استاد اجمل ښکلی

د کرکټر خبره چي راپورته شي، سړي ته داستاني ادبيات ورياد شي، ځکه چې په داستاني ادب کې کرکټر په مهمو توکونو کې راځي. پېښه د کرکټرونو له مخې وي، وراشې(مکالمې) د کرکټرونو لپاره وي، زاويه د کرکټرونو وي، چاپېريال د کرکټرونو لپاره وي، ذهنيت د کرکټرونو وي.

په شاعرۍ کې د داستاني ادب هومره کرکټرونه جوت نه وي، خو وي، چې کله د (زه/ما) يا د (موږ) د ضمير په بڼه پخپله د شاعر کرکټر ښيي، کله د (ته) په بڼه د مخاطب يا د هغه کس کرکټر ښيي، چې د شاعر ورسره احساساتي تړاو وي، کله د (تاسې) په څېره، کله د (ده، دې، هغه، هغې) او د (دوی، هغوی، څوک، سړي، کس) په څېره کې راڅرګندېږي.

د شاعرۍ کرکټرونه تر ضميرونو پورې محدود نه دي، نورې مستعارې کلمې هم د کرکټرونو کار ورکوي، لکه: جانان، يار، رقيب، خلک، ګل، غاټول، نرګس، لمر، سپوږمۍ او. . . .

د کيسې او ډرامې کرکټرونه د شاعرۍ له کرکټرونو سره ورته والی او توپير لري.د کيسې او ډرامې کرکټرونه معقول او منظم وي، خو د شاعرۍ هغه احساساتي وي، ځکه چې شاعري د احساساتو د انتقال مهمه وسيله ده. د شاعرۍ احساساتي چاپېريال داسې وي، لکه په يوه کوټه کې چې هر څه رنګ شوي وي، داسې په شاعرۍ کې هم هر عنصر په احساساتو رنګېدلی وي، که هغه پېښه وي، که کرکټر او که کلمې.

په کيسه او شاعرۍ دواړو کې له کرکټرونو سره د پنځګر تړاو وي، خو په شاعرۍ کې دا تړاو دومره معقول نه وي، څومره چې احساساتي وي او په کيسه کې د دې پرخلاف د ليکوال او کرکټر زياتره تړاو پر عقل ولاړ وي، دا بېله خبره ده، چي د شاعرۍ او کيسې دواړو کرکټرونه د شاعر او ليکوال دواړو احساسات لېږدوي. يعنې يا يې په موافقه يا مخالفه احساساتي زاويه کې واقع وي.

په کيسو او ډرامو کې له کرکټرونو سره د يوه بېل جز چلند کېږي، خو په شاعرۍ کې نارادي دا چلند د شاعرۍ په نورو اجزاوو کې ورک وي. په داستانونو کې د کرکټرونو چاپېريال، ذهن، نومونو او خپل منځي تړاو ته پام کېږي؛ خو په شاعرۍ کې کرکټرونه دومره مهم شمېره نه شي او نه دومره پراخ واک لري، ځکه نو د شاعرۍ کرکټرونو ته کرکټرونه نه وايي.

په کيسه کې هغه کرکټر ډېر بريالی وي، چي د کيسه ليکوال له شخصي ژوند او فکره راوتی وي او په شاعری کې هم هغه کرکټر بريالی وي، چې پخپله د شاعر ژوند وړاندې کوي يا يې ورسره ژور احساساتي تړاو وي.

د شاعرۍ کرکټر د تکرار تاب لري او تکرارېږي، خو د کيسې کرکټر بيا په همغه بڼه او دنده نه تکرارېږي.

د کيسې په کرکټرونو کې دقت مهم وي.

د کيسو په کرکټرونو کې صراحت پکار وي؛ خو د شاعرۍ کرکټرونه مبهم وي. هلته که صراحت هنر دی، دلته ابهام په هنر کې راځي. په شاعرۍ کې د جانان، هغه، رقيب يا. . . کرکټر معلوم نه وي، چې له جانانه کوم مجازي موجود مراد دی، که حقيقي، که وطن، که بل کوم څيز. همداسې د رقيب تصور هم پراخه دی. همدغسې (هغه) دی، چې ابهام يې هر چا ته څرګند دی او خوند يې په همدې ابهام کې دی. د شاه سعود لاندې تمثيلي سمبوليک نظم راته په شاعرۍ کې د کرکټرونو د شتون تصور راکولای شي:

مونږه شپې سره په جنګ سرونه بايلل

مونږ سهار په دعاګانو کې غوښتلو

مونږه کلو کې تياره زغملای نه شوه

مونږه ښار په رڼاګانو کې غوښتلو

اوس چې لمر راته په سر باندې ولاړ دی

رڼا راغله، خو بدلون څه کې رانغلو

هر څه هغسې پرځای باندې پراته دي

هر څه وران دي او سمون څه کې رانغلو

شپې خو تش رانه پټ کړي وو مخونه

شپه مو نوره ذمه واره د څه نه وه

دا چې مونږه خپل ژوندون ورباندې بايلو

تش سراب و، دا خو لاره د څه نه وه

هغه بل څه وو، چې مونږ يې لېوني کړو

يو په بل باندې باور يې رانه يوړو

تورې شپې خو د څراغ رڼا منله

دې ړانده کړو، ټول نظر يې رانه يوړو

په دې نظم کې د (شپې، سهار، لمر، کلي، ښار، موږ، څراغ او ځينې نور) کرکټرونه وينو، چې دا نظم پرې چورلي.

يوه خبره ده، چې په ادبياتو کې منظومې ډرامې او کيسې هم شته، چي کيسه ييز تخنيکونه او شاعرانه صنعتونه پکې غبرګ کارېدلي وي او په يوه وخت ورته هم کيسه يا ډرامه ويلای شو، هم شعر؛ خو بيا هم له يو بله جلا وي، ځکه چې اصول يې جلا دي. همداسې کله ناکله شاعران په منظومو يا نظمونو کې د ډرامو غوندې له مستقلو کرکټرونو استفاده کوي؛ خو زموږ موخه نه هغه منظومې ډرامې دي او نه دا ډرامه يي نظمونه. زموږ موخه عامه شاعري ده.

که په شاعرۍ کې د کرکټرونو شتون ومنو؛ نو بيا په دې کرکټرونو کې نورې خبرې دي.

موږ خپله شاعري د دې معيار له مخې په دوو برخو ويشلای شو. يوه د کرکټرونو شاعري دځ او بله د پېښو يا فکر.

شاعري چي لولو، يا پر کرکټرونو ټينګار وينو يا پر خبره/ فکر /پېښه. څه شاعران د کرکټرونو له مخې خبره کوي، څه خبر کې کرکټر وړاندې کوي. د چا په شاعرۍ کې کرکټرونه مهم وي، د چا په هغې کې ضمني.

د شاه سعود په پاسني نظم کې به مو کرکټرونه ليدلي وي، چې تر پېښې بولډ دي. ټول فکر پر کرکټرونو چورلي او که کرکټرونه ترې لري شي، فکر نه پاتېږي.

سعود په هغو شاعرانو کې شمېرلای شو، چې د کرکټرونو له مخې فکر راکوي او د کرکټرونو شاعر دی.

خو د دې پرخلاف ځينو شاعرانو ته تر کرکټرونو فکر مهم وي او پېښې يې تر وګړو خوښې وي. کېداي شي، حمزه بابا په داسې شاعرانو کې شمېر کړو، چې خبرې ورسره ډېرې وې او کرکټرونه کم.

په دوه طريقو د کرکټرونو او پېښو شاعران معلومولای شو، يو چې يو اړخ يې تر بل هغه په ټوله شاعرۍ کې ډېر وي، بل چې پر يو اړخ پکې ډېر ټينګار وي او ته حس کړې، چې په دې شعر کې راته يو کرکټر کيسه کوي، که دا د يوه کرکټر کيسه ده. لومړۍ د کيسو يا پېښو شاعري ده او دويمه د کرکټرونو.

دواړه ډلې شاعران پر يو بل کوم فضيلت نه لري، بلکې دا يې د سبک غوندې يوه ځانګړنه ده.

د پېښو شاعري څه نا څه بياني وي، ځکه نو د احساس پرځای په ادراک پوري تړلې وي، خو د کرکټرونو شاعري چې د يوه فزيکي کرکټر له خولي وي،محسوسه وي، په اسانه پرې سړی پوهېږي او حواسو ته متوجه وي.

د کرکټرونو شاعري لوستونکو ته وګړي وريادوي او د پېښو شاعري پېښې. زموږ په ژوند کې موږ ته تر پېښو خلک ډېر مهم وي، ځکه پېښې د وګړو له تړاو او خپلمنځي چلنده پيدا کېږي.

د شاعرۍ کرکټرونه د داستاني کرکټرونو پرخلاف مجازي وي او د کيسو د کرکټرونو پر خلاف- چې پر مخ يې د ابهام ماسک وي- څو مانيز وي. له يوه کرکټره څو حقيقي کرکټرونه مرادېدای شي، ځکه چې دا کرکټرونه استعارې، سمبولونه، تشبيهات او کنايې وي.

د کرکټرونو د شاعر کرکټرونه مشخص وي او په هغو کې هم ځينې ډېر کاروي، ځينې کم. داسې شاعرانو ته پکار دي، چې خپل مهم کرکټرونه-چې شديد احساساتي تمايل ورته لري- او کمزوري کرکټرونه وپېژني او کمزوري پياوړي کېږي.

بل چې د کرکټرونو احساساتي دندي بدلې کړي او همېشه يې په يوه مورد کې ونه کاروي. چې څوک يې لولي، چې داسې ونه انګېري، چې دا کرکټر خو په دې څو شعرونو کې همدا يوه دنده ترسروي.

د کرکټرونو شاعر ته پکار دي، چي د خپلو کرکټرونو شمېر زيات کړي، ځکه د ده خبره يا فکر په کرکټر پورې تړلی وي؛ نو د کرکټرونو له زياتوالي سره به يې خبرې يا موضوعات هم زيات شي او د موضوعاتو يا افکارو له محدوديته به وځي.

کرکټرونه پکار ده، چې له کور و کوڅې راوباسو او لوی يې کړو.

که کرکټرونه زيات او ستر شي، شاعري به مو د سترې شاعرۍ پر لور روانه شي، ځکه چې د کرکټرونو زياتوالی د شاعر احساساتي دايره پراخوي او هغه شيان، اشخآص او پېښې هم د شاعر په احساساتي دايره کې داخلوي، چي موږ ته احساساتي نه ښکاري يا لوی بشري ناورينونه دي. لويه شاعري هغه نه ده، چې يواځې د ځان او جانان ترمنځ وي. لويه شاعري د ټول بشر غمونه او خوشالۍ رانغاړي او تر مينې هاخوا نور موضوعات هم رااخلي. موږ ته مينه ډېره احساسات ښکاري، ځکه ورپورې کلک نښتي يو، خو خبره په موضوع(مينه) کې نه دی، بلکې په احساساتي چلند کې ده. شاعر چې له هرې پېښې سره احساساتي چلند وکړي، هغه شعر کولای شي. د ډاکټر اکبر(د افريقا بچوړے) ځکه خوند راکوي، چې د يوه افريقايي ماشوم مظلوميت او بېوزلي پکې لولو.

وروستۍ خبره دا چې د کرکټرونو او پېښو شاعرانو ته پکار دي، چې که ممکنه وي د پېښې او کرکټر ترمنځ انډول وساتي. انډول د برابرۍ يا مساوات مانا نه لري، بلکې مطلب دا چې که د کرکټر اهميت ضرور وي، پر پېښه دې تاکيد کم وي.

که د پېښې اهميت اړين وي او شاعر پر کرکټر تاکيد وکړي، خبره خو به احساساتي شي، خو د شعريت او شاعرانه منطق له چوکاټه به وځي او که د کرکټر اهميت ډېر وي او ته پېښې ته اهميت ورکړې؛ نو شعر به وچه خبره شي او لوستونکی به داسې انګېري، چې کرکټر دې پرې تحميل کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *