د ارزاني خویشکي نثري اثار بېلګې او ځانګړنې
د پیر روښان په سیاسي او ادبي نهضت کې ارزاني خویشکی د ځانګړي مقام خاوند دی چې نوموړي د بایزید د نظریاتو د خپراوي له پاره هر اړخیزه ستونزې ګاللي او په پښتو ادب کې د لومړنیو هغه شاعرانو په سر کې راځي چې د بشپړ دیوان خاوند دی.
د ارزاني د پیدا کېدو نیټه په دقیقه توګه مالومه نه ده، خو د پنجاب په قصور ښار کې اوسېده.(۱۴: ۵۳مخ) داسې معلومیږي چې ارزاني د لسمې پېړي په اواخرو او د یولسمې پېړۍ په لمړنیو وختونو کې یې ژوند کړی دی. ارزاني د خپل وخت زده کړې په هندوستان کې تر سره کړي دي او په قوم خویشکی دی چې د ده دوه ورونه(ملاعلي او ملاعمر) هم د ده سره د بایزید د لارې ملتیاه وکړه.
د ارزاني د لیاقت او استعداد په اړه یو شمېر بهرنیو او د پښتو تکړه شاعرانو او لیکوالو ډول ـ ډول نظرونه وړاندې کړي او د ټولو له خوا ستایل شوی او د کلاسیک عصر د چمن داسې یو بلبل دی چې ډول ـ ډول ترانې له خولې څخه را ویستلي دي. ده د شاعرۍ تر څنګ د پښتو ښه نثر لیکلی چې د بایزید د خیرالبیان په سبک یې نه دی لیکلی بلکې روان نثر دی.
ارزاني د خپل عصر سر لاری نثر لیکونکی دی چې د مسجع نثر پر ځای یې روان نثر ته تمایل ښکاره کړ چې د ده د نظم کلیاتو سره یو ځای د نثرونو رساله هم لری چې تر ټولو د مخه استاد حبیبي د دغې رسالې نه یادښتونه اخیستي وروسته استاد حبیب الله رفیع او زلمي هېوادمل پرې څېړنې او مقالې لیکلي دي.
اوسمهال د پښتو د تاریخي او تنقیدي جایزې اثر له مخې د پېښور اکاډمي په کتابخانه کې شته. د همدې اثر د معلوماتو په اساس د ارزاني د منظوم کلام په پای کې په ۲۴ مخونو باندې نثر لیکلای چې لومړی په کې پنځه ارکانونه وړاندې شوي بیا یې د عباداتو او عقیدې لارښوونې کړي دي او په اخر کې اته مقامونه تشریح شوی دي، خو سرمحقق زلمی هېوادمل زیاتوي: (( د ارزاني د دیوان هغه خطي نسخه چې په ۹۳۷ نومره د پېښور اکیډمي په خطي مسجوعه کې خوندي ده،د دې نسخې په پای کې د ارزاني منثوره پښتو رساله هم شته، چې ټول مخونه ۲۲ لري. رساله چې په کومه بڼه ما لېدلې ده د پیل او پای دواړو اړخونه ناقصه بریښي )) ( ۲۳: ۲۹۴ مخ).
د ارزاني د نثر رساله هم د هغه د دیوان په پای کې چاپ شوې ده، دیوان او دا رساله مهجور خویشکي تصحیح کړې ده.
ارزاني خویشکی یو شمېر اثار هم لري چې د ارزاني دیوان او چهارما په نوم چې کوم اثار دي دا معلوم دی خو د ارزاني بې نومه مجموعه، د حضرت رسول خوب، د ارزاني نثر، ارزاني مګویات او مراة المحقیقین د ارزاني هغه اثار دي چې تش نومونه یې را پاتې دي اما خپله اثار تر اوسه د اب څېړونکو لاس ته نه دي ورغلي (۱۴: ۶۳ مخ).
نثري بېلګې :
(( … د خاورو ژوندون په خاورو دی، ځکه چې وږي شي خواړه ورکړي د خوړو اصل او د خاورې اصل هم سره یو دی ترو زمکه هم ځان ګڼه او هر چې له زمکې وزیږي هغه هم ځان ګڼه ترو یو تک باد دی ترو د باد د دم اصل ه سره یو دی که دم ونیسي ترو کالبوت پرې هیر شي او که دم ور د پریږ دي د کالبوت ژوندون پیدا شي، ترو د دم او باد اصل هم سره یو دی ترو باد هم ځان ګڼه او چې په باد ژوندی وي هغه هم ځان ګڼه ترو پیو دریاب تر اووه اسمان په و ړته یې هم حد مونده نه شي او تر اووه زمکې کښت هم حد مونده نه شي تر واړه دریاب ځان ګڼه ترو یو توک اور دی په تا کې تا و دی ترو پر تاو چې سړ دي غالب شي کالبوت و اورته نژدې کړه چې تاو درې شي او د هغه اور تاو په ځان کې چې دی هغه تاو قوت به زیات شي او که دې تاو له ځان ووځي هیڅ تاو درپاتې نه شي کالبوت به ویران شي ترو د تاو او د اور د تاو اصل هم یو دی او هر چې پرې پخېږي او چې پرې رغیږي هغه هم خپل ځان ګڼه ځکه چې یې سره یو دي تر و چې د تا د ځان نو دی او هر چې په جهان ک څه نو دی خپل اصل یې ګڼه ترو تا د کالبوت خاورې زمکه سره یو اصل دی…))
(۸: ۱۰۷۶مخ).
(( ترو دې طالب غسل وکا، ترو چې او به پر ځان اچوي هسې دې وايي: ای خالقه! لکه مې تن په اوبو پاک شه زړه مې د تا په یاد پاک کا چې طالب غسل و کاندي په زنګون دې کښیني او دواړه لاس دې پر زنګانه کښېږي او ودې الهم ولولي چې له ګناه خلاص شي.
دویم کلمه شهادت دې ولولې … بیا دې دا ولولي امنت با الل
ه .. ترو د خلیفه لاس دې و نیسي په دواړه لاسونو او دې د طالب نوم زده کا. ترو خلیفه دې هم هسې ووایي …
دا لاس د میان لاس دې، طالب دې هم هسې و وايي او پیر مې میان دی، ترو توبه مې وکړه واړو بدو او طالب دې هم هسې وو ايي، ترو دې خلیفه مبارکي ور ته و کا …)) (8: ۱۰۶۶مخ).
تحلیلي کتنه:
د ارزاني په وخت کې د ده پیر(بایزید روښان) د مسجع نثر بنسټ ایښی و. د انثر د ارزاني ملګرو او د پیر بایزید مخالفینو هم وپاله، خوده د مسجع نثر پر ځای د روان او سلیس نثر رامنځته کړ.
د جملو د جوړښت له پلوه کړکېچن او غیر مرتب ترکیبونه هم نه لري، بلکې هره جمله یې په فني لحاظ ښه جوړښت لر ي. د ارزاني د نثر په متن کې ایاتونو، حدیثونو او عربي معقولو ژباړې هم شته دي او موضع یې تصوفي رنګ هم لري خو د ارزاني نثر هم د لفظ او معنا په لحاظ غوره نثر لیدل ګڼل کېږي او په متن کې ژباړې هم په معیاري ډول شوي چې د ده د لیکنې سره دومره فرق نه لري.
د ارزاني د نثر ځانګړنې:
۱ ـ د موضوع په لحاظ د ارزاني نثر د بایزید د تصوفي لارې ته وقف شوی.
۲ ـ خلک د خدای د معرفت په لوري را بولي او هم د عبادت ډولونه روښانه کوي.
۳ ـ یو شمېر عرفاني لارښونې لري چې مرید څوک دی او د پیر کامل اداب څه ډول کېږي.
۴ – په مجموع کې دا رساله د تصوف ښوونیز او روزنیز اړخ لري.
۵ ـ د لفظ له مخې د خیرالبیان په نسبت د سجعې څخه کار نه دی اخیستل شوی.
۶ـ په نثر کې عربي او تصوفي کلمې موجودې دي او د خیرالبیان په پرتله لنډې جملې لري.
۷ ـ د ارزاني په نثر کې د وزن څخه ډډه شوې او له بایزید نه وروسته لومړنی لیکوال معلومېږي چې په نثر کې روان والي ته مخه کړه.
۸ ـ د ښاغلي سرمحقق زلمي هېوادمل په وینا د ده په نثرونو کې که یو څه دروندوالی او سختي شته دا دروندوالی د هغه وخت په پښتو کې د ځینو ټکیو د استعمال له پلوه دی (۲۳: ۲۱۸ مخ).