ولسمشر کرزي د افغانستان د تاریخ په سختو شیبو کې هیواد رهبري کړ چې دادی د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د واک د سوله ایز لیږد په درشل کې دی، خو ولسمشر کرزی اوس د افغانانو په منځ کې هغه محبوبیت نه لري کوم چې د خپل حکومت په لومړیو کلونو کې یې درلود، د خلکو په منځ کې د نوموړي د ګرانښت د سطحې په را ټیټیدو کې ممکن ډیر نور عوامل هم شامل وي خو یو مهم لامل یې د جګړې په جنایتکارانو دده زیاته اتکا او په دې ډول پر ټولو افغانانو د قانون نه پلي کیدل دي.

ډیری افغانان له ولسمشر څخه په دې ناخوښه دي چې د خلکو پر ځای یې یوازې پر څو تنو قومي ټیکه دارانو او پخوانیو جنګسالارانو تکیه وکړه، ټول امتیازات یې د هغوی په واک کې ورکړل. خلک د کرزي د نوې موقتې ادارې په منځ ته راتلو سره هره ورځ د هغو جګړه مارو محاکمه کیدو ته سترګې په لاره وو، چې د واک پر سر په خونړیو جګړو کې یې د هیواد پلازمینه کابل په ایرو بدل کړ. په هماغو لومړنیو کلونو کې د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو سازمانونو د افغانستان د جګړې په اړه ځینې رپوټونه او مقالې خپرې کړې او له کرزي سره په واک کې د شاملو جنګسالارانو د محاکمه کیدو غوښتنه یې کوله.

خو ولسمشر کرزي د همدغو جنګسالارانو په مخه کې ځان سپر کړ او هغوی یې له محاکمه کیدو څخه وژغورل. جنګسالاران هم سوکه سوکه پسې پیاوړي شول لومړی یې د پارلماني مصونیت د لرلو لپاره ځانونه پارلمان ته کاندیدان کړل او د پیسو او ټوپک په زور یې زیاترو مشرانو او قوماندانو د پارلمان غړیتوب ترلاسه کړ. له هغه وروسته دغو جنګسالارانو د حکومت او ځینو نړیوالو ځواکونو له ځانګړو امتیازاتو څخه ګټه واخیسته، نورې شتمنۍ یې هم ترلاسه کړې او ددې لپاره چې د ځان په اړه د خلکو نظرونه یو څه بدل کړې ډیره تکیه یې په رسنیو وکړه نږدې هر جګړه مار یو تلویزیون او یا هم ورځپاڼه خپره کړه. نه یوازې دغو تړلو رسنیو بلکې پخپله افغان ولسمشر هڅه وکړه له خلکو څخه هغه ناخوالې هیرې کړې کومې چې د جګړه مارو ډلو له خوا افغانان ورسره مخ شول.

ولسمشر د قانوني بنسټونو په موجودیت کې زیات واک تنظیمي څیرو ته سپارلی و، د جهادي مشرانو یوه شورا موجوده وه چې د هیواد د مهمو موضوعاتو په اړه به وروستۍ پریکړه همدې کسانو کوله، ټولو ته څرګنده ده چې زیاتره مقررۍ د همدغو تنظیمي کسانو او هغه هم د یوې ډلې او یوې سیمې په خوښه کیږي.

د پنجشیر ولایت خلکو ته د همګرایي ټیم د مشر په یوه پیغام کې پر دې اعتراف شوی دی چې اوس اوس د افغانستان د دولت د لوړپوړو چارواکو ۳۵ سلنه د پنجشیر اوسیدونکي دي. دغه راز کله چې د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال ومړ، ولسمشر بې له دې چې وړتیا په پام کې ونیسي د همدې ډلې او همدې سیمې له تنظیمي کسانو یې وغوښتل چې پر ځای یې یو بل تن ورته معرفي کړي. هغوی هم د خپلې سیمې او خپلې ډلې یو کس چې آن لوړې مسلکي زده کړې هم نه لري د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه وټاکه چې همدا لومړی مرستیال په عین حال کې د دولت او ولسمشر لومړی مخالف هم دی.

له هماغه پیله تر اوسه د ولسمشر انډیوالانو د ولسمشر د صداقت او ملګرتیا په مقابل ناځواني کړې ده، همدوی به هم له ولسمشر څخه زیات امتیازات ترلاسه کول او هم به یې په رسنیو کې د هغه پرضد خبرې کولې. د ولسمشر پرضد ددغو زورواکو انډیوالانو زیاتره تبلیغات به له واقعیتونو ډیر لیرې وو خو چا یې د سپینولو هڅه ونه کړه ځکه دوی هم پخپله زورواکي و او هم یې د ولسمشر له انډیوالي څخه ناوړه ګټه پورته کوله.

باالاخره خبره د ولسمشر پرضد په رڼاورځ کودتا ته هم ورسیده، د ولسمشر همدغو انډیوالانو د لویې جرګې په خیمه د عبدالله عبدالله د تاج پوشي د مراسمو په ورځ لومړی د برحال او قانوني ولسمشر عکس لاندې راګوزار کړ او بیا یې په غوصې سره څیري او سپکاوی یې ورته وکړ، په همدې مراسمو کې د ولسمشر پر ورور محمود کرزي سربیره د هغه د کابینې دوه برحال وزیران (د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال او د اوبو او برښنا وزیر عارف نورزی) او نور داسې کسان چې د ولسمشر له خوا په ورکړل شویو امکاناتو پړسیدلي او تر دې ځایه رسیدلي هم ناست وو، کله چې پر سبا هماغه عکس بیرته وځړول شو د ولسمشر انډیوالان په توره شپه کې پسې ورغلل دا ځل یې عکس په مرمیو وویشت. نه یوازې د لویې جرګې په خیمه کې بلکې په ډیرو هغو ځایونو کې چې ددوی لاس ور رسیده د ولسمشر عکسونو ته یې سپکاوی وکړ.

ولسمشر کرزي له دې کسانو سره تر پایه په صداقت انډیوالي تر سره کړه خو دده انډیوالانو آن دده د واک په پای کې هم خپله ناځواني وښودله او ټولې هغه نیکۍ یې هیرې کړې چې په تیرو دیارلسو کلونو کې یې ورسره کړې وې، هیله زموږ سیاستوالو له دې څخه ډیر څه زده کړې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *