د اختر له رخصتیو نه په ګټه اخیستنه،تېره ورځ د پغمان په تپه کې نوي جوړ شوي قصر ته تللي وو، ما یې په اړه ډيري خبري اوریدلي وي او ډیره مې ورته سودا هم وه، چې ومې کوت زښت ډیر په خوښ او احساس مې وکړ چې مونږ افغانان هم پخپلو مټو خپل هیواد آبادولی شو، خو که مو دوستان او دښمنان ورته پریږدي.

په دغه قصر کې زما په آند څو شیان ډیر خوندور وو:

۱-ډیره ښکلې، مجلله او عصري نقشه ورته طرحه شوې وه.

۲- قصر ډیر ستر او پر هغه برسیره یې نوره هم زښته زیاته او ښائیسته ساحه درلوده.

۳-ډیر ستر او مجلل تالار، د ډوډۍ خوړلو ستر سالونونه، د مجلس او ناستي لپاره زیاتي او ښایسته کوټې او په لاندیني پوړ کې خو یې دومره سړه هوا درلودل چې هیڅ کنډېشن ته اړتیا نه وه.

۴-ډیزائن او جوړښت یې په تاریخی سبک و او داسې بریښیدله لکه پخوانۍ قلعه چې وي.

۵- له ډیرو لږو شیانو پرته، ټول پکې کارول شوي مواد، لرګي، تیږي، مرمر او نور هر څه وطنی وو.
۶- د افغاني صنعت ډیر ستر شاهکار پکې کارول شوی و.

۷- پارکونو، فوارو، زینو، دیوالونو، سنګکارۍ، ونو، ګلانواو چاپیریال هر یوه ځانله خوند درلود او د یوه بیل ذوق ښکارندویې ئې کوله.

۸- د قصر له دننه او دباندې چمنونو نه، شاوخوا ټول شین کوړم باغونه ښکاریدل او دې بیا یوه بله زړه را ښکونکې منظره جوړه کړې وه.

۹- لنډه دا چې، کاملا په لیدلو آرزیده او چې کله ورشئ نو ډاډه یم چې وایاست به چې: د لندن او پاریس قصرونه ورنه لوګۍ او دا نژدي یاران خو یې خوب هم نشی لیدلی.

1
نیمګړتیاوي ئې:

۱- له دې کبله چې ژر او په تلوار جوړ شوی و، څو ځایه دیوالونو او بامونو نم را ایستلی او د دیوال کاغذ ئې خراب کړی و.

۲-دلاندیني پوړ د یو شمیر کړکیو ښیښې سمې نه وي نصب شوې، بیرته را غورزیدلي او همداسې کږي ورته پرتي وي.

۳- په تالار کې د خطابې د میز شاته، پر ستره لوحه باندې د دري او انګلیسي تر څنګ پښتو نه وه لیکل شوې او دې کار له ملي ژبې سره د جفا استازولی کوله.

۴-له سلطان محمود غزنوي نه را نیولېتر کرزی صیبه پورې، د ټولو افغاني سلاطینو، شاهانو او ولسمشرانو انځورونه، د قصر د دویم پوړ په یوه سالون کې ځړیدل، خو د افغان شهنشاه اشرف هوتک او دعلم، پوهې او پښتو پالونکی شاه، شاه حسین هوتک انځورنه نه وو، ګومان مې وکړ، چې کوم ایرانی لاس هم پکې و.

۵- د غازی امان الله خان انځور و، خو هلته په یوه کړکۍ کې غلی پروت و او له انځورونو سره د تشریفاتی القابو انډول هم د پوښتنې وړ بریښیده.

۶- د ملا محمد عمر (مجاهد) پنځه کلن اسلامي امارت هم د افغان تاریخ یو پړاو دی، مګر پوه نه شوم چې هلته ئې ولې له سره هیڅ یاد نه و شوی؟

۷-په یو شمیر دباندینو غولو کې چې ځیږي وطنی تیږي فرش شوي وي، که څه هم ځانله خوند ئې درلود، مګر منځونه ئې سم نه و ډک شوي، خاوري به هم پاشی او که همداسی وی، وبه هم ښوری.

۸- د قصر د امنیت، حفاظت او د هغه د شاوخوا ساحې، ګلانو، ونو، فوارو وغیره څخه د څارنې چاري د ډاډ وړ او کافی نه بریښیدې.

۹- خدمه، باغوانان، ګل کاران، جارو کښان، پاکونکی او آن د پاکولو سیستم وجود نه درلود، که داسی وی، نو پرمختګ خو څه، چې پر شا به ولاړ شی.

۱۰- د اوبو سیستم ډیر کمزوری او په نشت حساب و، ډیري فوارې، ویالي، حوضونه، جړوبي او چمنونه وچ او یو شمیر لښتي لا تر اوسه پورې خام او خټي وو.

دانکشاف او خوندیتیا لارې چارې:

۱-دشمال، جنوب او شرق په استقامت، قصر دومره پراخه ساحه درلود چې له ګلانو او باغونو پرته، نور هم ډیر پروګرامونه پکې تطبیقیدلي شی.

۲- اوس هم زښت ډیر سیلانیان ورته را روان وو، چې له محدودو کسانو پرته، نورو یواځې بهر ساحات کتلي شول، که له دغو کسانو نه، کوم معلوم ټکټ بیرته په همدغه پراخه ساحه د مصرفولو لپاره واخیستل شی، هیڅوک به ئې ممانعت ونکړی.

۳- په یوه طرف کې د ژوبڼ او په بل طرف کې د یوه ستر علمی او تاریخی موزیم ډیر ښه امکانات وو، که دا کارونه وشی، نه یواځې د داخلی، بلکې د بهرنیو سیلانیانو پام به هم ځانته راوړوی او په عوایدو به ئې د قصر پرمختیا او رغونه د تل لپاره تضمین شی.

۴- اوس یواځې یو او هغه هم عادی حوض و، چې زیاتو کسانو اوبازی پکې کوله، که د آوبازۍ ښه ستر او عصری سیستمونه پکې جوړ او منظم اداره شی، ستر عواید به ولری.

۵- د هوټلونو لپاره هم په لاندنۍ برخه کې پوره امکانات او ګنجائیش و، دغه کار هم نه یواځې د قصر عوائد زیاتوی، بلکې د سیلانیانو اړتیا هم پوره کوی.

۶- په قصر کې دننه یو غټ اطاق د جومات لپاره ځانګړې شوي و، مګر دباندې په ډیره پراخه ساحه کې د جومات کوم پروګرام تر سترګو نه شو، دا یوه نیګړتیا ده باید یو ډیر ستر او ښائيسته جومات پکې جوړ شی.

۷-په دروزاه کې د ورننوتلو پر لار او هم دننه په پارکونو کې، باید د ملی شتمنۍ په توګه د ټولو اړوند شیانو او هم د پاکۍ ساتلو لپاره یو شمیر اړین قواعد پر لوحو باندې ولیکل شی او که څوک تخلف کوی، مجازات هم شی، تر څو له یوې خوا قصر او نور ملي مملوکات خوندی شی او له بلې خوا افغانان د ښار او تفریحګاهو په ساتنه سم روږدي شی.

زه خو وایم چې پر ښاغلي ولسمشر برسیره، دي هغه ټول کسان خیر یوسی چې
ددغه ستر او تاریخی قصر په ودانولو کې ئې منډې ترړې او ستړیاوي ګاللي.

پدې هیله چې مسؤلین ئې نیمګړتیاوي له منځه یوسی، انکشاف او پرمختیا ته ئې کار وکړی او افغانان ئې پاکۍ او خوندیتیا ته پوره پاملرنه وکړی، الله تعالی دی په ګران هیواد کې سراسری سوله، امنیت او ورورلی رامنځته کړی، تر څو د هیواد هره برخه د دغه قصر پشان ګل او ګلزار شی.

والسلام.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *