دننګرهار ولایت دامنیه قوماندانی اړوند دبیلابیلو قطعاتو او جزوتامونوامنیتی موظیفنودوسله والو مخالفینو سره په نښتو کی یو شمیر وسله وال وژل شوی او یو شمیریی سخت ټپیان شوی دی.

دامنیی قوماندانی دمطبوعاتی دفتر خبرپاڼه !

دچپر هار ولسوالی دامنیه قوماندانی امنیتی موظیفنو په اړونده ساحه کی په یو نښته کی شپږ وسله وال مخالفین وژلی او څلور تنه یی ټپیان کړی ، (۱۱۹) یو سلو نولس بیلابیل دمبایل سیم کارتونه ، دری عدد مبایل ، یو مقدار داولیه کمک طبی ادویه او یو اندازه برقی لینونه دامنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی ، همدارنګه دهسکی مینی ولسوالی امنیتی موظیفنودګزمی داجرا پر محال دیاغی بند په ساحه دوسله والو مخالفینو سره دنښتی پر محال دوه تنه وسله وال مخالفین بلال دشیرین زوی او یو بل تن چه شهرت یی معلوم ندی سخت ټپیان شوی .

بل لورته – دروانی میاشتی په ۱۳ نیټه ددره نور په ولسوالی کی دامنیه قوماندانی پولیسو ته دحقوقی زده کړو لس ورځنی سمینار جوړ شو .

دسمینار په پیل کی دننګرهارامنیه قوماندانی دحقوقومدیر سمونوال عبدالغفوردیاد سمینار داهمیت په اړه وویل ، دغه سمینارچه دامنیه قوماندانی مقام په لارښونه او دحقوقو مدیریت په نوښت جوړ شوی لس ورځی به دوام وکړی، نوموړی وویل په جوړ شوی سمینارکی به ددره نور ولسوالی دڅارنوالی او محاکمو ریاستونو په همغږی سره دافغانستان اسلامی جمهوریت نافذه قوانین چه دپولیسو ددندو په اجرا کی دملی پولیسوسره به لازمه مرسته وکړی ، همدارنګه نوموړی وویل په جوړ شوی سمینار کی دمسوءلو کسانولخوا به دجزا قانون ، دپولیسو قانون ، دلار یونونواو نور اړونده قوانین توضیح او تشریح شی ، حقوقی مدیر وویل دسمینار په جوړیدو به دګډونوالو دمسلکی پوهی کچه لوړه شی او دقانون دحاکمیت په ټینګښت کی به مثبت رول ولری ، همداشان نوموړی وویل چه دی ته ورته سمینارونه به دننګرهار ولایت دامنیه قوماندانی اړوند دمرکز او محلاتو په بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونوکی دمنظمو پلانونومطابق جوړ شی . په درنښت

                                       سمونیار حضرت حسین( مشرقیوال)

                                                 دمطبوعاتو امر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *