تاند- د بخښنې نړیوالې ټولنې/ ایمنستي انرنشنل/ نن په یوه راپور کې ویلي چې د ناټو او امریکايي پوځیانو له لوري په افغانستان کې په زرګونو افغان ملکیان وژل شوي او قاتلان یې د عدالت منګولو ته نه دي سپارل شوي.
د بخښنې نړیوالې ټولنې په خپل راپور کې، چې نن /دوشنبه/ یې خپور کړ په ځانګړي ډول پر هوايي بریدونو، او د امریکا د خاصو ځواکونو په شمول د امریکایي پوځیانو د شپې په عملیاتو تمرکز کړی او ویلي یې دي چې په دې بریدونو کې د جنایتونو په اړه تحقیقات نه دي شوي او مجرمانو ته سزا نه ده ورکړای شوې.
په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له لوري په زرګونو افغانان وژل شوي خو قربانیانو او د هغوی د کورنیو غړیو ته ډېر لږه موقع ورکړای شوې چې موضوع راپورته کړي.
په راپور کې د بخښنې د نړیوالې موسسې د اسیا – پسفیک د رييس ریچارد بینیت په قول ویل شوي چې د امریکا د پوځ عدلي او قضايي سیستم تقریباً تل د غیرقانوني وژنو او سرغړونو په قضیو کې د خپلو عسکرو له مسوول ګڼلو ډډه کوي.
بینیت وايي:«د څه باندې ۱۴۰ تنو ملکیانو د وژنې هیڅ دوسیه، چې موږ څېړلي دي، د امریکا د پوځ له لوري تعقیب شوې نه ده. په ښکاره د جنګي جنایتونو او غیرقانوني وژنو پر احتمالي شواهدو سترګې پټې شوي دي.»
راپور وايي چې د امریکا پوځ د افغانستان په عملیاتو کې د خپلو پوځیانو په اعمالو پسې سر نه دی ګرځولی.
راپور د افغانستان له حکومته غوښتنه کړې چې له امریکا او ناټو سره د امنیتي موافقې په لاسلیکولو کې دا یقیني کړي چې د غیرقانوني وژنو پوښتنه به کېږي.
د بخښنې نړیوالې ټولنې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د ۱۰ پېښو په اړه څېړنه کړې چې په لړ کې یې د امریکا د پوځ په عملیاتو کې ملکیان وژل شوي دي.
راپور وايي، په قضیو کې، چې د بخښنې نړیوالې ټولنې څېړلې، لږترلږه ۱۴۰ تنه ملکیان وژل شوي دي. په هغوی کې اومیندوارې ښځې او لږترلږه ۵۰ ماشومان هم شامل دي.
دې ټولنې له ۱۲۵ تنو شاهدانو، د قربانیانو د کورنیو له غړیو او خپلوانو سره مرکې کړي دي.