د امریکا دفاع وزیر چک هېګل پرون په نوي ډیلي کې د متحدو ایالتونو او هند ترمنځ پر پوځي اړیکو او د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې.

ده د هند له صدراعظم نیندرا مودي سره د افغانستان په شمول په بېلابېلو مسلو خبرې وکړې.

هند په افغانستان کې د تروریزم پرضد په جګړه کې د امریکا کلک ملاتړی دی.

هند له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو له کبله په دغه هیواد کې د بې ثباتۍ د زیاتېدو په وړاندې اندېښنه ښکاره کړې ده.

هند په تېرو څه باندې ۱۳ کلونو کې له افغانستان سره ترې دوه ملیارد ډالره زیاته مرسته کړې څو افغانستان له اقتصادي پلوه په پښو ودرېږي او بیا د تروریستانو په ځالې بدل نه شي.

هیګل د هند د درې ورځیني سفر په لومړۍ ورځ له هندي چارواکو سره خبرې پیل کړې.

1ده وویل چې له هندي چارواکو سره د خبرو په اجنډا کې یې د افغانستان مسله هم شامله ده.

هېګل په داسي حال کې له هندي چارواکو سره پر افغانستان خبرې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په کابل کې دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو پر سر جنجال حل کړي.

چک هېګل هڅه کوي چې له هند سره، چې اقتصاد یې په غوړېدو دی او په نړۍ کې د وسلو تر ټولو ستر واردوونکی هیواد دی، د امریکا پوځي همکاري او سوداګري زیاته کړي.

د هند نوی حکومت لېوال دی چې د خپل پوځ د شوروي د وخت وسلې نوي او مدرنې کړي.

هېګل وویل چې له هند سره د امریکا د دفاعي همکارۍ لس کلنه موافقه، چې ټاکل شوې ده راتلونکی کال یې وخت پوره شي، له هندي چارواکو سره د ده د خبرو په اجنډا کې بله شامله موضوع ده.

 د امریکا دفاع وزیر چک هېګل پرون ناوخته د هند له صدراعظم نیندرا مودي سره ولیدل.

امریکا هڅه کوي چې له صدراعظم مودي سره اړیکې ښې کړي . مودي، چې یو هندو نشنلست مشر دی، په ۲۰۰۵ میلادي کال د امریکا وېزه په دې خاطر ورنه کړای شوه چې په ګوجرات ایالت کې د مسلمانانو خلاف پر بلوا یې سترګې پټې کړې وې.

د هند د دفاع وزارت یوه چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، هند نژدې دی چې له امریکا سره د ۲۲ اپاچي هیلي کوپترو او ۱۵ چینوک الوتکو د یو ملیارد او څلور سوه ملیون ډالرو معامله نهايي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *