غني خان

 څوڅوځله مې اورېدلي و چې غني خان فلسفي شاعر دی، خو چې کله مې بیا په شعر کې د فلسفې په اړه پوښتننه کړې ده، ځواب مې نه دی موندلی، نوځکه غواړم له فلسفې لنډ بحث پیل کړم .

د فلسفې لفظ د یونانيPhil lien) ) لغت څخه چې د یو شي د خوښولو او ګرانولو معنا ورکوي اوSophia) ) د عقل او پوهې معنا ورکوي، د یوځای والي څخه اخیستل شوی دی . ددواړو لفظونو د ترکیب څخه د علم خوښونکي یا پوهندوست مفهوم څرګندېږي .

په یونان کې لومړنی سړی چې ځان یې پوهندوست (فیلسفوف) وباله فیثاغورث و، چې د مسیحي میلاد شپږ پېړۍ د مخه یې ژوند درلود، د هغې زمانې په اکثرو علومو خصوصاً په ریاضي، هندسې او نجوم کې د لویو پوهانو څخه شمېرل کېده، په هندسه کې تر اوسه هم یوه مشهوره قضیه دده په نامه یادیږي .

 فلسفې پېژندنه :

 فلسفه هغه اصولو پوهنه ده، چې د هستیو ذاتي پېژندنې په غرض انسان ته ښوونه او د شیانو د حقایقو او د هغو د وجود د علتو څخه بحث کوي او د فکر او هستیو د اړیکو څخه هم غږېږي، چې دهغو د پېژندنې له اغېزې د انسان لاره د عالي هدف یا پوهنې لپاره پرانستل کېږي .

ډېر ځله داسې پېښېږي، چې کله انسان له ورځنیو چارو وزګار یا په یوه ګوښه کې یوازې شي، نو خپل ځان او چاپیریال ته وګوري، اسمانونه، ځمکې، سپوږمۍ، ستوریو، غرونو، سیندونو او بېلابېلو ځناورو ته ځير شي او ډول، ډول پوښتنې ورته پیدا شي. لکه :

زه څوک او څه شی یم؟ ولې یم؟ د کوم ځای څخه راغلی یم؟ ولې راغلې او یا راوړل شوی یم؟ د څه شي لپاره موجود یم؟ چېرې ځم؟ ما خپل ځان خپله نه دی خلق کړی! هغه څوک دی چې خلق کړی یې یم؟ ایا خپل خالق پېژندلای شم؟ مځکه، اوبه او ټول هغه موجودات چې وینم یې ژوندي یا غیر ژوندي، اسمانونه، ستوري، کهکشانونه، څرنګه پیدا، ترتیب او تظیم شول؟

جسم، زمان، مکان، رڼا، تیاره، جاذبه، حرکت، سکون،هستي اونیستي څه شی دي او د نورو موجوداتو په کمیت او کیفیت کې څه اغېزې لري؟ او داسې نورې بېشمېره پوښتنې، چې انسان د خپل پیدایښت له پیله تر ننه ورسره مخامخ دی او هر چا د خپلې شعوري وړتیا په اندازه یا یو ډول ځواب ورته موندلی او یا یې د ځواب موندلو ارمان له ځان سره خاورو ته وړی دی .

په حقیقت کې فلسفه «ولې؟» ته په ځواب موندلو پسې لالهانده دی . په دې توګه ویلای شو، چې د فلسفې په مرسته «ولې؟» ته ځواب لټول کېږي اوهرهغه ا نسان چې په ویښه اوهوښیارۍ کې دا ډول پوښتنې ورته پیدا کېږي، په یو ټاکلي پړاو کې فلسفې دی او دا هڅه یې یوه فلسفي بوختیا ګڼل کېږي .

هر انسان د زړه له کومې غواړي په هغه څه وپوهېږي، چې له ده نه پټ دي ،درازونو د سپړلو معنا په حقیقت کې پوهیدل دي، په تېره بیا د ژوندانه او نړۍ په اړه په حقیقت پوهېدل هر چاته په زړه پورې دی، ځکه چې برخلیک ورسره تړلی دی او هر څوک غواړي، چې په هر ځای کې ښه ژوند وکړي او ښه برخلیک ولري، له دې نه ښکاري چې فلسفه کوم ځانګړی امتیاز نه دی، چې یوازې ارسطو، افلاطون، سقراط، هګل او کانت په برخه رسېدلی وي، بلکې ټول انسانان ځانګړي فلسفي افکار او نظریات لري او هر څوک کولای شي، چې د «ولې؟» ځواب ولټوي او په اړه یې فکر وکړي .

هر چا چې په هر ځای کې لږ تر لږه د خپل ځان یا ټولنې د راتلونکي ښه برخلیک په اړه یو ډول فکر وکړي، په حقیقت کې د فلسفې ډګر ته ورننوت.

پخوا چې به یو کس په ټولو علومو پوهېده، هغې ته فیلسوف ویل کېده او فلسفه د یوې سترې ونې په څېر ګڼل کېده، دغه نوم د لومړي ځل لپاره په لرغوني یونان کې منځ ته راغی او فیثاغورث، سقراط، افلاطون، ارسطو، دموکریتوس، بتلیموس او داسې نور پکې رامنځ ته شول .

د پښتو ادبیاتو معاصرې (اوسنۍ) دورې عبدالغني خان (غني) ته فلسفي یا لیونی فلسفي ویل شوی دی، دی مفکر فلسفي شاعر و، لکه چې وايي:

خدایه ولې؟

خدایه عقل چې و زړه دې ولې راکړو

په یو ملک کې دوه خودسره بادشاهان

بـــــادشاهي او فـقیري دې ولې یوکــړه

د ژوندون په هره سا کې مرګ پنهــــان

ولې غم لکه اسمان په جهان خـــــور دی

خدایه وې ولې خوشحالي دې کړه نایابه

ولې جوړ دې کړه ننګي د ګل د پــــــــــاڼو

خدایه ولې نشه بیا یې له شــــــــــــــــــرابه

ولې خېشث او رنګ دې دواړه خور او ورور کړه

ولـــې ولې دې جهان کړو ډک په رنـــــګ

ولـــــې کوڼ دې زه پیدا په جهان  نه کړم

دلته لیدل کېږي، چې غني خان د مرګ،ژوند، خندا، ژړا، ځان په باب ،د طبیعت او نورو واقعیو او شیانو په باب پوښتنې طرحه کوي او د «ولې؟» لپاره ځواب لټوي.

مارکس وايي« فلسفیانه فکر د وخت روحاني خبرتیا او د ثقافت ژوند روح دی، خو دا خبره هم په ډاګه ده، چې لوړ فکر لرونکي د نور ولس نه بدل وي. هغوی د خپل شعوري او تخلیقي ژوند په ډېره برخه کې د نړۍ نه نااشنا وي او نورو ته لیونی په نظر ورځي، په حقیقت کې خپل همعصرو ته جامع نه ښکاري د هغې لامل دا دی، چې هغوی د نن ائینه کې د سبا عکس ویني او د نن سترګې د هغوی د پېژندګلوی توان نه لري، ځکه خو په جاهله ټولنه کې د ولس ډېره برخه د سوچ او فکر خاوند ته سودايي او لیونی وايي.»

هر هغه څوک چې وايي، زه څوک یم؟ چېرته یم، دلته څنګه راغلم، دا څه دي چې ورته دنیا وایم؟ زه دلته چا راوړی یم؟ هغه(ج) زما نه ولې پټ دی؟ زه دې دنیا ته څنګه راغلم؟ مانه پوښتنه ولې نه ده شوې؟

دا ټولې پوښتنې داسې دي، چې تعلق یې د انسان له وجود سره دی او تر څو چې انسان ددې پوښتنو ځواب لټون نه وي کړی، د کایناتو د نورو شیانو معنا او لټون مطلب نه لري. غني خان داسې یو شاعر و، چې په شعر کې یې څه نا څه فلسفه پیدا کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *