د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې چهارشنبې ورځې د غونډې د کره کتنې لپاره دشاعرې او لیکوالې شغلې دوه شعرونه غوره شوی ده.
په دې شعرونو لیکواله او شاعره آغلې شفیقه خپلواک لیکلی نقد اوروي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې په کتاب ښار کې د میرمن بهیر د غونډو په تالار کې جوړیږي.
دا رازپه غونډه کې آزاده مشاعر هم کیږي .
د کره کتنې لپاره د شغلې دوه شعرونه:
غزل
که ومه تللې مروره ، پخلا بیرته راغلم
زه د تقدیر په کرښو نه وم رضا بیرته راغلم
*منکره نه یم رانه شوې خطا بیرته راغلم
له تا نه تللې ډیره لرې تر تا بیرته راغلم
ما چې پرون دا ستا له دره سل توبې کړې وې
سبا مې هر څه و هیر کړي ، سبا بیرته راغلم
ستا په مزار مې مورې ډیرې چیغې ووهلې
ته وې خاموشه ، ته چې نه شوې ګویا ، بیرته راغلم
ستا دې شغلې دا کمزوري، چې درد دې نه شي لیدی
اوښکې کړه پاکې ، خیر دی وکړه خندا ، بیرته راغلم
غزل
زه دې وم زړه کې زه دې څنګ کې اوسیدلې نه شوم
په کور او کلي کې دې ځکه ځاییدلې نه شوم
وخت د خندا، خو د حالاتو اجازه مې نه وه
هو ما ژړل نه خو له درده خندیدلې نه شوم
ما به لیدې چې تیریدې په هغه بره کوڅه
زه ستا سایه درسره تلم خو تا لیدلې نه شوم
زما همځولې به په هر سحر بیا بیا غوړیدې
زه داسې نه وم زه په وار وار غوړیدلې نه شوم
چې له انسانه مې درد وموند ورنه لرې لاړم
واپس شوم ځکه چې له ځانه لرې تللې نه شوم
ته وې لګیا د فلسفې په پلټنو او زه
په سپین کاغذ باندې یو ټکی تا لوستلې نه شوم
ټول داسې نه وو لکه تا یې چې ګومان کړی و
شغلې باور وکړه چې ډېرو خو زغملې نه شوم
شغله
په غونډه کې به د د مخه ټاکل شوې موضوع په اړه لکچر هم وړاندې شيي.
په درنښت
د میرمن بهیر دارالانشآ