خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-٥-١٦

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست ٣ تنه ترهګر چي په بېلابېلو چاودنو او ترورونو ک يې لاس درلود، ونيول.

د يادو ترهګرو هويت په دې ډول دى، خليل احمد د محمد عوض زوى، اصلي د کندهار د ميوند ولسوالۍ او فعلاً د بولدک ولسوالۍ اوسېدونکى، مطيع الله د محمداسماعيل زوى، د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکى او عبدالسلام د عبدالنبي زوىو د پاکستان د کوټي اوسېدونکى دى.

يادو کسانو د کندهار په ګڼ شمېر چاودنو او ترورونو کي لاس درلود او د دولت پر ضد يې فعاليتونه کول. دوى د اعتراف په ډول وويل چي يو شمېر پوليس يې هم ترور کړي او شهيدان کړي دي.

دغه کسان د ملي امنيت رياست تر اوپراتيفي کار لاندي ول، چي تر کشف او تثبيت وروسته د ځانګړو عملياتو په پايله کي د کندهار ښار په مربوطاتو کي ونيول سول. دوى پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *