تاند- د چهارشنبې په ورځ ناوخته د کابل په زړه کې د زوروې چاودنې ږغ واورېدل شو. ویل کېږي چې دا ږغ د راکټ و چې د ایران سفارت ته نژدې لګېدلی دی.
تراوسه پوري د دې برید د احتمالي مرک ژوبلو او د توغول کېدو د ځای په اړه معلومات نشته او نه امنیتي چارواکو په دې اړه تراوسه څه ویلي دي.
خو دا خبره تایید ده چې راکټ د ښار له شاوخوا ویشتل شوی او د ایران سفارت ترڅنګ لګېدلی دی.
په وروستیو کې دا څویم ځل دی چې د دولت وسله وال مخالفان له لېري پر کابل ښار دا ډول بریدونه کوي.