تاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د شنبې په ورځ وویل چې د رایو په سلو کې ۲۵ صندوقونه یې تفتیش او بیا شمېرلي دي خو له دې سره سره نه شي ویلی چې کله به دا پروسه بشپړه شي.

دا په داسي حال کې ده چې ولسمشر کرزي ویلي چې باید د انتخاباتو پایلې د روانې میاشتې تر پایه څرګندې شي، د امریکا غوښتنه هم دا ده او د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله هم نن وویل چې د رایو د تفتیش د بشپړېدو وروستۍ وخت د روان اګست پای دی.

امریکا او ناټو اصرار کوي چې د افغانستان نوی ولسمشر دې د دوی په راتلونکې سرمشریزه کې، چې د سپټمبر په ۴ او ۵ مه د بریتانیا په ویلز ایالت کې دایرېږي، ګډون وکړي.

د ناټو په دې سرمشریزه کې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ناټو پر روزنیز ماموریت خبرې کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د رایو د تفتیش ټیمونه زیاتوي چې دا بهیر تر ممکنې اندازې ژر بشپړ شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور د شنبې په ورځ وویل چې په راتلونکو اوونیو کې به د تفتیش بهیر پای ته ورسېږي خو له دې سره سره دوی کومه ځانګړې نېټه نه شي ټاکلی چې کله به دا پروسه بشپړه شي.

تراوسه/شنبه/اګست ۸/ پوري له ټولو څه باندې ۲۲ زره رایبکسونو څخه د ۵۲۷۱ رایبکسونو رایې څېړل شوي دي.

اوس د دواړو انتخاباتي ټیمونو غړي په دې ټینګار کوي چې د رایو تفتیش ژر وشي او پایلې اعلان شي.

0 thoughts on “د انتخاباتو کمیسیون وايي، نه پوهېږي کله به د رایو تفتیش بشپړ شي”
  1. کله چه دواړه موافقی ته ورسیدل داریو تفتیش ته ضرورت نشته داواقعیت ده چه ټولی رای داشرف غنی دی خزوراور څان ورشریک کړ نور نو حقایق جهانیانوته هم ښکاره شول چه اشرف غنی بارنده او عبیاله بازنده ده زموږ تواقع ده چه رای شمیرنی دوخت ضاع ده تواقف دشی اوریس دولت اشرف غنی دارګته داخل او کارونه دپیل کړی

  2. this is only waste of time, because there is no winner , both candidates have equal rights!!!!
    Our country is laboratory of weapons, politics and economical issues.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *