سرچینه: یو، اېس، آې- ټوډې

ژباړه: حزب الله اتل

په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د بښنې د نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویل شوي دي، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې زرګونه افغانان وژلي او د هغوی دوسیې یې هم ندي څېړلي.

د بښنې نړیوال سازمان د آسیا د برخې مشر ریچارډ بېنیټ ویلي: ((له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد جګړه پیل شوه، بیا تر اوسه زرګونه افغانان د امریکا او ناټو سرتېرو لخوا وژل شوي دي، پداسې حال کې چې قرباني کورنیو ته د خپلو ادعاوو ثبتولو او بیانولو اجازه هم نده ورکړل شوې.

امریکایي ځواکونو ډېری وخت هڅه کړې د خپلو سرتېرو په دغو جنایتونو پرده وغوړوي، چې د بې ګناه افغانانو د وژنې، ځورونې او نورو ناوړه استفادو په اړه یې څوک خبر نشي.))

راپور د بېلګې په توګه د ۱۴۰ هغه کسانو یو لست ته اشاره کړې چې د ناټو او امریکایي سرتېرو له لوري وژل شوي او د وژنې لپاره یې هېڅ توجیه نده وړاندې کړې.

راپور وایي، د شواهدو او بېلګو نه وړاندې کېدل یې پدې دلیل ګرځي چې دوی د بېګناه افغانانو په وژنو تورن دي او د دغو پېښو د پټولو هڅې یې هم کړې دي.

دغه ۱۰۸ مخیز راپور چې پرون د دوشنبې په ورځ خپور شو، تر ډېره د ناټو او امریکایي ځواکونو په شپنیو عملیاتو او د ځانګړو ځواکونو په هوایي بریدونو راڅرخي، چې په ټولو کې د عامو افغانانو د وژنې ارقام لوړ لیدل کېږي.

په هوایي او شپنیو بریدونو کې عامو افغانانو ته د ځاني زیان اوښتو موضوع د افغان حکومت لپاره هم دومره مهمه او حساسه ګرځېدلې، چې ان له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره یو مهم او لوی شرط وبلل شو.

ولسمشر کرزي په شپینو او هوایي بریدونو کې د عامو افغانانو د وژنې مخنیوي لپاره افغان ځواکونو ته حکم وکړ، چې نور له نړیوالو ځواکونو هوایي مرسته ونه غواړي او همدا ډول د شپینو عملیاتو بندېدا موضوع هم د ولسمشر کرزي او امریکا ترمنځ د هغه په دوره کې تر ټولو ډېره جنجالي موضوع پاتې شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان پدې راپور کې د یوې بلې بېلګې په توګه هغه لس پېښې راوړي، چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ ز کلونو ترمنځ پېښې شوې دي او پکې ملکي افغانان وژل شوي دي.

د بشري حقونو سازمان هم پدې اړه له ۱۲۵ شاهدینو، قرباني کورنیو او قرباني کسانو سره ددې راپور چمتو کولو په موخه کتلي دي.

پدغو کورنیو، شاهدینو او کسانو کې ډېری یې داسې دي چې تر راپور چمتو کوونکې ډلې ورسره وړاندې هېچا ندي لیدلي او نه یې هغوی ته د شاهدي ورکولو چانس ورکړی دی.

د جنګي جرمونو په دوه پېښو کې له امریکایي ځواکونو سره افغان ځواکونه هم شامل بلل شوي دي، دوی د ملګي وګړو په ځورونې او وژنې کې ښکیل په ګوته کېږي. د بښنې نړیوال سازمان راپور وړاندې زیاتوي، چې تر اوسه هېچا هم دغه پېښې تعقیب کړې ندي.

د وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې همدغه شان یو قرباني، چې د ۲۰۱۲ ز کال په وروستیو کې نیول شوی او ځورول شوی، پلټونکي ګروپ ته ویلي: ((څلورو عسکرو زه ونیولم، په کېبل یې ووهلم. دوی زما لینګي په یوې رسۍ وتړل او زما په تړلو پښو یې ګوزارونه را کړل. دوی زه په مخ ووهلم، لغتې یې راکړې. زه یې په ځمکه کلک وویشتم.))

رفیع الدین خېشکی هغه بل کس دی چې له پلټونکي ګروپ سره یې خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، چې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې یې زوی حبیب الدین او ورو حفیظ الدین و وژل شول.

د امریکایي ځواکونو له لوري د ځورونو او شکنجې په نتیجه کې هغه خپله حافظه هم له لاسه ورکړې او اوس یې ډېر کم څه په یاد دي.

پلټونکي ګروپ همدا ډول امریکایي ځواکونه تورن کړي چې د تورونو کسانو تر نیونې وړاندې یې پلټونکي یا کشفي معلومات ډېر کم یا کمزوري وو.

بېنېټ وړاندې ویلي: ((د امریکایي ځواکونو په کشفي سیستم کې باید سملاسي تغیرات راوړل شي. امریکایي ځواکونه یې باید د نورو هېوادونو له دې سیستم څخه یاد کړي، ډېری هېوادونو پدې وروستیو کلونو کې پخپلو پوځي نړیوالو سیستمونو کې لازمي تغیرات راوستي دي.))

د بښنې نړیوال سازمان په امریکایي او افغان ځواکونو غږ کړی، چې ټولې هغه پېښې دې سمدستي وڅېړي چې پکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور زیاتوي، چې له ۲۰۰۹ ز کال راهیسې یوازې شپږ پېښې ثبت شوې دي چې مخامخ امریکایي ځواکونه پکې د ملکي وګړو په ځورونې تورن دي.

وړاندې تر دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نيتې د جون تر۳۰ مې پورې د۴،۸۵۳ ملکي وګړو تلفات مستند کړي دي، چې د ۲۰۱۳ کال د ورته مودې په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی ښیي.

په دې کې د ۱،۵۶۴ ملکي وګړو مړینه (چې ۱۷ سلنه لوړه شوې)  او د ۳،۲۸۹ ټپي کېدنه شامله ده (چې ۲۸ سلنه لوړه شوې).

په ۲۰۱۴ کې ځمکنۍ نښتې په پېنځو کې د دوو ملکیانو د تلفاتو لامل شوي دې چې د ټولو ملکي وګړو ۳۹ سلنه جوړوي او ټولټال ۱۹۰۱ ملکي وګړو ته تلفات اوښتي دي، چې په کې ۴۷۴ مړه او ۱۴۲۷ ټپیان شوي دي. دا د ۲۰۱۳ کال په پرتله د  ځمکنیو نښتو له امله په ملکي تلفاتو کې ۸۹ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.

یوناما د دغه راپور په اساس ۷۴ سلنه تلفاتو پړه په وسله والو طالبانو غورځولې، چې ډېری وخت پکې ملکیان نښه شوي او لوی زیان هم د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *