فریدون خوځون –

په شمالي وزیرستان کې عملیات تر ډېره د وسله والو د ځپلو پر ځای د پښتنو د ځپلو لپاره په لاره اچول شوي دي او تر هغې به دوام پیدا کړي، چې مخکښ مشران یې وژل شوي او یا هم بې سرپناه شوي نه وي.

په پاکستان کې مېشت يو شمېر بهرني ديپلوماتانو ویلي، چې د حقاني شبکه د  شمالي وزيرستان له  عملياتو خوندي پاتې شوې ده.

پاکستان له تېرو څو اونيو راهيسې په شمالي وزيرستان کې د (ضرب غضب) تر نامه لاندې ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي او تر اوسه يې سلګونو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.

خو په اسلام اباد کې مېشت يو شمېر بهرني ديپلوماتان وايي چې د حقاني شبکه له دغو عملياتو خوندي ساتل شوې او هغه يې تر بريدونو لاندې نه ده راوستلې.

د بي بي سي اردو څانګې د راپور له مخې، ديپلوماتان په دې اند دي چې امريکا د پاکستان له دې کړنې ناراضه دي او اندېښنه ښيي چې امريکا به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له پاکستان سره ژمنې شوې مرستې ونه کړي.

تر دې مخکې د امريکا کانګرېس د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له پاکستان سره مرسته د حقاني شبکې د له منځه وړو سره مشروط کړې ده.

امريکا د کال درې ميليارده ډالر پاکستان ته ورکوي، چې له دې جملې ٨٠٠ ميليونه ډالر د بيارغونې او يو ميليون ډالر يې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په اسلام اباد کې مېشتو ځينو غربي ديپلوماتانو داسې راپورونه ترلاسه کړي چې تر عملياتو مخکې د حقاني شبکې ته خوندي لاره ورکړل شوې، څو له شمالي وزيرستان څخه ووځي.

د دوى د معلوماتو له مخې، د روانو عملياتو په ترڅ کې په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې مرکزونه او اسانتياوې هم له منځه نه دې وړل شوې.

د افغانستان حکومت هم نيوکه کړې، چې په شمالي وزيرستان کې د عملياتو پر مهال د حقاني شبکه نه ده په نښه شوې.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني څو ورځې مخکې په يوه خبري غونډه کې په ډاګه کړه، چې دوى ته د (ضرب غضب) عمليات د منلو وړ نه دي.

هغه زياته کړې وه، چې افغانستان ته په شمالي وزيرستان کې په لاره اچول شوي عمليات د منلو وړ نه دي، ځکه پاکستاني پوځ هېڅکله هم حقاني ډله او افغان طالبان نه دي په نښه کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان په دغه ډول عملیاتو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې نورې موخې تعقیبوي او هغو وسله والو ته هېڅ نه وايي، چې د پاکستان د موخو او ګټو لپاره جګړه کوي.

لومړی خو دا، چې حقاني شبکه د پاکستان د ای اېس ای د یوې عملیاتي څانګې دنده ترسره کوي، چې له کلونو راهیسې پاکستان د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره روزلې ده. د امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز مایک مولن هم دا خبره تایید کړې وه. هغه ویلي ول، چې حقاني شبکه تر ټولو خطرناکه وسله واله ډله ده، چې په افغانستان کې د امریکايي ناټو ځواکونو پر وړاندې جنګېږي او دغه ډله د ای اېس ای د وسله وال یا پوځي مټ حیثیت لري، چې د پاکستان د استخباراتي شبکې یوه عملیاتي څانګه ده. نورو امریکايی چارواکیو هم ورته څرګندونې کړې وې.

د بهرنیو ديپلوماتانو دې څرګندونو دا خبره هم زباد کړه، چې افغانستان په دې ادعا کې چې په تېرو دیارلسو کلونو کې پاکستان له ترهګرۍ سره په جګړه کې رښتینی نه و. افغان حکومت وايي، په دې عملیاتو کې یوازې او یوازې هغه طالبان او وسله وال په نښه کېږي، چې د پاکستان په زیان دي.  پاکستان له کلونو راهیسې د افغانستان او هند په ضد جلا جلا وسله والې ډلې رامنځته کړې، له همدې ډلو نه یې په افغانستان کې د خپلو ګډو د ترلاسه کولو او د هندي ګټو او اهدافو تر برید لاندې نیولو لپاره کار واخیست.

خو همدا ډلې یې بیا د نړیوالو مرستو د جلبولو لپاره هم وکارولې او تر هغې به دا ډلې ساتي، چې ګټه يې ترې کېږي او یا یې په افغانستان او کشمیر کې خپل اهداف نه وي ترلاسه کړي.

که څه هم چې په شمالي وزیرستان کې په عملیات کولو سره له نړیوالو پیسې ترلاسه کړي؛ خو لکه د سوات د عملیاتو چې د نړیوالو د مرستو ترلاسه کولو ترڅنګ یې اساسي هدف د پښتنو ځپل ول، په شمالي وزیرستان کې هم ورته موخه لري.

په شمالي وزیرستان کې یې د غریبو خو شمله ورو پښتنو کورونه او بازارونه له یوې مخې پسې ویجاړ کړي، درانه مشران او پښتانه خلک یې بې کوره او د سوال غوښتنې په لیکه کې یې  کېنول. دلته یوازینۍ او اساسي موخه د پښتنو ځپل ول، هغه ډول چې په سوات کې يې وځپل. خو رښتینې وسله وال یې په خپلو پوځي قرارګاوو کې ډاډه زړه کېنول.

پاکستان اوس هم همدا لوبه ترسره کوي، خو دا په امریکا او نړیوالو پورې اړوند ده، چې د پاکستان په دې دوه مخي توب نور سترګې پرانیزي او پرېنږدي، چې بېګناه پښتانه د دې عملیاتو قرباني شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *