بایزید روښان د پښتو مسجع نثر بنسټګر
د پښتو مسجع نثر بنسټګر بایزید روښان دی چې په (۹۳۲هـ ) کې د پنجاب په جالندهر کې دې نړۍ ته سترګې وغوړولې (۲: ۲۴۱ مخ).
بایزید روښان په داسې شرایطو کې پیدا شو چې په هند کې د لودیانو واکمني له منځه تلو په حال کې وه او هندي مغلو د پښتو د ایلولو له پاره ډول ـ ډول دسېسې جوړولې او د دوی ظلمونه په پښتونخوا کې روان و او په همدې وخت کې پښتنو سیاسي واک له لاسه ورکړی و او د حکومت او د سیاسي قوت کوم مرکز موجود نه و چې د مغلو سره مبارزه پیل کړي. په همداسې چاپېریال کې بایزید لویده د مغلو پر وړاندې د ده په زړه کې د نفرت زړي شنه شول.
د پیر بایزید پلار قاضي عابدالله نومېده او نېکه یې محمد نومېږي او مور یې امینه(بیبڼ) ده چې د استاد حبیبي په وینا دغه کورنۍ علمپاله کورنۍ وه (۲: ۲۴۱ مخ) او ارواښاد ډاکټر زیورالدین زیور د حالنامې له مخې د ده مور امنه اود امنه پلار ابابکر ښودلی دی. (۱۴: ۱۸ مخ) بایزید په وړکوالی کې د خپل تره شیخ خداداد او خپلې مور
تجربو ثابته کړې چې د ژوند ځینې ناخوالې او سخت شرایطو د یو شمېر انسانانو همت نور هم لوړ کړی او د ماتې پر ځای یې د بري درسونه له خپلو ستونزو څخه اخیستي دي او په همدې ځانګړنې سر ه د تاریخ یوه څېره ترې جوړیږي بایزید انصاري هم د تاریخ همداسې یوه څېره ده چې له وړکوالي نه له ډېرو ستونزو سره مخ شوی ځکه د ده پلار (قاضي عبدالله) بله ښځه کړې وه او د هغې ښځې یو زوی یعقوب په نوم یادیده او د بایزید مور د قاضي عبدالله له خوا نه طلاقه شوې وه.
بایزید له کورنیو اختلافاتو سره ـ سره د هغه وخت زده کړې تر سره کړې او په همدې وخت کې د پښتونخوا او د نني افغانستان په شاو خوا کې د تصوف بېلابېلې طریقې موجودې وې د پیر او مریدانو ترانې ګرمې وې. د پوهاند ډاکټر زیور د څېړنو له مخې نو بایزید له وړکوالي نه د تصوف سره مینه پیدا شوه (۱۰: ۱۹مخ).
بایزید روښان خپلې زده کړې له خپل پلار، ملا پاینده او ملا سلیمان کالنجري څخه کړي دي (۲: ۲۴۱ مخ).
بایزید روښان د پیروښان او بایزید انصاري په نومونو هم یادېږي چې نیکه (محمد) یې د میامسکین په نوم هم یادوه او مخالفین یې د پیر تاریک په نوم یادوي. نوموړی د تصوف د لارې په لټه کې د خپل تره زوی خواجه اسمعیل مرید شو او بایزید به هر وخت د خپل پلار او میرني ورور (یعقوب) سره دعوه کوله چې تاسو په خپلو دندو کې رشوت اخلۍ چې په دې خبرو سره د دوی کورنی اختلافات نور هم زیات شو چې اخر د پلار له خوا زخمي شو.
بایزید په پنجاب کې د یو لودي پښتانه لور(بي بي شمسو) سره واده وکړ چې د همدې مېرمنې اولاده د بایزید نه وروسته هم د بایزید د هدف په لاره کې قرباني شول.
بایزید په خپل عرفاني سلوک کې د تصوف څو مقامونه ترلاسه کړي وو چې د تبلیغ او د نفس د تزکیه په اړه یې لومړي بیانونه په کاڼي ګرم کې پیل کړل چې په سر کې د سختو مخالفتونو سره مخ شوی دی، خو د پښتون قوم د ازادۍ او خپلواکۍ له پاره یې خپلې مټې را ونغاړلې او د تصوف تر سیوري لاندې یې د پښتنو د ازادي او مغلو پر وړاندې د مبارزې ګامونه واخیستل چې د همدې لارې په موخه یې هم قلم واخیست او هم یې توره له تیکې را وایسته. د ده ادبي فعالیتونه زمونږ د څېړنې موضوع ده نه توره، مېړانه او جګړه.
کله چې بایزید روښان د یو شمېر سیمو سیاستوالو او واکمنانو ته خپلې لارښوونې او نظریو په وړاندې کولو لاس پورې کړ د صراط التوحید په نوم یې یوه رساله ولیکله او د کتاب محتوا د ده نظریات دي (۲: ۲۴۶ مخ).
پیر روښان د مغلو د مبارزو په سلسله کې د توراغه په جګړه کې جل وواهه د ۵۶ کلو په عمر په (۹۸۷هـ) وفات شو او د استاد حبیبي په وینا کېدای شي چې په وزیرستان کې خاورو ته سپارل شوی وي.
د پیر روښان څخه شپږ زامن (شیخ عمر، نورالدین، خیرالدین، کمال الدین، دولت شیخ، جلال الدین) پاتې شول وروسته د بایزید لمسیانو او د کورنۍ پاتې کسانو هم د مخالفینو سره مبارزه کوله د دې تر څنګ یې د ادب لمن هم ونېوله چې له بایزید څخه یو شمېر ادبي اثار را پاتې دي او د ده ډېر مریدانو هم د قلم او ادب مینه وال و چې ځینې مریدان یې هم ادبي اثار لري.
د بایزید روښان هغه اثار چې معلوم دي په لاندې ډول دي:
۱ – خیر البیان: خیرالبیان د بایزید په وینا یو الهامي کتاب دی او د ده په اثرونو کې ځانګړی شهرت لري چې بایزید په څلورو ژبو (عربي، فارسي، پښتو او اردو) باندې لیکلی. په خیرالبیان کې سجعه کارول شوې ده چې وروسته به پرې بحث وکړو.
۲ ـ مقصود المومنین : د بایزید دغه اثر موضوعات دیني او شرعي دي ژبه یې عربي ده دا کتاب ټول ۲۱ عنوانونه لري چې بایزید د طریقې اته مقامونه ( شریعت، حقیقت، معرفت، قربت، وصلت، وحدت، سکونت) په کې ذکر شوي دي.
۳ ـ صراط التوحید: د دې کتاب ژبه فارسي ده او په ۹۷۸ هـ کې لیکل شوی. په کتاب کې د خپل ژوندانه پېښې د کامل پیر لټون موضوعات او یو شمېر نصیحتونه هم لري (۳: ۲۴۷ مخ) . د ډاکټر زیور په وینا دغه اثر بایزید له خوا اکبر پادشاه ته لیکل شوی و چې ۱۱۶ مخه لري په عربي او پارسي لیکل شوی (۱۴: ۴۴ مخ).
فخرالطالبین: دا کتاب پیر بایزید د خپلې تصوفي طریقې د پراخېدو په موخه دولتي چارواکو ته پیغامونه د کتاب په بڼه واستول چې دغه اثر هم د بدخشان حکمران ته استولی و . دا کتاب تر اوسه د ادبپوهانو لاس ته نه دی ورغلی، خو د دې کتاب یادونه د حالنامې لیکوال کړې ده .
۵ ـ د پښتو رسم الخط: استاد حبیبي په خپل اثر (د افغانستان لنډ تاریخ) کې لیکلي چې بایزید د پښتو ژبې له پاره یو لیکدود هم جوړ کړی چې د پښتو ژبې ځانګړي غږونه یې په خاصو جولو کې ښودلي دي (۳: ۲۴۸ مخ)او ځينې کسان وايي چې بایزید د پښتو رسم الخط یوه رساله هم لیکلې، څرک یې نشته او یو شمېر ادبپوهان د دې نظرې خلاف دي ( ۱۴: ۴۶ مخ).
۶ ـ حالنامه : ځینې ادبپوهان حالنامه د بایزید د اثارو په کتار کې معرفي کړې چې موضوعات یې د پیر روښان د ژوند له پېښو څخه بحث کوي او دوباره د علي محمد مخلص له خوا ترتیب شوې او بایزید د کورنیو د نورو غړو احوال یې هم په کې ثبت کړی دی، د استاد غضنفر په وینا حالنامه د بایزید اثر نه دی.
یو شمېر ادب څېړونکي وايي چې د بایزید د پورتنیو اثارو پرته نور کتابونه او لیکنې هم لري، خو تر اوسه د ادب په ډګر کې نه دي ښکاره شوي.