خوشال خان خټک

د دستار نامې د نثر بیلګې:

د دستار نامې نثر د پیل پرګراف او نمونه په لاندې ډول ده.

((خبر شه چې دستار په سرکول د ښېوې او د نمای د پاره نه دي. دستار د مرد شرم او عزت دی، تمامي شرم د مرد په دستار کې دی. هر چې په حکم د حدیث د دستار په باب ما څه لیدلي دي هغه به در ته هم ووایم. ولې په عرف په عادت کې هم نظر وکړه چې هر کله چې بادشاه یا امیر په ابتدا په تخت یا په مسند د لویی کیني د بادشاه په سر تاج د امیر په سر د ستار کېښود شي هر چه قابل او لایق دی د کار په هغه پسنده په ناقابل پسنده نه شي …

په اتفاق دستار د هغه په سر کېږدي، هغه اطاعت اختیار کا، د دستار شرم په دواړو لوریه لازم شي اول په هغو چې دستار د هغه شخص په سر کېښږدی، بیا په هغه چې دستار د لویی په سر کا د بل په ځای کیښنی، که قابل وي ثنا تعریف یې شي که نا قابل وي پورې ریشخند کېږي ـ پس د دستار کار سهل او اسان نه دي))(۵:۲ مخ).

مخکې مو وویل چې په د ستار نامه کې شل هنرونه او شل خصلتونه وړاندې شوي، د شعر په اړه چې کوم هنر وړاندې شوی هغه رانقلو: (( څلورم هنر د شعر د نظم – دا هنر چې د شعر د نظم دی هم داخل د کسب کمال دی امامشتق دی له شعوره، چې جبلي طبیعت د شعر لري شعر د هغه دی. فنونه صنعتونه یې په کسب حاصلیږي که ډېر تحصیل د علم و کا، صنایع بدایع د شعر زده کا، چې طبیعت د شعر جبلي نه لري خبره به نظم نه کا، د شعر هم جبلي طبیعت بویه هم یې علم د صنایع بدایع بویه، چې واړه زده کا، سوای تر دا نمک شیریني د شعر تعلق په درد په محبت لري، چې پختګي یې په استعمال، در اصل شعر په لغت کې کلام منظوم و ته وايي، دواړه مصراع د بیت په تول تللي، په حروفونو سره سمی، عروض قافیه سره جوړ- په دا کې هر چې وي که قصیده وي، که غزل که رباعي، که قطعه ده که مخمس، که مسدس، په ډېرو چې شعر وایي شي. قصیده هغه چې تر څوارلس بیت زیات تر شل تېر ، هر چې په کې وايي پند یا نصیحت، یا مدح ذم راوړي. غزل تر پنځه بیت ور په هسې تر څوارلس پورې، هر چې وي په کې تعریف د معشوقې د خط و خال د ګل، د ګلزار، درد، فراق سوزو ګداز له دې حاله چې په کې وایه شي.

قطعه مطلع نه لرري په دا قطعه بلله شي، که دوه بیته که اوه اته لس شل هر چې وي ، رباعي هغه چې دوه بیته وي. مخمس پنځه مصرعې مسدس شپږ، بیا تر جیع بند ترکیب بند ډېر طرز لري، چې متقد مینو د شعرر قرار ورکړی دیږ

که اوس د طبیعت او د فضیلت په قوت څوک خپل تصرف په کې کا، هم ځای لري. دو سو تېر سو صنعت لري. ابتدا د شعر د هنر د افلاطون حکیم نه شوې ده. د شعر پایه لویه ده د حکمت سره یاد شوی دی، پیغامبرانو ویلي دي، د پیغمبر اصحابو ویلي دي، د امیر المومنین علی کرم الله وجهه تمام دیوان د شعر په عربی ژبه شته. هغه چې وايي چې محمد (ص) طبیعت د شعر ګویې نه و. هغه نه پوهیږي چې دا هسې وايي. که داهسې وي نقصان لازم کېږي. نقصان د رسالت پناه په کامل وجود روا نه دی. تمام کمال په جمیع مخلوفات کې د یو د ده د ذات حاصل و. عقل کل هم یوازې د ده نصیب شوی دی. تر ازله تر ابده پیغمبران اولیا هر څوک چې دی که د دیو واړو پوهه عقل ټول شي د ده تر پوهې تر عقل نه رسیږي.

تر و د شعر څه کار دی چې د ده به نه و، تر هر چا نه دا حال د ده زیات و. اما ژبه یې پرې نه الوده کوله په څو سببه، یو سبب دا دی چې مشر کانو کافرانو به تهمت د شاعري پرې کاوه.

هر ګاه چې د شعر په نه ویل ګمانونه پرې کېدل، چې د قران ایاتونه به پرې راغلل مشرکانو به ویل چې دا شاعري کا، که شعر یې ویلی لا به یې ګمان پر زیات شه. بل دی مامور په دعوت د خلایق و منتظر د وحې و، التفات یې په امثال د دیو کارونو نه و. بي بي عایشه (رض) په دا کار کې ماهره وه، ډېرې قصیدې یادوې، څو زره بیتونه یې یاد وه، ګاه – ګاه به یې حضرت ته ویل، حضرت به ورته موسیده. اعشی شاعر د سرور په خدمت حاضر و، د شعر مذاکره په تمام قریش کې مورثي وه. د شعر کار عظیم دی.

…   د شعر طبیعت په مثال د توند باد دی، لویې ونې طاقت لري چې ورته ودریږي او که نه چې بنیاد محکم نه لري، هغه ونې له ویخه و لوړوي. قوت د علم بویه چې ویخ یې پرې او که نه بې آفت مضرت به پاتې نه شي، چې بې علم شعر وايي څو نقصان لري.

اول خو به یې درست و نه وايي، د شعر د عیب جاسوسان ډېر دي، ځان به د خندا کا.

بل دا چې که فقط د شعر صنایع بدایع، د عروض علم زده کا قوت یې د نور علم نه وي خطا به ور ځنې واقع شي، ایمان به بای کا. بل دا چې د شعر مستي ډېره ده چې تاب یې د مستۍ د علم په زور رانه وړی مخبط به شي که له دې واړو کارونو تېر کمال یې حاصل، هغه سړی که شعر وايي هغه علم حکمت فضیلت دی، و هغه و ته که رخصت نه دی هم رخصت دی)) ( ۵: ۲۲- ۲۵ مخونه).

تحلیلي کتنه:

زمونږ په لرغوني ادب کې متکلف نثرونه شته دي، د منځنۍ دورې په لومړي پړاو کې د پښتو د ادب مشهور اثار هم په مسجع نثر لیکل شوي خو خوشال   یو داسې ساده نثر رامنځته کړ چې هم په لفظي او معنوي لحاظ په پښتو ادب کې جوګه نه درلوده.

د دستارنامې نثر په یوه علمي موضوع لیکل شوي ځنې پردیو ژبو کلمات به هم لري خو نثر یې د جوړښت له پلوه ښه دی خوشال په خپل نثر کې د ظاهري ښکلا پرنسبت پیغام ته هم ترجیع ورکړې یعنې د ده نثر هم ګلکارۍ لري او هم په اسانه توګه پیغام لېږدوي.

د دستارنامې جملې د خپل جوړښت په اندازه پیغام لري او د جملو د جوړښت توکې یې هم به خپل ځای استعمال شوي او په معنوي لحاظ دغه نثر هم لوړ ارزښت لري چې د همدې اثر د موضوعاتو په څېر د ټولنې په یو شمیر مسایلو اوسني پوهان کار کوي.

د دستار نامې د نثر ځانګړنې:

۱ – د دستار نامې نثر ساده او روان دی . د ظاهري ښایئست تر څنګ د مسجع نثر په نسبت لوستونکي ترې ډېر ښه او ژر مفهوم اخلي.

۲ – د دستار نامې په متن کې د پارسي او عربي ژبو کلمات کارول شوی دي خو په متن کې یې ډېر کړکیچ نه دی رامنځته کړی.

۳ – په دې نثر کې د اږدو جملو څخه ډډه شوې ده او داسې جوړښت نه لري چې پیغام په کمو او زیاتو کلمو کې وړاندې کړي.

۴ – د موضوع په لحاظ دستار نامه یو نړیوال ارزښت لري چې د خوشال د فکر ژور اړخونه یې روښانه کړی دي.

۵ – خوشال د یوې سالمې ټولنې د ودې او پر مختګ په موخه وګړو ته ښوونه کوي چې د خپل نظر د منلو په موخه په دستار نامه کې ځینې کیسې، معقولې، اشعار او حدیثونه هم وړاندې کړي دي.

۶ ـ د ارواپوهنې له اړخه دستار نامه هم ځانګړی ځای لري، د شخصیت په وده کې لوستونکي ته ډېر   څه ورزده کوي . دستار نامه د اوسنۍ ارواپوهنې د نظریو په رڼا کې د مطالعې وړ اثر دی.

۷ ـ د خوشال د دستار نامې نثر یو علمي نثر دی په همدې اساس یو څه د خلکو محاورې نه لرې پاتې کېږي، ځکه په علمي نثر کې اړتیاده چې د ځینو عربي او فارسي کلماتو له امله یو څه تکلف لري.

۸ – د دستار نامې د شخصیت جوړونې یو ښه اثر دی چې لوستل او زده کړه یې ځوانانو ته ډېره ګټوره ده. سره د دې چې خوشال ځینو چارواکو ته لار ښوونه کوي.

۹ ـ د خوشال بابا د نثر د سبک لمن ډېره پراخه ده چې ده او د ده کورنیو غړیو پورې پاتې نه شو، بلکې ځینې ادبپوهان وايي د اوسني ساده نثرونو سبک خوشال خان ایښی دی، چې د وخت په تېرېدو سره په کې یو څه تغیر رامنځته شوی دی.

۱۰ ـ د دستار نامې په لیکلو سره په پښتو ادب کې د نثر په موضوعي ډګر کې هم بدلون رامنځته شو چې وروسته یې هرې موضوع ته په خپله غېږ کې ځای ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *