د انسان د مغز د هابنولا برخه له موږ سره مرسته کوي چې د خطرناکو پيښو مخکې تر مخکې خبرداری راکړی او دغه حالت وسنجوي .

پوهان وايي، د انسان د مغزدغه برخه د يوه نخود په اندازه ده او هغه مسوليت لري څو هغه غريزه په کار واچوي چې انسان احساس وکړي کومه بده پيښه راتلونکې ده.

څيړونکوددې څيړنې جزيات دبريتانيا دعلومو اکاډمي په مجله کې خپاره کړي دي ،پدې مطلب کې راغلي ،چې دمغزو دغه وړه برخه (هابنولا) په يادونه ،دپيښو په غبرګون او وړاندوينه کې مهم رول لري.

هغوی په دې عقيده دي احمال لري ،چې دانسان دمغز دغه برخه ممکن له فعاليته وړاندې دمنفي ګرايي او بدبيني لامل وي ،چې معمولا له زړه تنګوالي سره ملګری دی .

هغوی اوس هم ددې برخې په رول باندې څيړنې کوي ،چې لا مل ېې زړه تنګوالی دی

هغه څيړنې ،چې په حيواناتو باندې تر سره شوي ښي ،چې کله حيوانات ديوې ناپيښې شوې پيښې په انتظار وي او دغه حالت تجربه کوي دهغوی دمغزو دهانبولا برخه په چټکۍ سره فعاليږي .اما دانسان دمغز ددې تغيراتو ليدل ،چې د دريو ميلي مترو په اندازه دی دډاکترانو دعکس اخيستې وسايلو لپاره ډيره ستونزمنه ده.

دلندن پوهنتون څيړونکو ديوې ځانګړې لارې په اختراع سره د ۲۳ تنو داوطلبو کسانو ماغزه دتصوير اخيستنې دام آر آی کامرې په وسيله تر څيړنې ونيول او ددې داوطلبانو ته دبريښنا شاټونه ورکول او شکنجه کولو په وخت کې دهانبولا برخه فعاله او کله ،چې دې واوطلبانو ته نقدې پيسې او جايزه ورکول کيده داهانبولابرخه غير فعاله وه .

څيړونکو ددې تصويرونو له ډلې څخه دمجازاتو او مکافاتو په وخت کې يو ځای عکس العمل ښوده ولې يو ددوی څخه ېې يو شمير په نامظم ډول عکس العمل ښوده،سره ددې ،چې داوطلبان په دې نه پوهيدل ،چې له تصوير وروسته به ددوی غبرګون څه ډول وي

کله چې دې خلکو ته دبرښنا شاټ ورکول کيده نو ددوی دمغزو دهانبولا برخه به په فعاليت پيل کاوه او هرڅومره ،چې دغه شاټونه او يانوره سزا ورکونه زياتيده په هماغه اندازه به دهانبولا دبخرې فعاليت زياتيده.

څيړونکي په دې عقيده دې ،چې دهانبولا برخه له مونږ سره مرسته کوي ،چې دخپلو پخوانيو تجربو څخه زدکړه وکړو او کله ،چې احتمالي پيښو سره مخامخ کيږو له هغې څخه ځان وساتواو په عين حال کې مونږ ته دا رايادوي ،چې يوه راتلونکې پيښه تر څومره حده پورې زيان رسونکې ده.

0 thoughts on “د انسان مغز د بدو پيښو وړاندوينه کولای شي/ ژ: ساحل منګل”
  1. مننه ډیره ښایسته لیکنه ده، دا هانبولا په انګلیسی ولیکی او یا هم لږ نور معلومات په دی برخه کی راکړی . مننه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *