نن د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د معلولیت لرونکو وګړو پنځو زونونو په کچه شل اوریزو سیالیو رسمي پرانسته وشوه.

په دغه پرانسته کې په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود، اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د معلولینو او شهیدانو ریاست رئیس عزیز احمد رسا، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې پلانګزارۍ برخې مسئولې تمارا والین، د معلولیت مشاوریت برخې مشرې ټینا سنګلیټن، د کرکټ بورډ ادارې مسئولینو، ملي روزونکو، د معلولیت لرونکو وګړو لوبډلو او د رسنیو همکارانو ونډه درلودله.

سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د دغه ډول سیالیو په لاره اچول یو اغیزمن ګام وباله. نوموړي ووییل چې، له همدغو سیالیو څخه به د معلولیت لرونکو وګړو ملي لوبډلې لپاره غوره لوبغاړي ټاکي او په راتلونکې کې به هم ورته پرمختیایي موکې د معلولیت لرونکو وګړو اغیزمنې ونډې لپاره په لاره اچوي. مسعود په افغانستان کې د سویډن کمیټې څخه مننه وکړه چې ددغو سیالیو په پانګونه کې یې ددغې ادارې سره مرسته کړې ده.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس عزیز احمد رساء په خپله وینا کې د کرکټ بورډ له ادارې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دوی به مدام د کرکټ بورډ له دا ډول ګټورو فعالیتونو څخه ملاتړ کوي او د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د هر ډول سپورتي ډګر په خدمت کې د کرکټ بورډ ملاتړي وي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د دغو سیالیو پر معنوي ارزښت خبري وکړې. نوموړي ووییل “معلولیت لرونکي وګړي زموږ د ټولنې فعال وګړي دي. موږ د دوی ټولو حقونو ته درناوی کوو او دوی د ټولنې ټولو غړو په څیر په ټولو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي، کلتوري او فرهنګي برخو کې د ګډون پوره حق لري. ددوی لپاره به د کرکټ بورډ اداره مدام ورته پرمختیایي موکې برابروي. زه پر ټولو نړیوالو پانګونکو غږ کوم چې د معلولیت لرونکو وګړو کرکټ د پرمختیا په برخه کې د کرکټ بورډ ادارې ملاتړ وکړي”. نوموړي په افغانستان کې د سویډن کمیټې څخه هم مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دغې موسسې مدام د معلولیت لرونکو وګړو کرکټ پرمختیا په برخه کې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ملاتړ کړی دی.

۱د سپین غر زون معلولیت لرونکو لوبډل مشر جلیل احمد په خپله وینا کې د کرکټ بورډ له ادارې مننه وکړه. نوموړي ووییل چې د کرکټ بورډ ادارې د معلولیت لرونکو وګړو کرکټ پرمختیا لپاره مدام هلې ځلې کړې دي. نوموړي د کرکټ روزنیزو چارو له برابرولو هم یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې ددوی لپاره ددغې ادارې له لورې د کرکټ ښې روزنیزې اکاډمۍ رغول شوې دي.

۱په پای کې د دوه معلولیت لرونکو لوبغاړو له لوري د کرکټ بورډ ادارې او د شهیدانو او معلولینو ریاست چارواکو تر نظارت لاندې پرانسته وشوه د سیالیو پرانسته وشوه او د ملي سرود له غږولو وروسته د مس عینک او سپین غر لوبډلو ترمنځ سیالي پیل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *