د میدان وردګو ولایت د کرکټ لسګونه لوبغاړو د دغه ولایت والي سره په لیدنه کې د کرکټ لوبې لپاره د یوه لوبغالې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
دغه لیدنه،چې نن (۵ شتبه) د ولایت په مقام کې ترسره شوه،د کرکټ لوبغاړو په استازۍ په میدان وردګو ولایت کې د کرکټ بورډ استازۍ ناصر وویل: په دغه ولایت کې د کرکټ ګڼ شمېر لوبغاړې شتون لري،خو د لوبې کولو لپاره هیڅ معیاري لوبغالی نلري.
نوموړی زیاته کړه،که د دوی لپاره معیاري لوبغالی جوړ شي،نو د دغه ولایت د کرکټ لوبغاړې به د هېواد د ولایتونو په کچه ښې لاسته راوړنې راوړي .
د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د میدان وردګو ولایت د بدنې روزنې امر ښاغلي حقبین او کرکټ بورډ له استازۍ ښاغلي ناصر مننه وکړه،چې د ښو کړنو په ترسره کولو سره یې لوبغاړو دغه ولایت ته ګڼ شمېر لاسته راوړنې راوړي .
نوموړی همدا راز د کرکټ لوبغاړو سره ژمنه وکړه،چې کرکټ لوبغالې لپاره یې مناسب ځای به واک کې ورکړی خو د چارو د پیل کیدو لپاره به یې نورې هلې ځلې هم وکړي.
ده لوبغاړو ته لارښوونه وکړه،چې د ورځنیو نورو چارو د ترسره کولو ترڅنګ د لوبو د سیالۍ پر مهال له پوره ایماندارۍ او زیرکتیا څخه کار واخلی .
د میدان وردګو والې همدا راز یادو لوبغاړو سره د کرکټ د بېلابېلو وسایلو مرسته هم وکړه،چې په کې هر لوبغاړې ته لباس،بوټان،د کرکټ توپونه،بیټونه،ویکټې او نورو وسایل شامل وو، ورکړل .
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند