لیکنه او ژباړنه : سلیم سلیمان –
د افریقا لویه لیکواله نادین ګوردیمیر څه موده له مخه ( د جولای په دیارلسمه) د نوي کلونو په عمر وفات شوه. دا د مرګ په وخت په خوب ویده وه او لکه څنګه چې یې زوی او لور رسنیو ته ویلي دي ، بې تکلیفه مړه شوه.
دې پنځلس ناولونه ولیکل ، د لنډو کیسو څو ټولګې یې خپرې شوې او د ټولو خپرو شویو داستاني او غیرداستاني کتابونو شمېر یې تر دېرش عنوانه واوښت. د دې آثار د نړۍ په څلوېښت ژبو ترجمه شوي دي.
دې په ۱۹۹۱ کال کې د نوبل ادبي جایزه وګټله. دا که څه هم سپین پوستې وه خو په خپلو آثارو کې یې له تورپوستو سره د سپين پوستي لږه کي په ستم او تبعیض باندې خبرې وکړې او د اپارتاید رژیم په ختمولو کې یې د ژبې او قلم په ذریعه فعاله برخه واخیسته.
ګوردیمیر د جنوبي افریقا په سپرینګز ښارګوټي کې دنیا ته راغله. مور او پلار یې له اروپا راغلي یهودان وو. دې په ماشومتوب کې د کتابونو له لوستلو سره ډېره جوړه وه خو په ښوونځي کې یې خاصه مزه نه وه. ډېر وخت یې د ښارګوټي په یوه کتابتون کې په مطالعه تېراوه. دې ډېر کلونه وروسته وویل چې که تورپوستکې وای نو لیکواله شوې به نه وه ، ځکه چې تورپوستکو اجازه نه لرله چې هغه کتابتون ته ورشي.
دا نهه کلنه وه چې لیکنې یې پیل کړې. په څورلس کلنۍ کې یې په لومړي ځل یوه لنډه کیسه چې ( سبا بیا راشه) نومېده، د ژوهانسبورګ د یوې مجلې د ماشومانو په برخه کې خپره شوه. د دې د لنډو کیسو لومړۍ ټولګه په ۱۹۴۹ کې چې دا پنځه ویشت کلنه وه، خپره شوه.
د ګوردیمیر پلار له لیتوانیا راغلی و او مور یې له لندنه راغلې وه. د مور یې تورپوستکو ته خوابدېدله او د هغوی ماشومانو ته یې یو وړکتون جوړ کړی و. له توکمیز توپیر سره د ګودیمیر په مخالفت کې د هغې د مور فکر او عمل برخه لرله.
ګوردیمیر په ۲۰۰۶ کال کې په یوه مرکه کې ویلي وو چې له تورپوستکو سره توپیري چلند د دې سبب شو چې له ماشومتوبه لا د خپل ژوند د طرز په باره کې فکر وکړي. دې په یاده شوې مرکه کې دا هم وویل چې: « که غواړې لیکواله واوسې نو تا ته باید د یوه کنیري مرغه مرګ هم مهم وي. ته باید د هغه مرګ له ټول ژوند سره او د ژوند له راز سره وصل کړای شې. زما په اند، د ژوند راز له دې پوښتنې سره غوټه دی چې د ژوند مقصد څه دی؟»
دې چې لیکوالي د هغو کسانو کار ګاڼه چې د ژوند په اهمیت باندې پوهېدل، په خپل هېواد کې د ستونزو او غمیزو په باره کې لیکنې وکړې. د دې د ځوانۍ او پاخه عمر په کلونو کې د جنوبي افریقا تر ټولو لوی جنجال توکمیز توپیر و. سپین پوستي لږه کي تورپوستکو ته په برابره سترګه نه کتل او نلسون ماندیلا د توکمونو تر منځ د برابري د راوستلو لپاره مبارزه کوله. دې د ماندیلا د هڅو ملاتړ وکاوه او د خپلو آثارو له لارې یې هڅه وکړه چې د توکمیز توپیر بېخ و بنیاد وباسي. نلسون ماندیلا به په زندان کې د دې هغه آثار چې منع شوي نه وو، لوستل.
پیر واسبیرګ چې د سویډن اکاډیمي غړی دی او د نوبل ادبي جایزه د دې اکاډیمي له خوا ورکول کېږي، د مېرمن ګوردیمیر په باره کې وایي:« دې په خپلو آثارو کې هر ډول وګړي په دقت سره انځور کړي دي. د اپارتاید په بدو کلونو کې د جنوبي افریقا ګڼ لیکوال او هنرمندان له خپل ملکه ووتل خو دې احساس کاوه چې هغه څه باید په خپلو سترګو له نږدې وګوري چې په هېواد کې یې تېرېږي او له تورپوستکو سره باید مرسته وکړي.»
د جنوبي افریقا واکمن ګوند ، د افریقا ملي کانګرس، د ګوردیمیر د مړینې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي دي چې:« زموږ هېواد یوه بې سارې لیکواله له لاسه ورکړه. داسې لیکواله چې آثار یې زمونږ د ژوند د هیندارې حیثیت لري او د انسانیت لپاره یو بې پایه لټون پکې لیدل کېږي.»
کله چې له لسګونو کلونو مبارزې وروسته په ۱۹۹۴ کال کې په لومړي ځل په جنوبي افریقا کې تورپوستکو هم د رایې حق تر لاسه کړ او په دې ډول په قدرت باندې د سپین پوستو انحصار ختم شو، نادین ګوردیمیر وویل:« چې ژوندی یې او مقصد ته رسېدل ووینې او دې مقصد ته په رسېدو کې ستا هم څه نا څه ونډه وي، نو ډېر خوند لري.»
مېرمن ګوردیمیر په ۱۹۹۴ کال کې د اپارتاید له ختمېدو وروسته هم لیکلو او انساني مبارزې ته ادامه ورکړه.