تاند- په پاکستان کې د یپلوماتیکې کړۍ وايي چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو په لړ کې د حقاني له شبکې سره کار نه لري.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د حقاني شبکې پرضد د اقدام نه کول د پاکستان له پوځ سره د ايتلاف له بودجې د امریکا مرسته له خطر سره مخامخولی شي.

د امریکا کانګریس مخکې لا د پاکستان پوځ ته د ايتلاف له بودجې د پیسو ورکړه د حقاني شبکې له ځپلو سره تړلې وه.

دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف ځینو لوېدیځو دیپلوماتانو ته ډاډ ورکړی چې د عملیاتو تر پایه صبر وکړي، په نهایت کې به د حقاني شبکه هم وځپل شي.

راپورونه وايي چې پاکستان د حقاني شبکې د قوماندې مرکز کورمې ایجنسۍ ته انتقال کړی او مشران یې په اسلام اباد کې اوسي.

په اسلام اباد کې دیپلوماتان وايي، د هوا (بې پېلوټه الوتکو) مخبرانو او صوتي استخباراتو د معلوماتو پراساس څرګنده شوې چې د پاکستان د پوځ تر عملیاتو مخکې د حقاني شبکه او مشرتابه یې له شمالي وزیرستانه ایستل شوې او له دې شبکې سره د پخوا په شان مرستې دوام لري.

امریکا په افغانستان کې د نړیوالو ايتلافي ځواکونو د هلوځلو لپاره له ځانګړې شوې بودجې په سلګونو ملیون ډالر د پاکستان پوځ ته ورکوي چې له ترهګرۍ سره په مبارزې یې ولګوي.

پاکستان په ځلونو ویلي چې د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې به د سخت دریځو ترمنځ په ښو او بدو پسې ونه ګرځي او د حقاني شبکې په شمول به ټول له منځه یوسي خو وروسته څرګنده شوه چې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې د حقاني شبکه استثنا ګرځول شوې ده.

ویل شوي چې د پاکستان حکومت سره له دې چې د حقاني شبکې پرضد د اقداماتو لپاره د وخت غوښتنه کړې، دیپلوماتانو ته ویلي چې ثبوت وروښيي چې پاکستان د دې شبکې پرضد تراوسه اقدام نه دی کړی.

امریکا تر طالبانو د حقاني شبکه خطرناکه بولي. د امریکایانو په وینا سره له دې چې په افغانستان کې د ټولو حملو په سلو کې ۱۵ حقاني شبکه کوي خو د طالبانو تر حملو د حقاني شبکې بریدونه زیاتې مرګ ژوبلې او تاوانونه پېښوي.

د افغانستان استخباراتي چارواکي وايي چې د حقاني له شبکې سره د پاکستان پوځ او استخبارات مستقیمه مرسته کوي او اکثره پلانونه ورته پاکستاني پوځیان جوړوي.

پرون د افغانستان د ولسمشر ویندوی ایمل فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پاکستان لا هم په افغانستان کې په تروریستي فعالیتونو کې په مستقیم ډول ښکېل دی او د افغانستان د سولې په پروسه کې ریښتونی نه دی.

One thought on “دیپلوماتان وايي، پاکستان په شمالي وزیرستان کې پر حقاني شبکې برید نه دی کړی”
  1. وطن فرستان او بشر دوستانو ؟
    دبورتني ليكني خخه خه نتيجه كيري كوي زما به شخصي عقيده جهان او جهانيان هيخوك زما اوستا به غم كي نه دي هر خوك خبلي كتي لتوي او عمل كوي دخداي روي مي دروري جه تول افغانان كه تاجك دي كه بشتون،هزاره دي كه ازبك، تركمن دي كه إيماق نورستاني دي كه بشه ءي اوداسي نور قومونه يو بل ته دوروري او دوستي لأسونه وركري او خبل دشمنان دكوره شروع بيا دسرحدونوبرهاغه غاره به خبله توره او شهامت دمنخه يوسي او يو ملي وحدت حكومت ته لاره هوار ه او د خبل بعدي نسل او خبل بعدي زوند ته ددي فاسدو دشمنانو خخه نجات ور كري
    نورد فاسدو دزور او ظالم ،ظلمونوته دباي تكي كيزدي او خبل زوند دخوشحالي به فضا كي تأمين كري.
    غوارم دبشتو يو بيت درته وليكم توجوه ورته وكري او عملي كري
    جه بيدا شوي تا زرل خلكو خندا كره. ءءءءءءء. داسي مر شه جه ته خاندي او خلك زاري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *