• تر اوسه مو په ما باور کړئ له دې وروسته هم باور ولرئ.

• دومره حوصله مو کړې درې هفتې نوره هم حوصله وکړئ.
• 
لس میاشتې پخوا، زه ازاد وم، زما د هرې خبرې او لیکنې مسئول یوازې خپله وم، خو نن زه ستاسو ټول مسئول یم.
• 
زه له هیچا نه وېرېږم ستاسو له قوت څخه وېرېږم.
• 
که لومړی ډز زموږ له خوا وشو څه فکر کوئ؟ چې اخري ډز به دېرش که څلوېښت کاله وروسته وشي؟
• 
موږ په جنګ کې ګټلې په سیاست کې مو بایللې، دا ځل یې په سیاست کې ګټو.
• 
هغه خلک چې تر پرونه یې د موازي حکومت د اعلان اخطار ورکاوه، ارګ ته د ننوتو خبره یې کوله، د ولسمشر کرزي عکسونه یې څېرل، نن مې دې ته راوستلي چې اساسي قانون مني، اصول مني، او څو ورځې وروسته به د همدې ولسمشر خبره مني.
• 
د تاریخ حساسو شرایطو ته پام وکړئ او احتیاط وکړئ!
• 
موږ پښتونستان نه افغانستان جوړوو.
• 
د افغانستان ټول خلک زموږ دي.
• 
تاسو په دوو سوو کالو کې داسې یووالی نه و ښودلی لکه په تېرو ټاکنو کې چې مو وښود، دا یووالی وساتئ!
• 
موږ په دې ټاکنو کې پوی شوو چې موږ هر ډول ټاکنې ګټلای شو.
• 
پرېږدئ چې دا تریخ غوړپ زه تېر کړم خو ولس مې ارام شي.
• 
موږ بنسټ کېښود، داسې دولت به جوړوو چې په راتلونکو ټاکنو کې راتلونکی ولسمشر له داسې ستونزو سره مخ نه شي.
• 
اصلاحات وخت او حوصله غواړي.
• 
سیاست د یوې ورځې خبره نه ده، کار غواړي.
• 
زه له لسو زرو خلکو سره هره ورځ نه شم کتلای، تاسو استازي رامعرفي کړئ چې کار ورسره وکړو.
• 
موږ باید دولت جوړ کړو، اصلاحات راولو او د خلکو پوښتنو ته ځواب ووایو.
• 
معیارونه تاسو وټاکئ چې د هغو پر اساس ځوانان په کار وګومارو، وبه ګورو چې څوک څوارلس او شپاړس ساعته کار کولای شي.
• 
امتحان درکوم، نومرې راکړئ، ډېره اعلی او شاباسی مه راکوئ، بلکې هر وخت مې وڅارئ چې له لارې وانه وړم.
• 
خپلې ژمنې تازه کوم او پر هغوی عمل کوم.
• 
زه د هیچا پوروړی نه یم، له هیچا مې پیسې نه دې اخیستې چې سبا به دا چوکۍ درکوم، زه ازاد یم.
• 
هیڅ داسې کار نه دی شوی چې له اساسي قانون خلاف وي، هر څه به د اساسي قانون سره سم ترسره کیږي.
• 
همدا ریاستي نظام به وي، د هیڅ ډول صدراتي نظام هوکړه نه ده شوې.
دا خبری یی بیګاه شپه له ولایتو څخه راغلی ځوانانو ته کړی.

5 thoughts on “د ډاکټر اشرف غني احمدزي څرګندونې”
  1. ګرانو دوستانو ما څو ورځي مخکی يوه تبصره ليکلی وه، چي دهغی ماهيت، دادی د محترم احمدزي صاحب په څرګندونو کي و لوستی نو بيا هم زه دټولو په لمړی سر کی دهغو وطندارانوڅخه چي محترم غني صاحب ته يي رايه ورکړی په خپله رايه اعتماد وکړی چي دايي يو ښه کار کړی.دوهم زما هيله دهغه ټولو وطندارانو څخه داده چي دغني ملا وتړی اوهغه يوازی پرينږدی.دريم داچي موږ هميشه په خپلو کارون کی ډير تند تګ کړی دا ضرور نده سياست يو غوړپ اوبه ندی چي په سريي واړوی اوبس،موږ دهغوټولو کدرونه څخه چي دسياست په ډګر کی يي زدکړی او تجروبی ولری ګټه پورته کړو ،اودوطن دابادولو لپاره يي دغني صاحب دکاری ګروپ سره شريک او ګډ کار وکړو . زما دمحتر احمدزي اوکاری ګروپ څخه داهيله ده چي يوداسي کمسيون جوړ کړی چي د وطندوستو اوپاکوکدرونو په هکله سر داوسه خپل کار شروع کړی ، اوبا تجربه کدرونه دځوان کدرونو ترڅنګ دکارونو داجرا لپاره تيا رکړی،دوستانو دښه سياست پلی کول هر ډول قربانی غواړی راځي چي دانتقاد څخه عمل ته ګام پورته کړو ددښمنانو په اوتو اوبوتوپسی خپل با ارزشه وخت ضايع نه کړو ،چي دا موږ ته ووايي چي څوک ښه او څوک بد دی، موږ يو چي دغني صاحب پروګرامونو ته به دعمل جامي ورأغوندو ،رايه يعنی دشخص ټاکنه اوغوره کول ،نو بيا پکار ده چي دده پلانونه په امانت داری سره اجرا او دعمل جامی ورواغوندو .دوستانو څخه هيله داده چي ښی کاری مشوری دکا ر دښه اجرا په خاطر وليکی.ديوسمسور اوښکلی افغانستان په لور.احمدزی صاحب نوره هم حوصله او کاميابی غواړم.سيد محمد اخون

  2. یو ستر بدلون ته سترګې په لار وم ولې لا هم په بشپړه توګه نا هیلۍ شوي نه یم ځکه ما خپله رایه داسې یو شخص ته ورکړې چې ډیره ښه او د هر ډول ناوړه کړنو څخه پاکه سابقه لري او په نړیواله سطحه یو منل شوي عالم دي. په ټولو ژمنو او چارو کې ورته د پاک رب العلمین نه د د مرستې او توفیق دعا کوم.

  3. Abdul Ghafoor Liwal

    هرڅه به سم شي ، که ولس دولسواکۍ په ګټه غږ پورته کړي ، اوس نو ټوله هڅه دافغانستان داساسي قانون د احکامو دساتنې لپاره ! ملت دې بل څه نه کوي ، یوازې دې همدا یوه خبره ټینګه کړي ، چې دافغانستان داساسي قانون پرخلاف هیڅ سیاسي معامله نه منو !
    په دې صورت کې هرڅه خپل ځای ته ځي او تاسو به ژر یو ملي – اصلاح راوړونکی او مشروع پیاوړی افغاني حاکمیت ولرئ !
    تاریخ درنه غواړي ، چې دخپلې ملي وثیقې ملاتړ وکړئ !

  4. چا فکر کاوه چې د یوې مدرسې د یو فکر او یو مذهب ملګري چې د روسي ښیلاک په وړاندې جنګیدل، دابه سباپه خپلو کې غېږه سره نیسي او ددوی په لاس دبل شوي اور لمبې به ۳۶ کاله وخت نیسي.
    او څـوک تضمین راکوي که نن زه (غني) لومړی ډز وکړم ددغې جګړې وروستی ډز به بیا څوک او څومره وخت وروسته کوي ؟
    تاسی فکر کوئ موږ حکومت لرو، امنیت لرو استخبارات مو ملي او قوي دي ؟ که یې لرئ خــو ووایاست له دې به هم نه یاست خبر چې د مالی په وزارت کې مو د دولت د کارکوونکو د راتلونکې میاشت معاشونه نشته.
    موږ مو بنیادي تحول ته ژمن یــو او خپله ژمنه به سر ته رسوم .
    ‫#‏غني‬ په ماښامني باندار کې

  5. ګرانو ورونو
    له خبرو څه نه جوړیږي راځئ چې د داکتر صیب غني په وینا یو درې څلور اونۍ نور هم صبر وکړو بیا به هر څه په ډاګه شي چې آیا غني بابا رښتیا ویلې او که هسې افغانانو ته یي دوکه ورکوله هغه یو پښتو متل دی چې وایي

    که شپه تیاره ده خو مڼې په شمار دي

    په درنښت
    نور

  6. دا یو میراث پاتی شو په راتلونکو انتخاباتو کی به هر هغه کاندید چی بیلونکی وی خپل بایله به نه منی او د موازی حکومت اعلان خبری به کوی او بیا به هغه ته هم په حکومت کی د ګدون ورکولو چانس به ډیر زیات وی

  7. ددير عصبانييت او تشويش وروسته داشرف غني احمدزي دوينا خخه به خو تكو كي مي درس واخيست،.اكرجه مونز هم دافكر كوو ،ولي دحل لاره رأته مشكله وه اوس جه داكتر ،اشرف غني ورته أشاره وكره كاملاء اطمئنان مو حاصل شو
    اول داجه هر خه به دقانون أساسي به جوكات كي تنظيميزي قانون أساسي مونز منلي او منوي او مطا بق دقانون أساسي به مخ به وراندي خو.
    دوهم دوستانو او ملكرو، او وطنوالو خخه ي دري او يا خلور هفتي وخت غوشتي . .اعتبار مو كري او اعتبار كوو ، . دري خه جه دخلورو هفتو حبصله هم لرؤ ، مونز تأسره يو أوته بايد زمونز سره أوسي دميدان زمريان مرك مني مكر دميدان تشته نه.
    به دي دؤو مادو كي واقعا دير خه برأته دي دا دباران خاخكي نه بلكه يو دريا بي جملي دي جه وجيده نه لري كه هر خومره كوجني ،كوجني ويالي ورخخه جد أشي دخمكي دابو كولو دباره جه هر خومر ويالي زيا دي جداً شي خر وبول دخمكي اسانه او حاصل ي زيادوي دابه عملي كوو
    خلاف دقانون أساسي هر عمل جه إنجاميزي جرم دي مونز جرم نه كوو اوقانرن أساسي دخبل عمل مصداق بولوهر خوك جه داساسي قانون خلاف عمل او غوشتني لري دهغه سره به قانوني بر خورد كيزي
    لنده داجه بي خبري دقانون خخه جرم دي
    داجه مجرم ونه كنل شود قوانينو سره بايد اشنا ءي بيدا كرو
    رئيس جمهور قانوني صلا حيتونه لري اودا صلاحيت قانون أساسي وركري
    رئيس جمهور كولي شي اوكه ي وغواري دوستانو مشوره وغواري مكر مشوره تا ميني نه ده اونه بايد أوسي
    ريس جمهور بايد به خبل أوامرو او أقداما تو كي بايد قاطعيت ،او كنترول ولري
    يو بشنهاد ؟؟؟
    ديو بوخي ،أفسر، اوديو استخباراتي، أبرأ اتيفي او تحقيقاتي، ،أويو جنايء كار بوه او تجربه لرونكي كارمند به توكه لأندي مشوره مي ومنه؟
    به أمنيتي،او بوخي ،،أوابد أتيفي جارو كي دقدرت د رسيد و او كاميابي سره تولي جاري به خبل لاس كي ونيسه ديوي دقيقي دخند يد و سره دبر ابولو سره مخامخ كيزي دري مياشتي وخت وركول به كلونو،كلونو كي نشئ أعاده كولي به دي موضوع كي دير لوي راز بروت دي ليكل ءي در إز أفشا كول دي نه غوارم جه راز أفشا كرم كه نزدي وم هر خه به مي درته شفاهي او تحريري دركري وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *