تیره شپه د لسو بجو په شاو خوا کې د مرکز اړوند د الینګار د سیند ختیزې څنډې ته د شمټیو په سیمه کې د ملي پولیسو او ملي امنیت د ګډ کمین په پایله کې چې وروسته ور سره ملي اردو هم د سیمې په تصفیه کې برخه اخیستې د مخالفو وسلوالو ۲ تنه وژل شوي چې جسدونه یې د افغان امنیتي ځواکونو سره دي او ۲ تنه نور یې زخمیان شوي چې هغه یې له سیمې ویستلي دي.
له وژل شویو کسانو څخه یې یو عاطف نومیږي چې په فاروقي مشهور دی د مرکز اړوند د میدانیو د سیمې اوسیدونکی او د معلم سلیمان زوی دی او بل کس چې د الینګار د قلعټکې اوسیدونکې دی محبت الله نومیږي او د متین اخندزاده زوی دی چې دا دواړه د مخالفو وسلوالو د مشهور قوماندان عبدالقهار د ګروپ کسان ول.
د یادونې ده چې له وژل شویو کسانو څخه دوه میله وسله هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې او دغه راز په دغه کمین کې یادو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.