استاد په دوو ټولګیو کې د ښکلا پیژندنې سبق ورکاوه. په هر ټولګي کې څلوېښت کسه محصلان وو. چې د امتحان وخت رانږدې شو، د یوه ټولګي محصلانو ته یې وویل: د ذوق د ازمویلو لپاره مو په څلوېښتو ښکلیو شیانو کې انتخاب درنه غواړم.

وروسته بیا استاد د محصلانو له خوا غوره شوي شیان په بل ټولګي کې خپلو شاګردانو ته ورښکاره کړل او ورته ویې ویل چې ستاسې د ذوق د امتحان لپاره مې څلوېښت ناښکلي شیان راوړي دي، تاسې په بدرنګو کې انتخاب وکړئ. دغو محصلانو هم خپل انتخاب وکړ.

دغه کیسه مې څو کاله پخوا له ښاغلي لطیف بهاند څخه، چې په ادبیاتو کې دوکتورا لري، اورېدلې وه. ښاغلي بهاند کیسه تر دې پورې وکړه چې د یوه شي په ښایسته یا بدرنګه ګڼلو کې د منل شویو کسانو لوی لاس وي. د ښکلا پيژندنې استاد د دواړو ټولګیو محصلانو ته منلی کس و. ده هغه شیان چې د یوه ټولګي زده کوونکو ښکلي بللي وو، په بل صنف کې بدرنګې وبلل او هغوی د بدرنګۍ له مخې درجې ورکړې.

په تجارتي اعلانونو کې چې له مشهورو سندرغاړو، ورزشکارانو او نورو محبوبو کسانو استفاده کېږي، دلیل یې دا دی چې په خلکو باندې د منلیو کسانو خبره اثر پرېباسي. د ښاغلي عبدالهادي هادي یاد دې په خیر وي، ویل به یې چې په پښتو کې له دوه، درې کسانو سره ټاپه ده، هغوی چې د چا اثر ته ښه ووایي، هغه بیا نور هم ښه اثر ګڼي. ما په اوله کې ګومان کاوه چې هادي صاحب ټوکه کوي، مګر وروسته دې نتیجې ته ورسېدم چې که ټوکه هم وي، یو حقیقت پکې نغښتی دی.

خلک نه یوازې د ښکلا په انتخاب کې بلکې د ژوند په ډېرو چارو کې د هغو کسانو او طبقو پیروي کوي چې تر ځان تکړه ورښکاري. د مثال لپاره به چادري یاده کړم. چادري په اوله کې د هند د درباري مېرمنو وه، بیا د ښارونو په اشرافي کورنیو کې عامه شوه. بیا نورو ښاریانو خپله کړه. اوس کلیوالو ته رسېدلې ده خو کوچۍ لا چادري ګانې نه لري. کله چې اشرافي او رسېدلیو مېرمنو مخونه لوڅ کړل، د ښار د متوسطې طبقې مېرمنو هم وار په وار چادري وغورځوله. د ښار په خوارو طبقو کې د چادري د ورو ورو کمېدو معنا دا ده چې د کلیوالو نوبت ورپسې دی.

ځينې لیکوال د خپل زحمت په برکت مشهور شي او لوستونکي ورباندې باور وکړي. وروسته بیا که دوی کمزورې لیکنه هم وکړي لوستونکي ته بدرنګې نه ښکاري، بلکې په ښو او ښکلیو لیکنو کې یې درجه یو څه ورټیټوي او دا امکان هم شته چې لوستونکی ځان ملامت کړي او ووایي، ځان مې ورباندې سم پوه نه کړ.

دغه حالت په ظاهره د منل شوي لیکوال یا شاعر په ګټه دی، مګر ډېر امکان شته چې غافل یې کړي او په زړه کې ورتېره شي چې دی که هر څه لیکي هغه با ارزښته وي او لوی ثبوت یې د خلکو ستاینې دي.

سعدي په ګلستان کې وایي چې له یعقوب علیه السلامه چا پوښتنه وکړه چې د یوسف د کمیس بوی له مصره درغی، خو خپل کور ته نږدې دې د کنعان په کوهي کې ونه لید، دا ولې؟ یعقوب علیه السلام په ځواب کې ورته وویل چې زموږ حال د برېښنا غوندې دی، کله وي او کله نه وي. یو وخت په عرش باندې قدم ږدو او بل وخت له خپل ګام سره څه نه راښکاري.

دغه حکایت د ذهن د حالت او الهامي کیفیت په باره کې ډېر څه رازده کوي. ډېر تکړه لیکوال او شاعر هم کله تکړه وي او کله نه وي. که له هڅې لاس واخلي او دې نتېجې ته ورسېږي چې نور نو رسېدلی دی، زوال یې پیل شي. زموږ تر ټولو لوی شاعر خوشحال خټک په یوه قطعه کې د پښتو شاعران یادوي، څوک پاوی ، څوک نیم پاوی او څوک نیم سیر بولي خو هیڅوک پوره سېر نه بولي او په پای کې وایي چې پس له قرنه به پوره سېر پیدا شي. د لوی هنر پنځون یو څه اضطراب غواړي. خوشحال له ټول عظمت سره سره احساس کاوه چې هغې شاعرۍ ته لا وختونه پاتې دي چې د ده زړه ورباندې پوره اوبه وڅښي.

0 thoughts on “د اضطراب نعمت/ اسدالله غضنفر”
  1. استاد غضنفر ته سلامونه او احترامونه
    د لوی هنر پنځون يو څه ( بیخی ډیر ) اضطراب غواړی
    اسد سمندر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *