د لوګر مدني ټولنه: د ملکي وګړو مرګ ژوبله په کلکو ټکو غندو.
د لوګر د مدني ټولنو د اتحادیې د راپور له مخي په تیرو دوه ورځو کې د لوګرپه څرخ ولسوالۍ کې ۱۶ تنه بي ګناه ملکیان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.
د لوګر د مدني ټولنو مشر خان ولي احمدزی د څرخ ولسوالۍ له قومی مشرانو سره د لیدلو پرمهال وویل په دې ورستیو کې د لوګر په بیلا بیلو ولسوالیو کې ناامنی دوه برابره شوې ده او له دې سره جوخت د ملکې وګړو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.
ښاغلي احمدزي په دغه لیدنه کې د شهیدانو کورنیو ته صبر او د لوګر له والې څخه یې غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دی ددغو عملیاتو سپيناوي وکړي چې ولی ملکیان وژل شوي دي.
د لوګر د مدنی ټولنو مشر په ښکیلو غاړو غږ وکړ چې د ملکې وګړو ژوند ته خاصه پاملرنه وکړي.