تاند- روسي رسنیو نن راپور ورکړ چې د مسکو پولیسو یو افغان مهاجر د اې ټي ایم (لاروي بانک) د ماشین د غلا کولو په تور ونیوه.
د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې د پولیسو په وینا د چهارشنبې په ورځ د لوېدیځ مسکو د یوه سوداګري بانک استازي شکایت وکړ چې سهار مهال د بولشایا فیلییوفسکایا په سیمه کې د دوی یو لاروي بانک غلا شوی دی.
په دغه ماشین کې شاوخوا ۳ ملیون روبله (۸۳ زره ډالر) وې.
پولیسو د شکایت له ترلاسه کولو وروسته یو ۲۸ کلن مشکوک، چې افغان مهاجر دی او له روسیې پناه غواړي، ونیوه. د لاروي بانک ماشین د دغه افغان د موټر په ټولبکس کې وموندل شو.
د افغان مهاجر پر خلاف د جرم دوسیه پرانستل شوې او د جرم د ثابتېدو په صورت کې لږترلږه په دوه کاله حبس محکومېدای شي.