خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٥-١٤
کندهار، افغانستان- د کندهار-هرات پر لويه لار د پروت باغ پُل د ترميم چاري رسماً پيل سوې.
د باغ پُل د ترميم د چارو په مراسمو کي د کندهار د فوايد عامې رئيس انجنېر عبدالمحمد، د ولايت مقام تخنيکي او سکټوري رئيس عبدالحکيم حکيمي او د ساختماني شرکت مسوولينو ګډون کړى وو.
د فوايد عامې رئيس انجنېر عبدالمحمد وويل، باغ پُل د دغه رياست د ١٠.٢ ميليونه افغانيو په لګښت د درو مياشتو په اوږدو کي ترميميږي. نوموړي زياته کړه، د ياد پُل د ترميم چاري يو افغان خصوصي شرکت مخته وړي. د ده په خبره، دغه پُل چي ٦٠ کاله قدامت لري، ١٥٤ متره اوږدوالى، ٨ متره جګوالۍ او ١٠ متره بر لري. دى وايي، که د پل د ترميم چاري نه وای پيل سوي، ډېر ژر به نړېدلى واى.
د ولايت مقام تخنيکي او سکټوري رئيس عبدالحکيم حکيمي د يادو مراسمو پر مهال وويل، د پُل د ساختماني کار د څار لپاره يې ځانګړى هيئت ټاکلى، تر څو ساختماني چاري يې په ښه کيفيت ترسره سي. حکيمي زياته کړه چې د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په هلوځلو د روان کال په اوږدو کي د کندهار لپاره ګڼ شمېر پروژې منظوري سوې، چې يوه بېلګه يې د همدې پُل د ترميم پروژه ده.
د يادوني وړ ده چي د باغ پُل پر لار د ورځي په سلګونه واړه او باروړونکي موټر تګ راتګ کوي.