دوکاندار په الماريو کې سامان سموه، چې سلام يې واورېد. ده ځواب ورکړ او چې شاته يې وکتل زرغون، چې پر خوله يې خواره چنکې موسکا خوره وه، ولاړ دی، دوکاندار غېږ ورته خلاصه کړه :

ــ   داچېرته دومره ورک وې، زړه مې درپسې خوږیدو، ابله ورځ مې کتابچه لیده،ته رایادشوې!

دزرغون خوله ویړه شوه په زږو ګوتو یې دشنې ږیري لاندینۍ برخه وګروله او شغا یې وخته .

دوکاندار په غور ورته وکتل :

ــ    رنګ دې هم ښه نه ښکاري، مريض خو به نه يې؟

 زرغون اسويلی وويست شاته يې وکتل، پر لرګينه چوکۍ کېناست او ديوال ته ورتکيه شو:

ــ   زړه مې ډېر خپه دی، له تا سره مې وعده کړې وه، چې اووه، اته ورځې وروسته به پيسې درکوم؛ خو د انسان په زړه يوه وي ورپېښه بله شي.

دوکاندار د سودا سمول پرېښودل، زرغون ته مخامخ کېناست او په حيرانۍ يې ترې وپوښتل :

ــ   ولې؟ هغه د چرسو پيسو وعده دې وه، دريې نه کړې؟

له دې خبرې سره د زرغون رنګ توربخون شو، پښه يې راپورته کړه، بوټ يې وويست او پر لرګينه چوکۍ يې کېښوده :

ــ   چرس يې ورک کې، شکل يې ورک کې، پټيو مې دخدای غله راته کوله، خدای ووهلم، ماوې چرس به راته ډېرې پيسې وکړي، له پورونو به پرې خلاص شم، خو….

دوکاندار چې ده ته يې په ځير کتل، وويل:

ــ   د چرسو خو ډېرې پيسې وې، دعوه درسره کوي که څنګه؟

 زرغون چوکۍ ته راپورته شوې پښه بيرته ښکته کړه او په بوټ يې دپاسه ورکېښوده، په مړه غوندې خوله يې وويل :

ــ   په ما خو سخته ټوکه وشوه، چاته يې ويلی نشم؛ خو ته مې انډيوال يې،  ګوره چاته څه ونه وايې، ديښنه راباندې خوشالېږي . . . نور بيا غلی شو.

دوکاندار په بېړه ترې وپوښتل:

ــ   ښه څه خبره وه؟

ــ   دا درې څلور ورځې مخکې مې وغوښتل چې د چرسو په پيسو پسې ورشم، له وعدې يې څلور مياشتې زياتې ووتې، يو ځل مخکې هم ورغلی وم، هلته يې راته وويل چې اوس راسره نشته، مال مې ليږلی، خو تر اوسه پيسې نه دي راغلي. ما ويل چې ځه اوس چې ورشم پيسې به راکړي، چې کور ته يې ورغلم، په حجره کې يې کېنولم، ماچې ورته له پيسو وويل، هغه راته  وويل:

ــ    څه دومره پيسې دې دي، دوه دوه نيم لکه روپۍ دي،  اوس راسره نشته، چې راسره پيدا شې دربه يې کړم، څه درنه خورم خو يې نه، هر وخت راروان وې . . .

ما لږ په تېزه ورته وويل :

ــ   څه سوال خو نه درته کوم، يا مې خپل مال واپس راکه، يا پيسې.

 لنډه دا چې خبره مو سره سخته کړه، ورته ومې ويل چې دومره خدای که له حجرې ووزم، چې پيسې دې نه وي راکړي. هغه له ځايه پورته شو:

ــ   زه به دې هم اوس خوښ شم . . .

 له حجرې ووتو، ښځې ته يې ورغږ کړ، زه جګ شوم په کړکۍ کې مې وليدل، ښځه يې کوزه له اوښانو سره لګيا وه، هغه راغله، په دالېز کې سره ګړیدل ،زړه ته مې اندیښنه راولویده، له ځايه پورته شوم، د وره په چاود کې مې وروليدل، دوی لږ لږ ښکاريدل، چې په دالېز کې ولاړ وو؛ خو خبرې مې اوريدۍ . ښځې ورته وويل:

ــ   خلک به بد راپسې ووايي، بې شرمي به راواوړي . . .

هغه په غوسه ورته وويل:

ــ   ته يوازې چيغه وکړه، چې سړي لاس راواچاوه نور يې ماته پرېږده، چې دا خبرې مې واورېدې، ځان داسې را ته ښکاره شو لکه يو بندي ته چې دغرغرې خبره وشي، سختې وېرې واخيستم، زړه کې مې وويل، چې دا په څه اريان دي، خدای که ټکی هم درکې پرېږدي، ځان ډېر شيرين شی دی، دوی همغسې په خبرو لګيا وو، ما د کړکۍ جال په لګته (لغته) وواهه، جال وروست و، وشکيده، بوټونه مې هم نه وو پښو، هغه مې په دالېز کې ايستلي وو، پښې توری له هغه ځايه راوتښېدم.

 زرغون چې دومره وويل، بيرته پر ديوال ورتکيه شو او پر وچو شونډو يې ژبه راتېره کړه. دکاندار چې دزرغون کېسې ته وازه خوله پاتې و، زیاته کړه:

ــ   په پيسو پسې بلا ورپسې، چې ځان دې راخلاص کړی، هغو ته مخه نشته، هغه خو قاچاقبران دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *