تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د افغانستان د سفر په دوهمه ورځ نن /جمعه/ بیا هم له دواړو افغان کاندیدانو سره خبرې وکړې. او ټاکل شوې ده چې په څو ساعتونو کې به د خپل سفر او ملاقاتونو د نتیجې په اړه په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته معلومات ورکړي.
کیري له ولسمشر کرزي سره له لنډې کتنې وروسته له دواړو کاندیدانو – اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله- سره ولیدل.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، له عبدالله سره د ملاقات په پیل کې دواړه په ښه حالت کې ښکاره شول. او د بې خوبۍ نښه پکې نه لیدل کېده.
کیري وویل چې د عراق د مسلې په خاطر د شپې تر ۳ بجو پوري ویښ و. ده د افغانستان یادونه ونه کړه.
خو له اشرف غني احمدزي سره په خبرو کې یې امیدواري وښوده، ویې ویل:«پوهېږئ ولي پوهېږم چې موږ نن بریالي کېږو؟ غواړئ چې په علت یې وپوهېږئ؟»
په دې وخت کې اشرف غني احمدزي د تسپو دانې واړولې.
جان کیري د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدان جلا جلا ولیدل او امریکايي چارواکو وویل چې دی به وروسته له دواړو سره درې اړخیزې خبرې وکړي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د خبریالانو او کامرو مخته د خبرو په پیل کې د ولسمشر کرزي او جان کیري تندي تروه ښکارېدل.
خو یوه هم له خبریالانو سره خبرې ونه کړې او نه یې په دې اړه څه وویل چې ولې د خبریالانو مخته څرګند شول.
د دې کتنې په اړه د ارګ په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر کرزي د روانې میاشتې تر پایه د انتخاباتو د نتیجو پر څرګندېدو ټینګار وکړ او جان کیري هیله ښکاره کړه چې د انتخاباتو نتیجه به په ټاکلي وخت اعلان شي.
کیري هڅه کوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدان د دوهم پړاو انتخاباتو د تفتیش د نتیجو منلو ته راضي کړي.