شپاړسم څپركى

په دره کې زموږ ددریمې ورځې د غرمې څخه لږ وړاندې، بک د هوايي ډگر له سېمې راغی او خبر یې راکړ چې د چورلکې لکۍ ته یې د راجسټر نمبر ورلیکلی دی. هغه خوښ و او له ما یې وغوښتل چې غرمې وروسته د چورلکې سره د انځور د اخيستلو په موخه ټول گروپ هوايي ډگر ته ویسو. د ریک په باور دا ښه نظر و، موږ د غرمې لږ وروسته هوايي ډگرته زموږ د افغان پیلوټ نصیر سره یو ځای د انځور د اخيستلو په موخه ورغلو.

هو، ښه نظر و او په راتلونکي کې به انځور ارزښتمن ثابت شي، خو دا ټول یو څه افراط ښكارېده. د راجسټر نمبر مې تر سترگو شو، په شنه شاليد باندې په غټو تور رنگه حروفو باندې (د سپټمبر د یوولسمې نېټې وروسته لومړنی گروپ. ژ) ۹-۱۱-۰۱ لیکل شوي و. مخ مې راواړه، گروپ ته مې وروکتل، د ټولو خوښ شوی و او موسكې و.

موږ د چورلکې د لکۍ لاندې په دوه لنډیو کتارونو کې راغونډ او په داسې وخت کې چې مو نصیر څلور یا پينځه انځورونه واخيستل، موسکا کوله.

دا دی موږ دلته یو، د سي ای اې افسران ؤ او په افغانستان کې د ۹/۱۱ څخه یوازې اوولس ورځې وروسته لومړني امرېكېیان و. زموږ په مخونو موسکا دا حقیقت چې موږ ټول په سیمه کې د شتون له امله خوښ و، ثابتوله.

دهغې ورځې په ماسپښین زموږ څارگره ډله هم ښه پرمخ روانه وه، په دې اړوند د کرېس او سټان د هڅو او د حافظ او ممتاز غوره همکاري د مننې وړ دي. وروستی یادو شویو کسانو(حافظ او ممتاز. ژ) د شمالي ټلوالې د ځواکونو په واسطه د ډېرو راغونډ شویو مالوماتو له جملې څخه د ښو او مهمو مالوماتو په را جلا کولو کې د یادونې وړ توان درلود.

د لومړیو کرښو په اوږدو د هغو نقطو څخه چې د شمالي ټلوالې لخوا ساتل كېدې، د طالبانو د مخابرو خبرې راټولیدلې، بیا یې په تفصیل سره لیکلې او بیا حجرې(استخبیاراتي ډلې ته. ژ) ته لیږل كېدلې. نوموړو ټكو د طالبانود ځواکونود جگړې د ډگر خوځښت څارنه او مشاهده هم رالیږله.

موږ هره ورځ د انساني منابعو څخه چې د طالبانو د موقیعتونو څخه تېرېدل، هم رپوټونه تر لاسه کول. دغه منابع خویا د طالبانو سرتېري و چې د شمالي ټلوالې لخوا خپل شوي و او یا خو هغه ملكې خلک و چې د شمالي ټلوالې د کرښو د ننه اوسېدل او د طالبانو د کرښوها خوا یې ملگري او کورنۍ غړي درلودل او د مالوماتو د راغونډولو لپاره یې د دښمن د کرښو څخه د تېرېدلو خطر پر ځان مانه.

کریس د حافظ او د شمالي ټلوالې د ځوان عمره افسرانو سره د کار د بهتر كېفیت او بشپړوالي په خاطر له نږدې کار کاوه. د یوې مياشتې په موده کې د سپټمبرد ۲۷ مې څخه د اكټوبر ۲۶مې پورې زموږ گروپ د څلور سوؤ څخه زیات څارگررپوټونه برابر کړل او زیات یې د گډې استخباراتي ډلې له برکته ترلاسه شول.

د نوموړو استخباراتي رپوټونو له برکته د امريكې پوځ د القاعده او د طالبانو موقیعتونه په ښه درستوالي سره ویشتلای او د بمبارۍ په سیمه کې یې زیات مالي زیان را کمولی شو. دا ټول یوه ښه لاسته راوړنه وه په ځانگړي ډول د هغو شرایطو لاندې چې موږ کار کاوه او د هغه دماغي فشار اود زیات خطر سره سره چې موږ ته هره ورځ متوجه وؤ.

کریس، سټان او د هغوی افغان همکاران باید په هغه څه باندې چې لاس ته یې راوړي و، زیات وياړ كاوه.

د مازدیگر پر مهال مو د انجينر عارف سره لنډه لیدنه وکړه اوهغه د کابل د لومړۍ کرښې څخه د جى، پى، اس د سروې د پيلولو لپاره د راتلونكي ورځ د ترتیباتو تصدیق وکړ. هغه وویل چې جنرال فهیم د گروپ په ډېر کوچنيوالي باندې ټینگار وکړ ، څو د امنیتي پېښو مخنیوی وشي. د شمالي ټلوالې لومړی کرښې د طالبانو کرښو ته دومره نږدې وې چې د دواړو خواؤ څخه خوځښت په سترگو لیدل كېده او دا یو جدي ستونزه وه.

وروسته خبر شو چې د ایران د انقلابې قول اردو د گارد IRGC دوه څارونکي د شمالي ټلوالې سره په لومړۍ کرښه باندې په دنده گومارل شوي و او فهیم له دې امله اندېښمن ؤ چې باید ایرانیان د امريكنيانو له شتون څخه خبر نه شي، لږ تر لږه د ماموریت په دغه پړاو کې خو باید خبر نه شي!

د جى، پى، اس د سروې لپاره سټان ښکاره انتخاب ؤ، هغه د جى، پى، اس ماهر ؤ او په تاشکند کې د انتظار پرمهال یې ټول گروپ د جى، پى، اس د کارولو لپاره روزلی ؤ. مېوري هم د سټان سره د کار كولو لپاره وټاکل شو هغه د SEAL(یو دول ځانگړی ځواک. ژ) د ځواک سره په کلونو ساحوي تجربه درلودله. ریک د گروپ رهبري په غاړه واخيسته، هغه هم په افریکا او بوزنیا کې د جى، پى، اس د کارولو ښه تجربه لرله. عارف وویل چې په دغه مهمه هڅه کې به جنرال بسم الله خان د ریک له گروپ سره شخصا کار وکړي. ممتاز به د گروپ سره یو ځای وي ، څو ژباړه ترسره کړي.

کریس د استاد سیاف سره مستقم مخابروي تماس نیولی ؤاو هغه زموږ سره لیدنې ته لېواله ؤ. عارف د دغه خبرپه اورېدلو خوښ نه ؤ خو ویې ویل چې هغه به حافظ او یو موټر چلوونكى زموږ د بدرگې لپاره په دنده وگوماري.

سیاف په یوه کلي کې چې گل بهار(د پسرلي گل) نومېده او د پنجشېر د درې څخه لږ وتلی او د شمالي په اوارو سیمو كې موقیعت لري، اوسېده.

دا هغه سړک ؤ چې د جى، پى، اس گروپ به هم پرې سفر کاوه خو هغوی د پنجشېر له درې څخه بهرد شمالي اوارو سیمو ته په رسېدلو سره ښی غاړې جبل سراج ته ور گرځېدل، دا هغه کلیواله سیمه وه چېرې چې د جنرال بسم الله خان قرارگا وه وه. راتلونکې ورځ د جى، پى، اس درې کسیزه گروپ د سپېدې چاود سره سم له کلا څخه روان شول. زما د شتون پرته گروپ دغه ماموریت د تگ اجازه ورکول راته اسان نه ؤ، خو زموږ گروپ هم کوچنی و او د گروپ هر غړي جلا ځواکمنتیا لرله.

په گروپ کې زه او کریس د خپلو افغاني کوربه گانو سره د سیاسي موضوعاتو د بحث لپاره بهترین کسان ؤ او زه او کریس د سیاف سره د لیدنې لپاره له دوی څخه یو ساعت وروسته له کلا ووتلو.

د درې د ښکتنۍ برخې ته د سفر لپاره د تیاری نیولو پر مهال پوه شوم چې موږ د سفر پر مهال د مسعود د قبر څخه هم تېریږو. ما له حافظ وغوښتل چې د مسعود له قبر سره ودرېږو ، څو موږ قوماندان ته خپل احترامات وړاندې کړو.

زما دغه غوښتنې حافظ یو څه حیران کړ، هغه ما ته د څو شېبو لپاره په غور سره راوکتل ، څو زما جدیت مالوم کړي، بیا موسكې شو او سر یې د هوکړې په ډول وښوراوه. په داسې حال کې چې موټروان د چمتووالي اشاره وکړه، حافظ وویل چې هغه د قوماندان یو کسټ لري چې دی ورته زیات غوږ نیسي.

موږ د جمپونو او له دوړو ډک سړک ته ورودانگل او د مسعود غږ په موټر کې انگازې پیل کړې. هغه په روڼ او درانه غږ په دري ژبه غږیده، داسې یو لړزونكې اهنگ سره چې اورېدونكې یې له ځان سره ساته.

حافظ شخ ناست ؤ(دومره شخ چې د جمپونو به اجازه ورکوله) او زه پوهېدم چې هغه په پخواني وخت او د مسعود سره یې د ځان انځور کاوه.

زموږ خت پت شوي جیپ له دې وړاندې ښې ورځې لیدلې وې، او اوس مهال په سختي کې ؤ. کله چې موږ د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلو موږ فکر کاوه چې د چورلکې د ډگرڅخه لنډ سفر له سختیو ډک و خو په هغه سهار د درې ښکتنۍ برخې ته پينځه دېرش میله اوږد او ظالم سفر په پرتله هیڅ هم نه ؤ.

سړک دقیقا په ټولو برخو د یوه نري لارې څخه زیات پراخوالی نه لري، د پخواني پاخه سړک حتی پاتې شونې هم نشته، اصلي سړک د زغره والو گاډو په واسطه مات، د بمونو، توپونو او درنو مځکني ماینونو په واسطه الوتی، د مځکې د ښوئېدلو له امله ړنگ او د شل کلنې بدبختۍ له امله ژوندی ورک شوی دی.

ستر غارونه زیات ځایونو کې به کندې په منطم ډول په سړک کې شتون درلود. سړک دومره وچ ؤ چې پر مخ یې پرتې دوړې نیږدې یواینچه ډبلې وې او د موټر خوا او شا به چورلېدې او تاوېدلې او څنگ ته د منظرې لیدل به یې بند او که زموږ په تعقیب کوم راروان وي، په ډاډ سره یې هغه ړوند کاوه.

سړک د پنجشېر د سیند په لوېدیځه غاړه تېرېده او د غونډیو هغه بیخ کې چې د درې لویدیځ دېوال یې جوړاوه، تېر شوی ؤ. په ځینو ځایونو کې ارتفاع د سیند برابره خو بیا په نورو ځایونو کې تر شپږ سوه فوټو پورې رسیږي، د سړک کتنه او څارنه نه كېږي پرته له څو زړو سپین ږیرواو د هغوی ځوان لمسیو څخه چې دسړک ترغاړې په سیورېو کې به د یوې مشخصې کندې سره جوخت ولاړ و.

کله به چې موټر نږدې شو نو دوی به یوه یا دوه بېلچې خاورې سوري ته ورواچولې بیا به یې بیلچه په لاس کې ونیوله، سر به یې په دې هیله چې موټروان به موټر دومره کرار کړي چې پکې شته مساپرین به ددوی د کار په مقابل کې ورواچوي، یو څه ټیټ کړ.

دسفر پر مهال مو سرونه د چت او یا د كړكيو سره لگېدل او گونډې به مو له ډاش بورډ او یا د وړاندیني سیټونو له شا سره لگېدلې. ځینې کندې خو به دومره لویې وې چې د لاستي هر څومره ټینگ نیولو سره سره به ټیټکۍ شخه او یا له دې بد تر خو د ملا تير شخ كېده.

له دې زیاته وارخطایي خو په هغه وخت کې چې مقابل لورې موټر سره به د سړک په نری او د سیند څخه په هسکه غاړه مخامخ شوؤ، وه. داسې ښكارېدله چې نا لیکل شوی شفر چې کوم موټر باید د غونډی لورې دېوال ته ودرېږي او مخامخ موټر ته د تېرېدلو ځای ورکړي، شتون درلود. زه په هغه وخت کې چې زموږ موټر د غره ډډې ته درېدلای نه خپه كېدلم، خو زیات وخت به زموږ موټروان د سړک بهرنۍ غاړې ته په داسې حال کې چې ټایرونه به یې په سلگونه فوټه هسک پاڼ څخه په یوه اینچه واټن کې ؤ درېده.

گرېنډ کانین(ژوره تړانگه چې د متحده ايالاتو په اریزونه ایالت کې موقیعت لري. ژ) ته په لومړي ځل په چكر باندې تلل ددغه خطرناکه سړک باندې د سفر سره پرتله كېدلی شي. موږ دغه دوه ساعته سفر چې ما ښه باور درلود چې د طالب دښمن په ډزو کې نه بلکې په ترافیكې حادثه کې به یا ټپي او یا خو وژل كېږي، پای ته ورسوه.

نږدې شل میله د درې په ښکتنی برخه کې د دواړو لوریو غونډی سره غزیږي او د سیند اوارې سیمې په یوه لوی V شکل باندې پراخېږي.

د سیند د کږلیچې په غېږ کې یو په زړه پورې کلی چې زموږ په وړاندې سیمه یې په شنو ونو پټوله، ؤ. د درې په لنډو د غونډیو یوه لړی د ښي لورې څخه گڅ لورې ته تلله او د کلي حدود یې ټاکل، خو زموږ سړک د غونډیو د مخکنۍ څنډې ته چې لومړی ښي او بیا گڅ لورې ته تاوېده، وه.

د قوماندان کسټ څو میله وړاندې پای ته رسېدلى و او حافظ تر دې مهاله چوپ ناست ؤ. هغه راوگرځېد او ویې ویل: وړاندې د غونډۍ په سرد قوماندان قبر موقیعت لري. د وروستي سیټ څخه موږ ورټیټ شوو، څو د شیشې څخه د غونډیو لړۍ ته ځیر ځیر وروگورو. د وروستنۍ غونډۍ سر باندې تازه رغنيز کار روان او د غونډۍ سر زیاته اواره سیمه یې را لاندې کړې وه.

د اوارې سیمې په یوې خوا باندې یو شمېر موټر ولاړ و او د شنه اسمان لاندې شنه بیرغونه رپېدل چې د شهید د قبر نښه وه. حافظ وویل چې د شهید په قبر باندې د کوچني څلي د جوړېدلو لپاره پلان روان ؤ او په نوموړې پروژه باندې کار ایله بیله اوس پیل شوی ؤ.

اوس مهال دا یو ساده قبر ؤ او خوا او شا سیمه یې د روان کار له امله چټله او ککړه وه. کله چې د غونډۍ سر ته ورسېدو او دوړې باد پاكې کړې، د کلي په سر او د درې په پورتنۍ برخه کې منظره بېخي زړه راښکونکې وه.

دا په دره کې د شنو ځایونو له ډلې څخه یو ؤ چې د غونډیو له لمنې څخه تر شا او خوا غونډیو سرونو پورې په ونو او وښو باندې شین ؤ.

د پنجشېر درې زیاته برخه ډبرینه، زیږه او شاړه ښکلا لري، خو دلته منظره نرمه، ارام بخښونکې او شنه وه.

د مسعود د وروستني ارام گاه لپاره بهترین ځای و. حافظ زه او کریس د خټو جوړ شوي ساختمان ته چې په سر یې کلک ترپل اچولی او د لرگیو په مټو یې درولی ؤ، وربدرگه کړلو.

یوه مستطیل شکل کوټې ته چې د لمر څخه په ترپال باندې پوښل شوې پلې لار ورغلې وه. د کوټې په منځ کې یو اوږد مستطیل ډوله د خاورو وړه غونډې وه چې واضحد مسعود قبر ؤ.

د قبر سیمې ته زموږ سره یو ځای لږ ترلږه شل افغانان چې زموږ د موټر د درېدلو په مهال په سیمه کې ؤ راغلل، ټول غلي ولاړ او موږ درېیو ته یې راکتل.

دا چې ټولو ځیر ځیر راکتل یو نا اشنا او عجیبه غوندې شېبه وه خو ما ورسره مقاومت وکړ او پر ځای مې په هغه یادونو او شېبو باندې فکر متمرکز کړ چې له مسعود سره مې تېرې کړې وې.

ما د خاورو ډمبوري(قبر) ته ورکتل او باور مې نه شو کولی چې یو څوک دومره زورور او ذیرک دې ددغه خاورو لاندې د همېشه لپاره پروت وي. ما د صلیب نښه جوړه کړله (د عیسویانو دعا. ژ) او د څو دقیقو لپاره مې چوپتیا غوره کړله. کله چې موږ د قبر څخه را تاو او د لمر وړانگو لاندې ودرېدو، ومې لیدل چې حافظ په ژړا دی او په خپلو غمبورو مې هم اوښکې احساس كړې.

پروفیسور سیاف هم د نېټې غلطوونكى دی(داسې یو څوک چې دوه شیان یا دوه پېښې همزمان وبولي، ولې په حقیقت کې همزمان نه وي. ژ) هغه د شوریانوپه ضد د جهاد پر مهال د مجاهدینو د اوو سترو سیاسي لیډرانو له ډلې څخه ؤ، هغه په کایرو کې د الاصغر له پوهنتون څخه فارغ او له دې امله چې د سعودې د وهابي سخت دريځه عقیدې سره یې نږدېوالی درلود، هغه د سعودي د شخصي منابعو څخه مالي ملاتړ ترلاسه کاوه.

د تعلیم دغه تركيب، مذهبي عقيدې او پیسو په لرلو سره هغه وتوانیده چې یو ځواکمن پوځ اوپیروان ترلاسه کړي.

د فیلپین مسلمانانو هغه ترهگره گروپ چې په کال ۲۰۰۲ کې یې درې امريكېیان یرغمل ونیول،د همدغه پروفیسور ددرنښت لپاره چې ما ورسره په نږدې شېبو کې د لومړي ځل لپاره وپېژندل، دده په نوم یانې ابو سیاف ونوماوه، د خونړۍ خپل منځي جگړې پر مهال د ۱۹۹۲- ۹۴پورې چې د افغانستان زیاته برخه یې ورانه کړله، سیاف خپل اغېزه او حیثیت له لاسه ورکړل او ورپسې کلونو پرمهال هغه د صحنې څخه جلا او څنډې ته ووت.

په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو د پاڅون له امله سیاف د مسعود له شمالي ټلوالې سره بیا یوځای شو. سره له دې چې د سیاسي معادلې هومره تکړه لوبغاړی نه ؤ، خو هغه بیا هم دوه زره جنگیالي وساتل او د هغه ځواکونو د شمالي ټلوالې لومړی کرښو موقیعتونه چې د کابل د ختیځ څخه د جلال اباد په لورې و، ساتل.

زه د سیاف سره دلیدنې لپاره لېواله وم ځکه چې هغه په کال ۱۹۹۰- ۹۲د سعودي سره د اړیکو له لارې په هغه وخت کې نسبتاً ناپېژندل شوي مجاهد اسامه بن لادن سره ملگرتیا کړې وه.

بن لادن لا له پخوا لوېديځ ته له قهره لېونی ؤ او په هغه وخت کې یې هغه سازمان چې وروسته بیا موږ د القاعده په نوم پېژانده جوړاوه، هغه یوازې یو سعودي شتمن سړی ؤ چې غوښتل یې د مجاهدینو له عملیاتو سره مالي مرسته وکړي. بن لادن هغه سړی ؤ چې پیسې یې ورکولې او جگړه یې له لیرې څنډو خوښېدله.

موږ پوهېدلو چې سیاف د متحده ايالاتو ملگری نه دی، د خلیج د جگړې پرمهال هغه د متحده ايالاتو سره په جوت او ښکاره مخالفت ډېر کلک ؤلاړ ؤ خو موږ هیله مند ؤ چې د سپټمبر د یوولسمې وروسته به هغه زموږ سره همکارۍ ته غاړه كېږدي.

د شمالي اوارو سیمو څخه لږ مخکې د پنجشېر دره په یوه تنگه خوله چې سل فوټه پراخوالى لري بدلېږي. په دغه ځای کې د درې ډډې تقریبا بېخي نېغې اود اوبو جریان د چټکتیا له امله د واورې په ډول سپین كېږي.

سړک یو موړ جوړوي، ناڅاپه له درې بهر كېږي او د شمالي اوارې سیمې د میلونو(كېلومټرو) په واټن پراخېږي. سړک بیا سره جلا كېږى، گڅ ښاخی یې د جبل السراج او چاریکارو په لورې او ښی لوری یې په همغه سهار زموږ منزل، د گل بهار کلي ته ورته.

د سیاف وړوکې کلا دومره ښکلې نه وه خو له موږ سره ستړې مشی گرم ؤ. تېره شپه کریس د مخابرې او بیا د سټلایټ ټليفون له لارې د سیاف او د هغه کسانو سره د لیدنې د دایرولو لپاره اړیکه نیولې وه.

موږ اصلي ودانۍ او بیا د لیدنو کتنو کوټې ته په بیړه سره ور بدرگه او هلته په چوكيو كېناستلو. د لنډ خو مناسب ځنډ وروسته سیاف راغی.

سیاف د پنځوس کلنی په خوا او شا کې ؤ، د سپینې او اوږدې ږیرې له امله هغه د ایران مرحوم حیات الله خامنیي سره ډېر مشابهت کوي. په انگلیسي ژبه پوره مهارت لري او داسې ښکاري چې ملاقات کوونکو سره په نوموړې ژبه خبرې کول ډېر خوښوي.

سره له دې چې سیاف د ترهگری، بن لادن او د القاعده په وړاندې په جگړه کې صحیح شور ماشور(تبصرې) وکړ، خو کله چې زموږ سره د همکارۍ د څرنگوالي پر مشخصاتو باندې ټینگار وشو هغه په څرگندونو کې تت او بې وعدې ښکاره شو.

هغه له موږ سره هوکړه وکړه ، څو د بن لادن د عرب جگپوړي ایمن الظواهري په نیولو کې مرسته وکړي خو کوم مشخص څه تر لاسه نشول.

هغه غوښتل چې موږ ته زیات لکچر(وینا) چې ولې باید متحده ايالات روم ته شړل شوي پخوانی افغان پاچا، ظاهرشا هېواد ته د راتگ څخه ملاتړ ونکړي، راکړي. ما سیاف ته وویل چې د امريكې د متحده ايالاتو په دولت کې د گوتو په شمېر چارواكې باور لري چې پخوانی پاچا د طالبانو وروستني افغانستان کې اوږد مهاله اغېزه لرلی شي خوپاچا ښايي د طالبانود ماتي سمدستي وروسته په ثبات رامنځ ته کولو کې یو څه مثبته اغېزه ولري.

د لیدنې د پای په شېبو کې ما ورته وویل چې غواړم چې سیاف سره یو څه مرسته وکړم ، څو د راتلونکې جگړې لپاره خپل ځواکونه چمتو او زموږ منگولو ته د القاعده د لیډرانو په لمسولو کې مرسته وکړي. ما له خپل وړوكې بکس څخه د سل زره بنډل راواخیست او د مېزپه ها خوا، سیاف ته مې وروسپارلې او هغه هم د طبیعي خوی په اساس بنډل ورواخېست.

د هغه پیسو د ورکړې په برعکس چې ما شمالي ټلوالې ته ورکړې وې، د دغه پیسو بنډل مې په اصلي سپین پلاستیک کې پرېښود، څو سیاف یې په خپله وویني!

سیاف د پيسو بنډل ورواخېست او یو څو شېبې یې په حیرانتیا سره وروکتل او په هغه څه چې یې په لاس کې نیولي ؤ، باور نشو کولی.

بیا یې سترگې سره پراخې شولې او د خپل چاق سیاسي مشاور په لورې وروگرځېده، هغه د پیسو بنډل داسې لکه گرم کچالو یې چې په لاس کې وي، د نوموړي سړي غېږي ته وروغورځاوه.

سیاف ما ته راوکتل، سترگې یې سره تنگې شولې او ویې ویل: دا لومړی ځل دی چې تراوسه له چا څخه مستقیماٌ پیسې اخلم. هغه سر وښوراوه، داسې لکه څوک چې غولېدلی وي، ما ته یې په توجه سره راکتل او په شونډو یې موسکا خواره وه.

موږ پاڅېدو او د متحده ايالاتو سره د مرستې له امله مې له هغه څخه مننه وکړه او لاسونه مو سره ورکړل، کریس د هغه له سیاسي مشاور سره د یوې دقیقې لپاره پاتې شو، څو په راتلونكي کې د اړیکو نیولو ترتیبات ورسره وڅېړي او له هغې وروسته مو کلا ته د راگرځېدلو دوه ساعته سفر پیل کړ. له دردونكې سفر سره سره مې په لاره له ځان سره تكراراً وخندل!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *