځي.
څه موده وړاندې د کوچني اختر په پلمه لوګر ولایت ته ولاړم او په دغه ولایت کې مې له بیلابیلو خلکو او ترڅنګ یې له یوشمیر چارواکو سره هم وتوانیدم چې د اختر مبارکۍ په پلمه ورسره څو شېبې کښینم او د زړه خواله ورسره وکړم، خو باور وکړي داسې څه مې له هیچا وا نه وریدل چې زړه مې ورته ښه او یو څه هیله مې ورته پیدا شي چارواکو مو یو په بل بیلابیل تورونه لګول او یو بل یې په بیلابیلو نومونو یادول، اخیر مې له یو سره ټوکه وکړه ورته مې وویل چې اوس اصلي ملامت او اصلي غل څوک دی ولس خو ستاسو کړنو ته هک حیران دی او هیڅ یې هم له لاسه نه کیږي، ځکه که ولس راپورته شي نو بیا سل ډوله نومونه ورباندې کیښودل کیږي او که د خلکو د حق غوښتنه وکړي نو بیا د وسله والو جنګیالیو د چړې تر ګواښ لاندې دی هغوي ورباندې یا د جاسوس او یا هم بل نوم ږدي او وژني یې چې تاسو په خپله هم په دې وروستیو کې دداسې ډیرو پېښو شاهدان یاست.
په ټوله کې د محمداغې ولسوالۍ امنیت نسبتا ښه وو او چاوراکي یې هم تر نور ډیر صادق او ښه خلک وو خو نه پوهیږم چې په دې وروستیو کې هرڅه ولې بدل شول، چې د قومي مشرانو له ترور او وژنو رانیولې بیا د عامو خلکو تر نا ارامۍ او ځورونو پورې کیسه راورسیده، چې ښه بیلګه یې د محمداغې د ښاروال سیف الله خان ترور او د ده ترڅنګ یوشمیر نورو کسانو په مرګ ګواښل دی.
نور وختونه به چې کله په اختر کې کلي ته تلم نو خلک به خوشحاله وو او دومره به مو احساسوله چې واقعا اختر دی او په ارامه فضا کې به یې له اختر څخه لمانځنه کوله، خو داځل هر څه له تیر هغه سره په توپیر کې وو هغه دا چې تر مازدیګر وروسته نور څوک د خپلو ملګرو یا دوستانو کورونو یا بنډارونو ته نشواي ورتلاي او د شپې به ټوله شپه په دې ویره کې نیم ویښ نیم ویده پورت وې ځکه چې اوس د شپې په یاده سیمه کې د شپې عملیات کوي او په تیره لنډه موده کې یې ډیرې کورنۍ د ویر او غم په ټغر کیښنولي دي، داسې قومي مشران، ځوانان او ګلونه ماشومان یې ووژل چې هیڅ اسلامي او افغاني ارزښتونو ورته اجازه نه ورکوله او له ټولو اسلامي او قراني قوانینو سره یې وژنه په ټکر کې وه، زه اوس نه پوهیږم چې دا جګړه څه ډول جګړه ده او د چا لپاره ده، خو دومره مې سر ورباندې خلاص دی چې هرکله دوي برید کړی نو ګټه یې زموږ بې شرمه ګاونډي پاکستان ته رسیدلې او زما بې غیرته څو تنه په نوم د اسلام پتنګان د هغوي د خوشحالولو لپاره هرڅه کوي، ځکه که یې ونه کړي له هغوي سره کړه تړون به یې تر پښو لاندې کړی وي او چارچیدونکې پاکستانۍ کلدارې به ورباندې بندې شي.
خیر تر ډیره دوی هم ملامت نه ګڼم ځکه چې ددې هرڅه لامل همدا زموږ بې کفایته، ظالم او بې شرمه چارواکي دي، د اختر دویمه ورځ وه له ملګرو سره ناست وو یوه وویل چې څو وخته مخکې مې په ولسوالۍ کې ورور ته تذکره یا پیژندپاڼه جوړوله نو د ولسوال اداري مدیر د عمر په ټاکلو کې هسې بانې وانې لټولې خو زه یې په اصلي مقصد پوه وم چې د څو روپیو ترلاسه کول وو، په دې وخت کې مې د کلي دوه نماینده ګان یا استازي هم راسره وو هغوي ته مې وویل چې دا مدیر اوس څه کوي تاسو یې لږ سم کړي، خو قسم یې وکړ چې مدیر به نن له ماڅخه یو څه شکوي، بلاخره د ۱۵۰ افغاینو په ارزښت د مبایل یو کریډیټ کارت مې ورته ومانه او تر څو چې مې رانه وړ او په خپل ټیلفون کې جمع نه کړ بیا یې هم راته عمر ونه ټاکه او له هغې وروسته یې راته وویل چې اوس دې سم کار وکړ وایه څو کلن ورته ولیکم، او په دې سره دغه کس خپله خبره اوږده کړه چې زموږ د کلي نماینده ورته وویل یاره ډیر بې شرمه یې خو په وینا یې چاته وايي هسې په خندا یې تیره کړه او وویل چې یاره نو څه وکړو په دې تنخوا به موږ څه وکړو او وویل چې یاره سر مې پرې خوږوه یوه دوعا وکړه چې یوځل بیا همداسې یو زورور سیل راشي او دا کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي نو باور وکړه چې دا ځل مې د کړوسیانو هم بس کیږي او په دې سره د ولسوالۍ مدیر او دواړو نماینده ګانو په کړس کړس وخندل او ماته یې وویل چې وروره کار دې وشو ورځه الله دې مل شه.
ښه نو چارواکي مو چې په دومره فساد ککړ وي چې هغوي د خپلو ګټو لپاره د ولس او سیمې تباهي غواړي څه فکر کوي چې د سیمې په نا امنۍ او نورو ناخوالو کې به دوي لاس نه لري، پوهیږم چې ځواب مو مثبت او هو دی ځکه دا هغه کسان دي چې په یاده ولسوالۍ کې په هر ډول غلا، قاچاق او نا امنیو کې لاس لري، که یې نه لري نو ولې یې مخه نه نیسي، بیا د محمداغې ولسوالۍ مدیر خو په داسې ځاي کې اوسیږي چې د کرومیټو له کان څخه قاچاقي ډبرې یې د کور له څنګه تیریږي تاسو خپله قضاوت وکړي که لاس یې پکې نه وي او ورسره شریک نه وي ایا دا کار امکان لري، هیڅکله نه، دې ته ورته نور هم ډير څه شته چې زموږ دا نه شرمیدونکي چارواکي پکې ښکیل دي هیله ده چې ځانونه سم کړي او له دغو غلاو، قاچاق، او نورو ناخوالو لاس واخلي هسې نه پایله یې دومره بده شي چې بیا به یې هغه کړوسیان چې اوس یې د هوسا او ارامه ژوند په غم کې دي د هوساینې او ارامه ساه وا نخلي.
په پاي کې دومره وایم چې د دواړو خواو ترمنځ په هر کار کې تر ډیره همغږي شته که نه وي نو دا هرڅه کول امکان نه لري او بس ولس بیچاره یې ترمنځ په اور کې سوځیږي او د دوي د ګټو قرباني بیچاره ولس دی که ولس ته مرستې راځي یو نخود ورته ښکاره کړي او نور یې ټولې دوي خپلو کورونو ته بار کړي، ددې ترڅنګ که پر ولس اور هم بل وي غم یې نه کوي او نه هم څوک د ولس فریاد اوري اوس نو یوه هیله راپاتې ده هغه دا چې الله ته صبر وکړو شکر چې د اخرت ورځ شته او هلته له هر یوه څخه پوښتنه کیدونکې ده موږ بې هم الله ته وسپارو خو مخکې تر دې چې د خلکو یا ولس ازار یې او ښیراوې یې کور ته تباهي ور وړي نو اوس هم وختي ده او توبه دې وکړي او په خپلو دغو کړنو دې پښیماني څرګنده کړي او نور دې ولس ته د ریښتني خدمتګار په توګه کار وکړي، فکر کوم هر یوه اوس دومره ټولې کړي چې کلونه کلونه به یې بس شي او نور ولس ورته حوصله نه لري او لرې هم نه ده چې یوه ورځ به د ولس له غبرګون سره مخ شي.
ستانیزی صاحب تاسو ډیر ښه کار کړی دی چی د یو مفسد شخص اصلی هویت مو خپلو هیواد والو ته ښکاره کړی دی. کاشکی تاسو د هغه نوم هم اخیستی وای چی ټولو په رسمیت پيژندلی وای. په هر حال فکر کوم اوبه له پاسه خړی دی او د جوال خوله یی ورته نیولی ده چی دوی یی ټولوی او پدی مردار جوال کی به هم یوڅه وراچوی.
د همدغو ظالمانو له لاسه خلک غرونو ته تښتیدلی دی او د پردیو د استخباراتو له خوا مزدوران شویدی چی اوس نه خپل پيژنی او نه پردی او له یوی مخی یی وژنی. د دی وژنو عواقبو ته د دموګرافی له لحاظه زه د خپلو هیواد والو پام را اړوم :
که یو ظالم نن دوه نفره ووژنی په بل نسل کی په اوسط ډول سره که چیرته د هریوه پنځه پنځه بچیان په نظر کی ونیسو نو لس نفره یی زمونږ له ټولنی او اسلامی امت نه کم کړیدی. چی په دوهم نسل کی که د پورته لس نفرو ذکر شویو کسانو بیا پنځه ، پنځه بچیان په نظر کی ونیسو نو پنځوس نفره مسلمانان یی کم کړیدی او په دریم نسل کی به د دغو پنځوسو ضرب د پنځو مساوی دوه سوه پنځوس کسان کم کړی وی یعنی د هرو دو کسانو په مرګ سره په شپیتو کلونو کی په اوسط ډول سره مونږ 250 پښتانه ، افغانان او مسلمانان له لاسه ورکوو او په مقابل کی به هغوی چی نه وژل کیږی 250 + 250 مساوی 500 کسان اضافه کړی وی. یعنی 250 چی وژل شوی دی کمیږی او په مقابل کی نور 250 چی د هغوی نور زیيږیدل او لوی شوی دی .هیله ده زمونږ مشران دی ټکی ته پام وکړی او د پښتنو له جنوساید نه لاس واخلی او تر نهایی ممکن حد پوری د انسان وژلو او جنایت کولو مخه ونیسی. د چارو پرمخ بیولو کی له معقولیت نه کار واخلی او د خیانت پرځای د هیواد ودانولو او سولی راوستلو کی سهم واخلی. په درناوی عثمانی