ګیډۍ
د سیند غاړې ته ناست وم. د پراګ د ښار په منځ کې د غځیدلې سیند ژۍ له سړکه څو زینې ټیټې دي. د دې سیند اوبه داسې ښکارې لکه د ډنډ ولاړې اوبه. د اوبو پر سر مې یوه ګیډۍ ګلانو ته ورپام شو چې اوبه یې ورو ورو وړي. د چترۍ په لاستې مې ګیډۍ راکش کړه.
ناره مې تر غوږو شوه، پورته د پله پر سر یوه نجلۍ له یوه هلک سره ولاړه وه او نجلۍ لاس راته خوځاوه. ورته ومې کتل دې بیا هم لاس وخوځاوه. ما ګلان پریښودل، ګیډۍ د سیند ژۍ ته د یوه بوټي ډډ ته ایساره شوه. نجلۍ رامنډه کړه، په ریږیدلې غږ یې راته وویل:
– ګلان مې
ګیډۍ ته مې اشاره وکړه. دې ګلان واخیستل او هیسته یې اوبو ته واچول. ورته ومې ویل:
– ښایسته ګلان وو ولې دې اوبو ته واچول؟
– ملګري مې راوړي دي، په ما ډیر ګران دی خو مخکې مې له یوه نجلۍ سره غاړه په غاړه ولید
د نجلۍ غاړې سره ورغلې په ژړغوني غږ یې وویل:
– د هغه ګلان مې په بل نه لوریږي دی به مې څرنګه ولوریږي
– ملګری دې اوس چیرته دی؟
– د پله سر ته وګوره
– د پله پر سر خو څوک نه ښکاري
نجلۍ پورته وکتل او منډه یې کړه.
پای