د پکتيکا سيمه ييز چارواکي وايي، په سيمه کې تپل شوې جګړې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته ولسي خلک تر بل هر چا ډير زيانمن کړيدي،والي محب الله صميم دغه څرګندونې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې له وزيرستانه د راکډه شويو کډوالو سره د مرستې د وېش پر مهال وکړې، په همدې حال وزيرستاني کډوال بيا د افغان پوځيانو له چال چلند خوښي څرګندوي خو له افغان حکومته بيا د نورو مرستو غوښتنه کوي.
سره له دې چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ عمليات افغان امنيتي مسؤولينو ناکام او بې ګټې بللي، خو يادو عملياتو زرګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړايستي دي، له همدې امله زرګونه ګډوال د ډيورنډ له کرښې په را اوښتو سره د پکتيکا په برمل، اورګون، ګيان، نکه او زيړک ولسواليو کې استوګن شوي چې شمير يې له لسو زرو کورنيو اوښتی او په هره برخه کې بشري مرستو ته اړتيا لري
د پکتيکا والي محب الله صميم په برمل ولسوالۍ کې له وزيرستانه د راکډه شويو کډوالو سره د ليدنې او مرستو د وېش پر مهال ډاډ څرګند کړ، چې له يادو وزيرستاني ګډوالو سره به په هره برخه کې بشري مرستې ترسره کړي، ښاغلي صميم له مرستندويه ټولنو هم وغوښتل تر څو پدې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي
صميم وويل، په سيمه کې تپل شوې جګړې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته ولسي خلک تر بل هر چا ډير زيانمن کړيدي
پکتيکا ته راغلي وزيرستاني کډوال بيا د افغان پوځيانو له چال چلنده ځوښي څرګندوي خو له افغان حکومته بيا د نورو مرستو غوښتنه کوي
سيمه ييز چارواکي وايي دې ولايت ته د راکډه شويو وزيرستاني ګډوالو کورنيو شمير له لسو زرو اوښتی چې تر دې مهاله زرو کورنيو ته يې بېلابېلې بشري مرستې رسولي او پاتې کورنيو ته د رسېدو په حال کې دي
د يادولو ده پدې مرستو کې خيمې، کمپلې، اوړه، وريجې، بوره، غوړي، چای او د کور نور اړين توکي شامل دي چې د وېش لړۍ يې روانه ده تر څو ټولو کورنيو ته دا مرستې ورسيږي