تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ دوو کاندیدانو د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو د تفتیش په بهیر کې د شفافیت د رعایتېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

اشرف غني احمدزی او عبداله عبداله پرون ماښام په خپله کتنه کې د رایو د تفتیش په پروسه کې د شفافیت او په خپل منځ کې د موافقو د عملي کولو پر لارو چارو وږغېدل.

 په کابل کې د امریکا سفارت په ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دواړو کاندیدانو د رایو د تفتیش د پروسې پر چټکتیا ټینګار کړی او هیله یې ښودلې چې دا بهیر باید په بریالیتوب بشپړ شي.

 عبداله عبداله هم پر خپله ټویټر پاڼي لیکلي چې له اشرف غني احمدزي سره د لیدو پر مهال یې د رایو پر دقیق تفتیش  ټینګار کړی دی.

1 په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم او د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص استازي یان کوبیش ترمنځ موافقه د درو خواوو ترمنځ د مخکینۍ موافقې خلاف وبلله او هغه یې رد کړه.

د یکشنبې په ماښام عبدالله عبدالله وویل چې د ملګروملتو له خاص استازي سره په خبرو کې د رایو د تفتیش لپاره د ده له لوري په پنځو نورو وړاندیز شویو معیارونو کې له درو سره موافقه وشوه.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د رایو د تفتیش هغه معیارونه دوی ته د منلو دي چې مخکې دواړو کاندیدانو او ملګروملتو پرې موافقه کړې او د شنبې له ورځې څخه دوی د هغو پر اساس کار پیل کړی دی.

په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم ویندوی صدیق پتمن هم له ملګروملتو سره د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم موافقه رد کړه، ویې ویل چې که د عبدالله عبدالله اضافي وړاندیزونه منل کېږي د دوی ټیم هم نوي وړاندیزونه کوي او په دې ډول به دا بهیر پر له پسې ځنډېږي.

0 thoughts on “د انتخاباتو کمیسیون او د اشرف غني ټیم د م.م. او عبدالله ترمنځ موافقه رد کړه”
  1. دوستانو،وطنوالو ،او دملت محترمو غرو ؟
    دا تول جه مونز أورو او لؤلؤ دا ورانديزونه نه بلكه دا هغه بهاني او بشنهادونه دي جه د شفافيت د رأيو دتفتيش به مقابل كي صد، او خندونه رامنخ ته كوي.
    دا ملت يو خو ،محدودو مافيا ءي غرو به خبل قبضه كي نيولي او نه غواري جه ددوي دقبضي خخه دخلا صون لاره بيدا كري ،داجه دا مافيا ءي غري به هره دله كي أوسي د ملت أطباع با يد د دوي داعما لو به مقابل كي به قانوني اقدام لاس بوري تر خو ملت ته نجات وركري
    دملت أطباعو ددي دباره عبدالله ،عبدالله او داكتر اشرف غني ته راءي نه دي وركري جه دملت دسر تاج او زوريدو منبع وكرزي مونز راءي ددي دباره وركري تر خو ملت ته ددغي غميزي خخه جه به وطن كي روانه ده دنجات باي تكي كيزدي او ملت نور ددي بدبخيو خخه دحل لاره بيدا كري. ولي افسوس ،بيا هم افسوس واقعي خد متكاران داسي نه كوي لكه دوي جه روان كري خما هدف او يا دانتقاد كوته هغه جا ته متوجه ده جه دا سي شو مو بشنهادونه جه دهغي خخه دبي اتفاقي بوي راخي او ملت ته بد بختي راولي ده او وي به
    دخداي او دملت روي ومني نور ملت مه زوره وي بس دي دير وزوريده نور دزوريدو توان او قدرت نه لري ،دوطن أمنيتي قهرمانان ددي لاري دحل دباره خبلي ويني تو يؤي مكر تاسي هغه نا ديده كوري او خبلي جرجي كوي

  2. د افغانستان انتخابات دوه میاشتی مخکی تر سره شول او په هغه وخت کی د انتخاباتو د کمیسیونونو غړو خلکو ته لارښوونه وکړه چی څه باید وکړی او څه باید ونه کړی. اوس چی له دی عمل نه دوه میاشتی تیریږی دوی ته ورپه زړه شو چی کاشکی مو داسی کړی وای او یاداسی. دا به پدی معنی وی چی یو ښوونکی یا د پوهنتون استاد چی څومره معلومات او مطالعه لری او یا یی په درسی پروګرام کی راغلی وی ، خپلو زده کوونکو او محصلینو ته درس ورکړی او دهغه مطابق کالنی آزموینه له زده کوونکو نه واخلی . اما یو دوه میاشتی وروسته نوی ساینسی یا تجربوی حقایق را برسیره شی یا کوم نوی کیمیاوی عنصر کشف او یا کومه بله ساینسی وسیله اختراع شی چی پخوانیو ته د شک او یا بطلان په سترګه ګوری . دلته نو شاګرد او زده کوونکی ملامت نه دی. استاد هم د قانون په وړاندی مجرم نه دی. دا یو تاریخی حقیقت دی چی دوه میاشتی مخکی بل ډول شرایط وو او اوس نوی شرایط دی.
    که دوی ته د ملګرو ملتونو یا نورو هیوادونو مشاورین نوی معلومات ورکوی له هغوی نه به په راتلونکو ټولټاکنو کی ګټه واخلو اما دا تیر شوی انتخابات باید د پخوانیو معیارونو په اساس محاسبه شی.
    له بلی خوا زمونږ ټولنه له غربی ټولنی ډیر تفاوت لری . که څه هم انتخابات یوه غربی پدیده او لاسته راوړنه ده او مونږ کولای شو له هغی نه مثبته ګټه واخلو اما زمونږ د ټولنی شرایط تر غربی ډیر فرق لری، زمونږ خلک بیسواده دی . لا تراوسه په جګړه کی دخیل دی. او جنګسالاران او ټوپکیان لا تر اوسه د خلکو په اذهانو او سیاسی ، ټولنیزو اړخونو اغیزه لری. زمونږ ټولنه اسلامی ټولنه ده او نارینه او ښځینه رایی ورکوونکی لا نشی کولی یوځای یوه محل کی رایه ورکړی. له بلی خوا د ښځو بیسوادی او نه پوهیدل د دوی ګناه نه ده دا د افغانستان د ټولو خلکو شریکه ګناه ده نو که یو چا سمه رایه نه وی ورکړی ولی هغوی مواخذه شی یا یی رایی باطلی شی. له بلی خوا که د جنګ له امله د یو ولایت یا ولسوالی خلکو په ټولټاکنو کی برخه نه وی اخیستلی نو دا به پدی معنی نه وی چی هغوی ټول مړه دی او یا د هغوی قانونی حق باید تلف شی. دلته د دولت مسوولیت وو چی هغوی ته یی هم شرایط برابر کړی وای.
    په غربی ټولنو کی د ماشوم له پیدایښت سره د هغه نوم په دولتی اسنادو او دفاترو کی ثبتیږی او دولت پوهیږی چی څوک چیرته اوسیږی. څومره رایی کارتونه ورته چاپ او د رایی ورکولو محل ته یی ورلیږی. په ځینو هیوادونو کی رایه ورکول جبری دی او که څوک رایه ورنکړی جریمه کیږی.
    اما زمونږ ټولنه کی داسی شرایط ندی برابر نو مونږ ولی خپل ولس د غرب له نورمونو سره د نه مطابقت له امله محاکمه کړو. هره ورځ نوی شرطونه ورته راوباسو او د خلکو په سترګو کی خاوری واچوو، ترڅو نامشروع قدرت ترلاسه کړو او له دی مظلوم ولس نه نور هم د ژوند کولو حق تری واخلو. بریال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *