لاندینۍ لیکنه د دویم پړاو ټولټاکنو په اړو دوړ کې شوې او له لږ ایدیټ وروسته دلته بیا خپریږی.
———————————–
ددوهم پړاو ټولټاکنو او د هغو د پایلو په اړه د سیالو لوریو څرګندونو، ناندریو، ګواښونو او ګوتڅنډنو، په هیواد کې نوي را ټوکیدلی دموکراتیک بهیر په جدی توګه تر پوښتنه لاندي راووست، پر ټاکنو باندي د خلکو باور یې بیخې له ګواښ سره مخامخ کړ او دغه شخړه لا تر اوسه پورې په ډاډمنه توګه نده حل شوې، ددغو ناندریو د یوه اړخ انځور، په هماغو ورځو کې ما په لاندې ټکو کې وړاندې کړی و.
په دموکراسي کې غیر دموکراتیک حرکات:
د ټاکنو په لومړیو درې اونیو کې د دواړو ټاکنیزو ټیمونو پلویانو یو شمیر داسي خبرو او پارونکو اعمالو ته ببوزي ووهل چې که خدای مکړه دوام وکړي نو د هیواد سالمیت او د ملي وحدت پایښت ته جدي ګواښونه را ولاړولی شي. په ځانګړې توګه د اصلاحاتو او همګرایي ټیم یو شمیر پلویانو خو له زښت افراط څخه کار واخیست، د وینو د سیلابونو، وسلوالو نښتو او آن د هیواد د تجزئې ګواښونو ته ئې لا هم لاس واچولو او یو ځل بیا ئې د خلکو په ذهنونو کې د نوییمې لسیزې کرغیړن انځور ترسیم کړ او دا نو هغه څه دی چې هیڅ افغان په هیڅ قیمت هماغه حالت ته پر شا تلل نه غواړی او څوک چې د افغانیت دعوه کوی، یا غواړی د افغانانو پر سرنوشت باندی حاکم شی، باید پدی پوه شی چې هماغه حالت ته د افغانانو د ورګرزولو هڅي به له دی پرته چې د افغانانو سخته او له قهره ډکه څپیړه پر مخ وخوری، بله هیڅ ګټهورته ونه رسوی.
آیا ټاکنې قومي وي؟
تر ټولو بده خبره دا وه چې په دواړو لوریو کې د داسي هڅو څرک تر سترګو شو چې ټاکنو ته قومي رنګ ورکړي، پداسي حال کې چې که سړی پر دغو دواړ ټیمونو باندي یو ځغلند نظر وکړي، نو اصلا دلته قومي مسئله مطرح کیدلی هم نشي، دا ځکه چې پر دغو دواړو ټیمونو باندي قومونه خو څه چې کورنۍ او آن وروڼه ویشل شوي دي، د ولسمشر یو ورور په یوه ټیم او دوه نور یې په بل ټیم کې دي، ښاغلی احمدضیآء مسعود په یوه ټیم او ورور ئې په بل ټیم کې دی، د مرحوم حاجی قدیر وروڼه، په دواړو ټیمونو کې د کمپاین مشران وو.
پښتانه او تاجک په نسبي توګه پر دواړو ټیمونو ویشل شوي، هزاره وروڼه پر دواړو ټیمونو ویشل شوي، استاد محقق د یوه ټیم مرستیال، خو استاد خلیلی، سرور دانشاو سلکونه نور هزاره مشران د بل ټیم غړي دی، ازبکان هم سره له دی چې د هغوئ اغیزمن مشر جنرال دوستم د یوه ټیم لومړی مرستیال او د هغوئ ډیره رایه له همدغه ټیم سره ده، مګر له دویم ټیم سره هم ډیری ازبکان ملګري وو، د مجددیانو او پیر صاحبانو کورنۍ، ترکمن، بلوڅ، پشه یان، نورستانیان، قزلباش، سیدان، بیات، اسماعلیان او خلاصه ټول افغانان په نسبی توګه پر دواړو ټیمونو ویشل شوی او پر دی بنسټ دغه ټاکني نه یواځې دا چې په هیڅ صورت قومی نشی ګڼل کیدلی، بلکې د ملی وحدت د ټینګښت او د ملت جوړونې په لاره کې ئې یو ډیر ښه، مثبت او سره ګډ حالت هم رامنځته کړ دغه حرکت ته باید په همدغه سترګه د یوه نیک فال په سترګه وکتل شی او په حدی توګه له هر هغه حرکت او څرګندونو نه ډډه وشی، له کوم څخه چې د قومیت او ناروا تعصبونو بوی راځی او د دښمنانو آرزوګانو ته تحقق وربښی.
له ټاکنو نه را ولاړې شوي ناندرۍ:
کله چې د ټولټاکنو په ورځ د تحول او تداوم د ټیم د نسبی بریا څرک ولګید، له هماغې ورځې نه د اصلاحاتو او همپالنې ټیم او پخپله د دغه ټیم مشر ښاغلی ډاکتر صیب عبدالله عبدالله، په اعتراضونو او شخړو لاس پورې او له خپلې بریا پرته په بل هیڅ شئ ئې غاړه نه ویستله،
په دغه بهیر کې هغوئ په عامو سړکونو کې خیمي ودرولي او په پراخو مظاهرو ئې لاس پورې کړ.
د هغوئ مظاهري، اعتصابونه او مدنی حرکات زما په نظر په هیواد کې د ولسی نظام د ټینګښت او د قانون د حاکمیت لپاره یو ډیر ښه زیری او نیک فال ګڼل کیدلی شی، دا ځکه چې پدی توګه په افغانی ټولنه کې د ټانک، توپ او ټوپک پر ځای، د خبرو، قلم او مدنی خوځښتونو مبارزو ته لاره هواریږی او هر وخت چې په افغانانو کې دغه خوځښتونه را ژوندي شول، جګړه او کور ګډې شخړي به پخپله د هغوئ له هیواد نه کډه بار کړی او دا هغه څه دی چې هر افغان ورته تږی او همدا ئې یواځینی ارمان دی.
مګر د دی تر څنګ د هغوئ په دغو ناندریو کې ځینی داسی حرکات هم وو چې په هیڅ صورت ئې له مدنی آرزښتونو سره اړخ نشو لګولی، په عامو لارو او سړکونو کې په اونیو اونیو خیمو ئې د عام ولس ژوند له ستونځو سره مخامخ کړی و، په مظاهرو کې یو شمیر شعارونه او د زور پر منطق ولاړ دلائل ئې د توجیه وړ نه وو، ملی شتمنیو ته زیان رسول، له دولتی امکاناتو او وسائطو څخه ګټه اخیستل ئې د پوښتنې وړ وو او په ځانګړې توګه د پښتونستان واټ لوحه را چپه کول، تر پښو لاندی کول او ځینې نور دیته ورته حرکات او هم په خلکو کې د ویرې خپرول، تهدید او اخطارونه ورکول ئې خواشنی کونکی وو.
ټاکني او درغلۍ:
په ټولټاکنو کې درغلۍ ښائې هیڅوک هم رد نکړای شی او زه د یوه مسؤل کس په توګه ویلی شم، چې له بده مرغه نه یواځې دا چې په دویم پړاو ټاکنو کې هم درغلۍ شوي، بلکې زما په باور مونږ افغانان تر اوسه لا له هغو شرائطو او آسانتیاوو ډیر لری یو چې سل په سلو کې رڼي او پاکي ټاکني وکړای شو، مګر په دومره کچه هم نه وی چې بیخې به ئې د ټاکنو پایلي سر چپه اړولی وی، دا ځکه چې له یوې خوا خو درغلۍ د دواړو ټیمونو له لوری شوي، هسی نه ده چې یوه لوری کړی او بل نو لاس تر زنې ورته ناست و او له بلې خوا د رایو تر منځ تر یو میلیون زیات تفاوت دی، پداسی حال کې چې په دغه پړاو کې یواځې یوه رایه هم ټاکونکې ده، نو که د ګټونکی ټیم دا یو میلیون رائې ټولي باطلی هم اعلان او یواځې یوه رایه زیاته ورپاتې شی او د پاتې ټیم ټولي رائې ور حساب شی، بیا به هم لومړی ټیم ګټونکی وی.
په دغه لړۍ کې تر ټولو مهمه مسئله د ښاغلی امرخیل له لوری د ادعاء شوی تقلب موضوع ده، چې د ټاکنو په ورځ د ده او جنرال ظاهر تر منځ د یوې پلان شوې شخړې له لارې رامنځته شوه، باد ورکړل شو او په کرار کرار د آواز د ثبت مسئله او د لوئې پکتیا د زیاتو رایو خبرې په ورګډې شوې.
دا داسی موضوعات دی چې نه خو یواځې په احساساتو ردیدلی شی او نه هم یواځې له همدغې لارې ثابتې او د منلو وړ ګڼل کیدلی شی، بلکې تر ټولو غوره او آسانه لاره ئې قوانینو ته د مراجعې لاره ده، زه د یوه افغان په توګه یوځل بیا دا وړاندیز کوم چې دغه موضوعات باید په هیڅ صورت تر خاورو لاندی نشی، بلکې د قانون په چوکاټ کې د مسؤلو مراجعو له لوری لومړی باید د ښاغلی امرخیل او جنرال ظاهر د جنجال سلامت او ملامت معلوم شی، بیا د اسنادو او شواهدو پر بنسټ په ټاکنو کې تقلب را برسیره شی او له دی سره جوخت باید د آواز د ثبت موضوع له دو جهتونو تر دقیقه څیړنه او آن عدلی او قضائې تعقیب لاندی ونیول شی، یوجهت ئې دا چې ریښتونی دی کنه؟ که ریښتونی دی، د ټاکنو په بهیر او پایلو کې څومره اغیز لری؟
او دویم جهت ئې دا چې دغه آوازونه د چا له لوری ثبت شوی؟ چا د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم په واک کې ورکړی؟ د کوم قانونی مجوز پر بنسټ د افغانانو خصوصی حریم ته خلک ننوزی؟ او څنګه کیدای شی چې افغانان له دی وروسته د خپلو مکالماتو، مراسلاتو او مخابراتو په مصونیت، یا د خصوصی حریم په امنیت باور وکړی؟ او که دا سپیناوی ونشی نو دا به د هیواد مخابراتی سیستم ته یو نه جبیره کیدونکی ګذار ور کړی.
په ټاکنیز اړودوړ کې د پسپسک هڅي:
له درې، څلور اوونیو ناندریو وروسته، یو لړ ناستو پاستو او پسپکونو په حالاتو کې د یوه سمسمکی هیلې را وپارولې، چې د آوازو له مخې څو خبرې روانې وی: یوه دا چې د ملګرو ملتونو او د ولسمشرۍ د مرستیالانو په منځګړیتوب، د دواړو ټیمونو مشران سره نژدې شوي، خبرې ئې سره کړي او د یوه تفاهم په درشل کې دی، چې د دری اړخیزه ویش له مخې ۴۰ سلنه ونډه د تحول، ۳۰ سلنه د اصلاحاتو او ۳۰ سلنه د ولسمشر کرزی ټیم په راتلونکی حکومت کې شریک شی.
دویمه خبره د ستار سیرت، یا سپنتا په مشری د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو خبره ټولنیزو رسنیو ته را ووتله او بله خبره د اصلاحاتو د ټیم په غوښتنه په یو شمیر سیمو کې د بیا ټاکنو احتمال ته ګوته نیوله، چې بالاخره لومړی احتمال یقینی شو، ډاکتر صیب عبدالله په ناڅاپی توګه، له کمیسیونونو سره بیرته د پیوستون او د ټاکنو د پایلو د منلو اعلان وکړ او ډاکتر صیب اشرف غنی بیا هغه کوم سیال نه، بلکې خپل یو سیاسی ملګری، یا د دموکراتیک بهیر یو لوبغاړی وباله او د جانکیری له تقسیماتو داسې څرګندیدل چې خبره بیخې سپینه شوه .
سهامی شرکت:
د وضعیت نورمالیدل، یا د حالاتو کنټرول د ټولو په ګټه او د ټولټاکنو اصلی هدف و، مګر په افغانانو او په ځانګړې توګه د تحول د پلویانو په منځ کې هغه وخت د دی ویره را ولاړه شوه چې: د هغوئ رایه او زحمتونه په سیند لاهو او پنځه کاله به بیا د سهامی شرکت تر سیوری لاندی له خپلو حقه حقوقو څخه محروم، بی اسرې او دبیوزلۍ ورځې شپې تیروی، کله چې ئې د ملی مشارکت د حکومت جوړولو او له سهامی شرکت سره د مخالفت خبري، د هغه چا له خولې واوریدلې، څوک چې د نړۍ دویم مفکر بلل کیده، خپله مبارزه ئې له همدغې پدیدې سره له مخالفت نه را پیل کړې او همدغه ټکی د هغه د جاذبه قوې اصلی محور و.
سهامی شرکت، یا د ټاکلو اسهامو پر بنسټ د ډیرو خلکو ګډون، هغه څه دی چې په تیرو نژدې دیارلس کلونو کې ئې د ولسمشر کرزی، پر زښته ډیرو منډو ترړو او هیواد ته په هره برخه کې د یادونې وړ خدمتونو پر کولو برسیره، د هغه مدبر، دلسوزه، مسلمان او هیواد پال شخصیت ته په سلګونو سوالیه ټکي ایښی او ښائې لسګونو کلونو ته اړتیا وی چې خلک خپلې اوږي د هغه د مصلحتی او سهامی سیاستونو له پیټی څخه سپکي کړای شی.
د سهامی شرکت بدی په دی کې ده چې هر څوک پوهیږی او خپله ئې ونډه، پدی معنی چې نور نو د کوم فن، مسلک، تخصص، کاری وړتیا، صداقت، ایماندارۍ، وطنپالنې او تجاربو اړتیا نشته، په هره سهمیه کې چې راغلې بس نوش جان او که په سهمیه کې دی نصیب کار ونکړ، نور دی نو الله مل شه.
دا لا څه، چې نور نو که هر څه کوی، اوښان په بډه وهه، د چا ئې څه، پر څه باید حساب او کتاب درسره وشی، بس خپله ونډه خپل اختیار او پدی توګه نو قانون بیچارګی باید دوړي ووهی، یواځې په هغه ورځ ئې د دو پر ځای څلور غوږونه پیدا او په هره ماده کې ئې شپیته ژبي را شنې شی، کله چې د سهامی شرکت په کومه ونډه کې کومې ګوتې وهل کیږی، یا کومه نا مطلوبه مهره پکې ور ننویستل کیږی.
سیاسی مشارکت:
د سهامی شرکت خلاف، سیاسی مشارکت، د ټولو ملی او نړیوالو قوانینو له مخې یو منل شوی حقوقی اصل دی او د اتلسمې پیړۍ د نومیالی حقوقپوه (روسو) له نظره خو بیخې د آزادۍ سیاسی تعریف په همدی مشارکت سره شوی دی، پدی معنی چې: د تولنې هر غړی له هر ډول فشار او تهدید پرته په سیاسی مدیریت او د هیواد په چارو کې په مساویانه توګه د ګډون حق ولری.
د دی او سهامی شرکت تر منځ د ځمکې او آسمان فرق دی، په سیاسی مشارکت کې له هر ډول توپیر، لوړتیا او ټیټتیا پرته، یواځې د هر فرد وړتیا، تخصص، مسلک، کار او هلې ځلې په نظر کې نیول کیږی او پدی توګه نه یواځې دا چې په ټولنه کې سالم رقابت منځته راځې، بلکې هر سړی خپل سور او بر پیژنې، خپله دنده او مسؤلیت ورته معلومیږی او هغه ټولې شخړې، بدنیتۍ، تربګنۍ او یو پر بل بیځایه تعرضونه، یا د نورو د حقوقو د مروړلو چانسونه له منځه ځې، کوم چې په نا قانونمندو ټولنو کې د واک د تصاحب او اغتصاب لپاره پکار لویږی او په پایله کې ئې شخړي او جګړي را منځته کیږی.
څه کول پکار دی؟
د پورتنی اوږده بحث د پایلې په توګه ویلی شو چې له روان کړکیچ څخه د را وتلو او په دموکراتیک بهیر باندی د افغانانو د باور ساتلو لپاره څو خبرو ته پام کول پکار دی:
۱- د تحول او تداوم ټیم او په ځانګړې توګه ډاکتر صیب اشرف غنی احمدزی، چې ظاهرا ئې تر خپل سیال زښته زیاتي رائې خپلې کړې او احتمالا راتلونکی ولسمشر به وی، په هیڅ صورت باید له خلکو او ولس سره خپلې کړې ژمنې له یاده ونه باسی او په هیڅ صورت باید کوم سهامی شرکت ته غاړه کینږدی، ځکه چې پدې سره به نور نو افغانان په دموکراسۍ او ټولټاکنو باندی د تل لپاره خپل باور له لاسه ورکړی، پداسی حال کې مونږ دیته اړتیا لرو او دا مو ارمان دی چې یو وخت داسی راشی چې هغه کسان چې وسله واله مبارزه کوی، هغوئ هم یو وخت پدی قانع شی چې باید د وسلې پر ځای د مدنی مبارزو له لارې خپلو موخو ته د رسیدو لاره غوره کړی، خو که سهامی شرکتونو ته مخه کړو نو هغوئ خو څه چې همدغه په دموکراتیک بهیر کې د شاملو کسانو باور به مو هم تر ډیره حده له لاسه ورکړی وی.
۲- سهامی شرکت ته غاړه نه ایښودل نو دا معنی هم نلری، چې باید سیال ټیم، د هغه پلویان، یا په ټولیزه توګه ټول مخالفین بیخې نفی او له سیاسی صحنی څخه د هغوئ د ویستلو هڅي وشی، بلکې هغوئ هم افغانان او په عین توګه په هیواد کې د سیاسی او ټولنیز ژوند او د هیواد په سیاسی مدیریت کې د ګډون حق لری، د هغوئ لپاره دوې لارې دی: یوه دا چې د سیاسی اپوزیسیون په توګه خپلې مبارزې ته دوام ورکړی او د راتلونکی حکومت چارې تر داسی منتقدانه نظر لاندی ونیسی چې تر حکومت زیات خلکو ته د چوپړ مصدر وګرزی، دویمه دا چې په نظام کې عملا ور ګډ او د تخصص، مسلک او کاری وړتیا پر بنسټ د هغوئ پلویان د دولت په دستګاه کې ځای شی، خو د قبالې په توګه نه، بلکې د حکومت د لزوم دید او استصواب له مخې، ځکه که قباله ورکول کیږی، نو بیرته هماغه د سهامی شرکت لوبه ورنه جوړیږی.
۳- پر دی برسیره، یواځې یو کال وروسته پارلمانی ټاکني را رواني دی، هغوئ کولی شی، په حوصله مندی سره دغو ټاکنو ته په امادګی نیولو سره راتلونکی پارلمان را خپل او پدی توګه ډیر په آسانی سره خپله اوسنۍ ماتي جبیره کړی.
۴- د اصلاحاتو د ټیم یو شمیر اعتراضونه د ستایلو وړ او کیدای شی تر یوه حده پر ځای هم وی، مګر له دغو اعتراضونو سره د هغوئ برخورد او د ټولو قوانینو پایمالول، د سیاست په ډګر کې نه یواځې دا چې هغوئ ته هیڅ ګټه نه کوی، بلکې د هغوئ سیاسی دریځ او اتوریته هم له جدی ګواښ سره مخامخ کوی، له دی کبله نو هغوئ ته پکار دی، چې خپل ټول اعتراضونه، په پراخه ټنډه او پوره حوصله مندی سره د اړوندو قانونی مراجعو له لارې بحث ته واچوی او پخپله ناکامۍ له ډاډمنتیا وروسته ورته پکار دی چې د یوه ډراماتیک سیاسی خوځښت له مخې حریف ټیم ته د بریا مبارکې ورکړی او ښاغلی ډاکتر صیب اشرف غنی ته په غاړه کې د ګلانو په ور اچولو سره د هیواد په دموکراتیک تاریخ کې د یوه ځانګړی او تاریخی یادګار په پریښودلو سره، له روانې پروسې څخه د دباندی پاتې کسانو د تشویق او ترغیب سر لاري شی.
۵- او بالاخره: بریالی ټیم ته هم دا پکار دی چې د بریا نشه ئې وانخلی، ځانونه ورک نکړی او د خپل سیال ټیم په حق کې هر هغه څه روا وګڼی څه چې ئې د ناکامۍ په هغه صورت کې د ځانونو لپاره د خوښۍ وړ وی، پدی معنی چې هغه ټولې لارې چارې پکار واچوی کوم چې د سیال ټیم لوړ فشار را ټیټولی شی او له هغو ټولو حرکاتو، څرګندونو او د بریا په نشه کې له مغرورانه چلند څخه ډډه وکړی، کوم چې ویدي بلاوي را ویښولی شی.
وما علینا الا البلاغ.