د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۶ کسیز ټیم نن کابل ته د بریا له جام سره راورسیدو چې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې یې د کرکټ بورډ ادارې او یو شمیر دولتي چارواکو لخوا تود هر کلی وشو.
ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې چې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري، د پام وړ بریا ترلاسه او د څلور ورځینیو سیالیو له پای ته رسیدو وروسته پاتې ۱۶ کسیزه لوبډله هم کابل ته راورسیده.
سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود رسنیو ته په خپله وینا کې داسې ووییل، “ملي لوبډلې د کرکټ په تاریخ کې یو زړه راښکونکی نوښت وکړ او یو بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد ته په ماتې ورکولو سره یې دا جوته کړه چې دوی په هره کچه د خپل اولس دعاګانو په بدرګه ښه ځلیدلی شي”.
د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد له رسنیو سره په خپله مرکه کې د ملي لوبډلې له غوره پرمختګ او په نړیواله کچه د ښو لاسته راوړنو ستاینه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې، ملي لوبډله به د نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو کې له توقع خلاف لوبه کوي او هغو هیوادونو ته به ماتې ورکړي چې د کرکټ په تاریخ کې ستر نوم لري.
ولسمشر نبي عیسی خیل له رسنیو سره په لنډه مرکه کې د ملي لوبډلې له غوره ځلیدا او د یو بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد پر وړاندې د غوره لوبیدو په هکله معلومات ورکړل. نوموړي په ملي لوبډله کې د ځانګړو بدلونونو ستاینې ترڅنګ یې د کرکټ بورډ ادارې څخه د ورته ګټورو موکو برابرولو څخه هم مننه وکړه.