تاند- پاریس د اروپايي هیواد فرانسې پلازمېنه او د نړۍ د هنر، معمارۍ، ادبیاتو، فلسفې او تمدن زانګو ده.
د نړۍ په هر مهم ښار کې سین بهیږي. په پاریس کې (Seine) بهېږي چې فرانسویان یې (La Seine) بولي.
دغه ښار ۲۲۴۹۹۷۵ نفوس لري خو که د ښار شاوخوا حساب شي د پاریس نفوس تر ۱۲ ملیونو اوړي.
پاریس په نړۍ کې یو له هغو ښارونو څخه دی چې ناخالص کورنی تولید یې خورا زیات دی(۸۴۵ ملیارد ډالر)
دا ښار د سیلانیانو ډېر خوښ دی. په ۲۰۱۳- ۲۰۱۴ میلادي کال د ګرځندویانو د شمېر له نظره یې په نړۍ کې له لندن او بنکاک وروسته درېم ځای درلود. هره شپه پاریس پنخلس ملیونه ۵۷ زره بهرني مېلمانه لري.
پاریس د نړۍ د ۳۰ نړیوالو موسسو او ټولنو، لکه یونسکو او د ۵۰۰ نړیوالو کمپنیو مرکز دی.
د لرغوني تاریخ د لرلو په خاطر پاریس ګڼ موزیمونه لري چې تر ټولو مهم یې لوور (Louvre ) دی. دغه راز د پاریس د ایفل برج په نړۍ کې زیات نوم لري.
د پاریس ښار مشهور واټ شانزې لیزې نومېږي چې د ښار په زړه کې دی.
په دوهمه ویدیو (لاندې) کې وار د واره ایفل برج، شانزې لېزې او د لوور موزیم مخه وینئ. . د موزیم مخته شیشه يي خیمه ده.