تاند- د ایران په یوه ژوبڼ کې د زمري په شان وحشي حیونانات له لوږې مجبوره شوي چې واښه وخوري.

د ایران د بابلسر په ژوبڼ کې، چې ۳۰ کاله پخوا جوړ شوی، ۱۲ ډوله تیوال ځناور او ۲۳ ډوله مارغان ساتل کېږي خو د ژوبڼ چارواکي وايي چې د ژوبڼ عواید د هغه تر مصرف خورا لږ دی.

د ژوبڼ زمریان، د دې له کبله چې غوښه ورته نه رسېږي، مجبوره شوي چې واښه وخوري او اوښان د وښو د کموالي له کبله دومره کمزوري شوي چې په لاره نه شي تلای.

1د دې ژوبڼ د شاوخوا کورونو اوسېدونکي وايي چې ټوله شپه حیوانات له لوږې نارې وهي او دوی خوب ته نه پرېږدي.

د ژوبڼ چارواکي وايي چې حیونات د ورځې د ۵ لکه تومان په ارزښت خوړو ته اړتیا لري خو د ژوبن د کتونکو شمېر او د ټکټ بیه دومره ټیټه ده چې دا پیسې نه برابرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *