نهمه برخه
يوولس نيمې بجې راغی، زما پلار ته يې يوه پلاستيکي کڅوړه ور وغورځوله، ويې ويل چې د پوستې د عسکرو له ديده مو ساتي.
پلار مې له خلطې دوه، تور يخن قاقه را وايستل، يو يې په خپله واغوست، بل يې زما ورور ته ونيو. کله چې د باندې راووتو، پلار او ورور مې په توره شپه کې سم نه ښکارېدل.
مخکې لاړو، سړي راياده کړه چې له پښو سره مو پام کوئ، هڅه وکړئ چې وړې ډبرې لاندې ونه رغړي.
دا يې هم وويل چې تشويش مه کوئ، يوه پوسته ده، ليرې ورنه تېرېږو، په پنځلس کاله کې يې يواځې يو ځل ډزې راباندې کړېدي.
ټول د غونډۍ په پيڅکه کې په سړي پسې روان وو، يو ځای ودرېدو، د يوې هليکوپترې له کمزوري غږه پرته، نور څه نه اورېدل کېدل.
مخکې لاړو، وچ خوړ و، پورته وختو، يو ځای تيږه ورغړېده، پرېوتو، تر ډېره مو حرکت نه کاوه، بيا ولاړ شوو، سړي زما له پلاره بکس ور واخيست، په احتياط مخکې تلو، يودم ډزې شوې، له ډبرو سره سوکي ( سپرغي ) باد شول، شاته مو منډه واخيسته، تر کمره لاندې پرېوتو.
مور مې چيغه کړه!
_زوی مې.
سړي يې پر خوله لاس کېښود.
زړه مې ولړزېد، ورور مې نه و.
پلار مې ولاړ شو، سړي تر پښې ونيو، په ټيټ غږ يې وويل: _وژنې مو.
غږونه مو واورېدل، عسکر ول، چيغې يې وهلې.
پر مخامخ ډبرو د بتۍ سپېنه رڼا پرېوته، ورور مې وليد، پروت و، سپينې سترګې يې نيولې وې، د غوږ لاندينۍ برخه او غاړه يې لانده ښکارېدل.
رڼا بلې خواته ولاړه.
مور مې لاندې ورغړېده، ورغلم، خرهاری يې خوت.
چيغې شوې، پورته مې وکتل، د بتۍ سپېنه رڼا مې په پلار لګېدله، هغه زما د ورور خواته منډې ور وهلې، ډزې شوې، مخې ته يې سره سوکي باد شول، بېرته راوګرځېد.
سړی راغی، زما مور يې له ځمکې پورته کړه، مخ کښته ګړندي روان شو.
پر سر مې د مرميو شڼهارۍ واورېد، پلار مې تر مټ ونيولم، دواړو لاندې خوړ ته منډه واخيسته. .
سړي راغږ کړل، ورغلو، د لويې تيږې تر شا کېناستو.
مور مې پرته وه، خرهاری يې خوت.
سړي يودم منډه واخيسته، پورته د سپينو رڼاوو خواته ورغی، ډزې شوې، بېرته راغی، درب شو، بکس پر ځمکه ولوېد.
عسکرو چيغې وهلې، کله کله به د بتيو سپينې تېرې رڼاوې پورته په تياره کې تېرې شوې.
مريم غلې شوه، ورروسته غريو واخيسته، ويې ژړل، بيا يې په ډک ستوني وويل:
نه وم پوه شوې، يو وخت مې د پلار ژړغونی غږ واورېد:
_مريم، مريم، سترګې رڼې کړه!
ور ومې کتل، همالته په ډبرو کې پرته وم. پلار مې زما د لاسونو غروي موښل.
ځان مې د هغه غيږې ته ور وغورځاوه، ومې ژړل، د ورور په وينو لړلی غوږ مې له ذهنه نه ووت.
مور ته مې وکتل، بې حرکته پرته وه، خرهاری يې نه خوت.
د غونډۍ په بل سر کې سپينې رڼاوي يوې بلې خواته کېدلې.
د سړي غږ مې واورېد:
_کمه لاره پاتې ده.
پلار مې حرکت ونه کړ.
سړي د هغه پر اوږه لاس کېښود، ورو يې وويل:
_ سخته ده، خو بله چاره نه لرئ.
پلار مې هماغسي ژړل.
سړي بکس ته ډډه ووهله، يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:
_شاته نه شئ تلای، د ايران پوليس مو نيسي، لور او ښځه د زنانه زندان په نوم درنه بيايي، هر څه چې يې زړه ول، کوي يي.
پلار مې هماغسي ژړل.
سړي بکس ور واخيست، ولاړ شو، ويې ويل:
_ رڼاوې ليرې دي، داسې وخت بيا نه شې موندلی.
پلار مې يوه شېبه غلی و، بيا ودرېد، مور مې يې پر اوږه واچوله. نيم ساعت لا نه و پوره چې د سرحد بلې غاړې ته ورسېدو.
د مريم خبرې ختمې شوې.
پاو وروسته يې ټلېفون راغی، ويې ويل چې د روغتون د دهلېز رنګ يوه ورځ نور وخت نيسي، خو لوسي په کور کې انټرنيټ لري، نن مې د هغې په ادرس نورې خبرې درولېږلې.
مريم خوشاله وه، ويل يې چې د پلار وکيل يې زنګ ورته وهلی و. شايد دوهمه محکمه يې د قيد موده راټيټه کړي.
نه مې شوای کولای چې د خوشحالۍ پرمهال تېر وختونه ور په زړه کړم، خو د مريم په رالېږلو خبرو کې يو څه کم و . کيسه سمه نه راتله، بايد ورباندې پوه شوی وای.
بخت ياري راسره وکړه، د پوښتنې يې راته وويل، سل زړونه مې سره وتړل، ور ياده مې کړه چې ورور دي څنګه شو او تر سرحده په څه ترتيب واوښتئ؟
مريم غريو واخيسته، ټلېفون قطع شو.
ځان بد راته وايسېد، خو چاره نه وه، نن، يا سبا، بايد پوهېدلی وای.
لنډ وخت وروسته ټلېفون راغی، مريم وه، بښنه يې وغوښته، په ژړغوني غږ يې وويل:
_دواړو غاړو ته هسکې پرښې ولاړې وې، مجبوره وو چې پر هماغه لاره پورته وخېژو. يو ځای ودرېدو، زه او پلار دواړه کېناستو، په ځمکه کې ستوري ښکارېدل، لاس مې ور ووړ، له وروره پاتې ډب وينه لا توده وه. چېغه مې ستوني ته راغله، پر مړوند مې غاښونه ټينګ کړل.
سړي تر مټ ونيولم، پلار مې هم په زحمت ولاړ شو، تياره وه، خو بيا مې هم د مور ځړېدلي سپين لاسونه ليدل.
سړي تر مټ نيولې وم، ګړندۍ ورپسې تلم، ډبرې رغړېدلې، نه مې ټک واورېد او نه هم د عسکرو چيغې، پاو وروسته د غونډۍ په بله غاړه کې کېناستو.
مريم يودم وژړل او خبرې يې پرې شوې.
وروسته يې په غريو کې وپوښتل:
_ورور به مې ژوندۍ وي؟
غلی وم..
د مريم ژړا زور ونيو.
ټلېفون قطع شو.
په سبا مې د مريم خبرې راواخيستې، ماخستن کمپيوټر ته کېناستم، ويلي يې و:
_په ړنګو دېوالو کې کېناستو، خرابه وه، پخوانی خرابه، د ستورو تته رڼا له دېواله په رالوېدلو لويو- وړو ډبرو لګېدله.
پلار مې تېزه تېزه ساه اېسته، ستړی و، يو پاو يې زما مور پر خپلو اوږو راوړې وه.
سړی هم غلی پر يوه تيږه ناست و، شېبه وروسته يې وويل:
_زه تر دې ځايه درسره وم.
ولاړ شو، د بکس ځنځېر يې کش کړ.
د پلار اوږه مې وخوځوله، ور ويې کتل، يودم ودرېد، سړی يې تر مټ ونيو، په حيرانۍ يې وويل:
_دا زموږ بکس دی؟
سړي په خبره کې ور ولوېد:
_ خو دا ستاسې نه ده!
لاس يې راويست، کڅوړه وه.
پلار مې په بيړه وويل:
_څه دي؟
_پوډر.
يودم يې د سړي ګرېوان ته لاس ور واچاوه، چيغه يې کړه!
_تا زموږ په بکس کې پوډر ايښي ول؟
سړي خپل دواړه لاسونه زما د پلار پر ټټر کېښودل، پورې يې واهه، له دېواله يوه غټه تيږه راولوېده.
سړی ودرېد، په ملنډو يې وويل:
_د همدې پوډرو په خاطر مې سرې مرمۍ ومنلې او بکس مې راووړ.
پلار مې لاس پورته کړ.
سړي وويل:
_احمقتوب مه کوه، ښځه او لور دي لا پاتې دي.
پلار مې کېناست.
سړی دوه ګامه شاته لاړ، يوه لويه ډبره يې ليرې کړه، وړه کنده وه، کڅوړه يې په کنده کې واچوله، هماغه غټه ډبره يې پرې کېښوده.
بېرته په خپل ځای کېناست.
مور مې يودم چيغه کړه، پلار مې د هغې پر خوله لاس کېښوده.، د هغې خرهاری شو، بېرته بېسده پرېوته.
د پښو غږ راغی، وړې ډبرې ورغړېدې. ټول پرېوتو.
د شغال ورو انګولا شوه، سړی بېرته نيغ کېناست، په ټيټ غږ يې و انګولل. دوه تنه راغلل، دواړه تنکي ځوانان ول، يو يې له سړي سره ودرېد، بل يې تېږې ته ور وګرځېد.
سړي د مخامخ ولاړ ځوان پر اوږه لاس کېښود، موږ ته يې وکتل، ويې ويل:
_دی اوزکان نوميږي ، تاسو به تر وان پورې رسوي.
بيا يې ځوان ته څه وويل، پوه نه شوم، فکر کوم چې ترکي ژبه وه.
ځوان بکس ور واخيست، په لهجه لرونکې فارسي يې وويل:
– دا سيمه خطرناکه ده، بايد لاړ شو.
پلار مې، مور پر اوږه واچوله.
ټول راووتو، سړی ايران ته ور وګرځېد، هغه بل ځوان د پوډرو له کڅوړې سره بلې خواته په تياره کې ورک شو، موږ هم په خپل رهنما پسې روان شوو.
مخکې لاړو، پلار مې ستړی و، تېزه تېزه سا يې وهله.
يوځای کېناستو. د موټر بل څراغونه پر لوڅو ونو ولګېدل، بېرته مو حرکت وکړ.
تر دوو پوستو تېر شوو، ليرې وې، خو رڼاوي يې ښکارېدلې.
د مور په خاطر مو يو ساعت لاره، په دوه، دوه نيم ساعته کې ووهله.
د مېږو غږ راغی، ګړنجوني وګړنجېدل، د سپيو غپا په تېزۍ سره نېږدې کېدله. ورغلو، ځوان لاسي بتۍ ولګوله، دوو چيني کوچينيو سپيو منډه راواخيسته، تر ځوان راوګرځېدل، لکۍ يې وهلې.
يوې کوټې ته ورننوتو، څراغ بل و، د خړې درۍ پر سر د غالۍ اوبدلو وړه کارګاه ولاړه وه، څنګ ته ګډوډې زړې بړستې پرتې وې.
ځوان څراغ ور واخيست او د باندې ووت.
ښه شېبه ووته، پلار مې اورسۍ ته ناست و، سلګۍ يې وهلې، مور مې لا په سد نه وه راغلې، ما هم هڅه کوله چې کومه چيغه مې تر خولې راونه وځي.
ما تر ډېره د پلار سلګۍ اورېدلې، کله کله به د ګړنجوني غږ هم پورته شو، وروسته خوب وړې وم.
نه پوهېږم، څه وخت و، خو مور مې چيغې وهلې.
سترګې مې رڼې کړې، رڼا وه، مور مې خپل لاس ته کتل، لاس يې زما د ورور پر وچو وينو سور و، له چيغو يې وار نه کېده.
ورغلم، د مور پر اوږه مې لاس کېښود، را ويې کتل، سترګې يې د انګار غوندې سرې وې، را ړنګه شوه، سر يې زما پر اوږه کېښود، د زړه له زوره يې چيغه کړه.
ټولو ژړل، کوکې مو وهلې، د ورور نوم مو اخيست.
ښه شېبه ووته، کوټې ته دوې ښځې راغلې، په عمر پخې وې، د کوچيانو غوندې له رڼکو ( پاوليو ) ډک، ګرد کميسونه يې اغوستي ول.
يوه يې زما مور ته ورغله او بلې يې زه په غېږ کې ونيولم. له نازه يې پوه شوم چې اصلي کيسه ور مالومه ده.
په ژبه يې نه پوهېدم، خو پوست غږ يې د غمرازۍ مانا ورکوله.
دوې ورځې همالته و، څو کوره ول، رمې يې درلودې، سړو يې ارت پطلنونه اغوستي ول، سدريو ( واسکټونو ) يې راوتلي جېبونه لرل، په خټه کردان وو.
په دوو ورځو کې مې له مور او پلار سره يوه خبره هم ونه کړه، څه به مو ويل، هيڅ .
ټول غلي وو، خو مور به مې کله کله له ځان سره غږېدله، د زوې نوم به يې واخيست، بيا به يې يو دم چيغه کړه:
_ راځي، راځي، ضرور راځي.
موږ به يواځې ژړل.
په درېيم سهار يو موټر راغی، په باډۍ کې يې له وطني چرګانو ډک قفسونه ايښې ول.
موټروان په قفسونو کې لار وايسته، موږ ته يې اشاره وکړه، له څه ويلو پرته ورغلو، کېناستو، مخې او دواړو غاړو ته مو له چرګو ډک قفسونه ول، يو بل قفس راغی، زموږ تر سرونو يوه لوېشت پورته ودرېد.
بوی و، سوړ بوی، ټېکه نه کېده.
مور ته مې وکتل، زما د پلار پر اوږه يې سر ايښی و، د ککرۍ پر تور ټکري يې د چرګانو سپينه چټلي ښکارېدله.
موټر حرکت وکړ، ښه و، سوړ باد د چرګانو بوی ورسره ووړ.
موټر پاخه ته وخوت، يو پاو مزل مو وکړ، بېرته خامې ته ولوېد، تر غټ کلي تېر شوو، کورونه خام ول، د لرګي ناوې ترې راوتلې وې، د بامونو پر سرونو وچ واښه ښکارېدل.
په دښته کې مخکې لاړو، غونډۍ راغلې، موټر ودرېد.
د دوو چرګو له مينځه مې ور وکتل، د خام سړک پر سيميټي پلچک ناستې زړې ښځې پيسې شمېرلې.
موټروان راغی، زموږ پر سر د ايښي قفس دروازه يې خلاصه کړه، دوه چرګان يې پکې واچول.
موټر حرکت وکړ، مور ته مې وکتل، هماغسې يې خپل سر زما د پلار پر اوږه ايښی و.
غرمه پاخه ته وختو، د سړک پر غاړه ولاړه لوحه تېره شوه، چرګې وې، ومې نه شوای لوستلی، خو دوهمې لوحې ته مې مناسبه چوله پيدا کړه، د يوې چرګې تر سره وزر لاندې مې ولوستل:
_وان ، ديرش کيلومتره.
موټر خامې ته ولوېد، جمپونه يې نه خوړل، جغل و.
وخت ووت، موټر ودرېد، چرګو چيغې کړې، د سر قفس ليرې شو.
ودرېدم، ونې وې، ژېړ چمن رالوېدلو سوروزمه پاڼو نيولی و.
پر يوه لويه تيږه کېناستم، مور ته مې وکتل، د خپل ټکري پيڅکه مې تر ګوتو تاوه کړه، پيڅکه مې د مور پر سپين، صاف تندي تېره کړه، د چرګانو وچه چټلي لاندې ولوېده.
پلار ته مې سترګې ور واړولې، دواړه اوږې يې ککړې وې، په رسيدلې ږېره پسې يې مړه بڼکه سريښ وه.
خپل ټکرۍ مې ليرې کړ، مازې يو ځای چټل و.
موټروان قفسونه سم کړل، په اشاره يې پوه کړو چې له ونو مه وځئ.
د چرګانو نارې تر هغه وخته راتلې چې موټر پاخه ته وخوت.
پاو ووت، ټکسي راغله، لس دقيقې وروسته په يوه کور کې وو.
دوې ځواني نجوني راغلې، يوې يې زه تر لاس ونيولم، بله زما مور ته ورغله.
ارت او ښکلي سالون ته ورننوتو، نيمايي دېوال، آېينې نيولی و، لاندې يې پر مېز د ارايش مختلف وسايل ايښي ول.
تشناب ته ورغلم، نجلۍ راځړېدلو جامو ته اشاره وکړه، پوه يې کړم چې تر ځان مينځلو وروسته همدا جامې واغونده.
کله چې په سالون کې ولاړې آېينې ته ودرېدم، ځان ښه راته ونه ايسېد، پر چسپ پطلون د يخن قاق لنډه لمنه پرته وه.
مور مې يې راوسته، پوه شوم، لمبولې يې وه. خو ارت او اوږد يخن قاق يې ښه و، کمر بند يې نه مالومېده.
پلار مې وليد، جامې يې بدلې وې، تر خريلي ستوني لاندې يې سره نيکټايي ور تړلې وه.
شېبه وروسته له کوره ووتو او په هماغه ټکسي کې کېناستو. مور ته مې وکتل، غټې سترګې يې له غمه ډکې وې، د تورو اوږدو وېښتو پيچلې څوکې يې لا لندې ښکارېدې.
وان کوچينی، خو ښکلی ښار و، ډېری کورونه يې دوه يا درې پوړېزه ول.
د ريل په ايستګاه کې يې يو بل سړي ته ور وسپارلو، سړی له ونې هسک و، د تګ په وخت يې د ورميږ غوښې ښورېدلې.
تر مساپر وړونکي ريل تېر شوو، تر دوو پټليو واوښتو، بار وړونکي ريل ته ور وختو، له کارتنونو ډکه تياره کوټه وه.
مخکې لاړو، د کارتن پر هوار شوي کاغذ کېناستو، سړي يوه پلاستيکي کڅوړه راته ونېوله او په خپله له ډبې کښته شو.
شېبه وروسته يې نور کارټنونه راوړل، زموږ له پښو سره يې تر چته ودرول، تر يوه وخته د کارټنونو له چولو څخه د وره رڼا ښکارېدله، خو وروسته تپه تياره شوه، هيڅ مو هم نه ليدل.
ډېر وخت د رېل په ولاړه ډبه کې وو. يو ساعت، دوه ساعته، درې ساعته، نه پوهېږم، تر دې ډېر. يو وخت څوکۍ ولړځېدلې، د رېل پر شاتني دېوال مې غوږ ولګاوه، ماشين چالان و، وروسته مو وړې جټکې وخوړې، ريل حرکت کړی و.
د پلاستيک کړپا شوه، پلار مې وويل:
_هه، له سهاره راهيسې مو څه نه دي خوړلي.
ګوتې مې په هوا کې وتپولې، د هغه له لاسه مې يو څه راواخيستل، پزې ته مې ور نږدې کړ، د چپسو بوی يې درلود.
ټول غلي وو، يواځې د پلار د ژامې د ښورېدو غږ راته.
دوه، درې چپسه مې خولې ته واچول، زړه مې نيولی و، خوند يې رانه کړ.
شاته مې ولي ولګول، اوسپنه سړه وه.
ښه شېبه ووته، خوب راغی، د پلار پر ځنګانه مې سر کېښود. په ويښتو کې مې پنډې ګوتې تېرې شوې.
يو وخت چې مې سترګې رڼې کړې، د موټرو هارنونه ول، ريل ولاړ و، پلار مې خرېده. مور ته مې ور غږ کړ، هغه هم وېده وه.
نه پوهېدم چې شپه وه که ورځ. کله چې ريل حرکت وکړ، بېرته مې سترګې پټې کړې.
د مريم خبرې مې ودرولې، بخارۍ ته مې وکتل، برهاری يې خوت، خو کوټه سړه وه. مخ مې واړاوه، د پردې پيڅکه رپېدله. ورغلم، علت مې وموند، د کړکۍ پله چوله وه.
بېرته پر خپل ځای کېناستم. مريم ويلي و:
_هره خوا سرې غوښې وې، په لسګونو له پوسته شوي څاروي راځړېدل، له پرې شويو غاړو څاڅکي څاڅکي وينه توېدله. سپينې کاشۍ سرې وې.
مخکې لاړو، په سپينو چپنو کې کتار خلک ولاړ ول، ساتولونه په وينو لړلي وو، کړپا وه، هډوکي ماتېدل.
مور مې وښوېده، درب شو، پلار مې تر مټ ونيوله، هغې خپل لاس خپلو سترګو ته ورنږدې کړ، لاس ته مې يې وکتل، سور و، مور مې يودم چيغه کړه:
_وينه.
پلار مې په غيږ کې ونيوله.
مور مې چيغې وهلې. د خپل زوې نوم يې اخيست، په سپينو چپنو کې ولاړ و خلکو په حيرانۍ ورته کتل.
مخکې تللی ډنګر سړی بېرته راوګرځېد. په خشکه يې څه وويل، ټول په هغه پسې روان شوو.
په وينو سرې زينې وې، لاندې لاړو، سړي اوسپنيزه دروازه خلاصه کړه، ورغلو، ژېړ ګروپ ته ډله ښځي، ماشومان او نارينه ناست ول.
موږ هم ساړه دېوال ته ډډې ووهلې، ناستو کسانو وچې سترګې راته نيولې وې.
مور مې خپل لاس ته کتل.
د بکس ځنځير مې کش کړ، يوه ټوټه په ګوتو راغله، ټوټه مې د مور پر لاس تېره کړه، خو هغې يودم پر ټوټې ګوتې ټينګې کړې، ور ومې کتل، زما د ورور کميس و.
مور مې کميس پر خپل ټټر پورې ونيو، په چيغو چيغو يې وژړل، ناستو کسانو په حيرانۍ ورته کتل.
وخت ووت، دوو ماشومانو په خپلو کې عربي ويله.
په دوی کې يو هم افغان نه شو راته ښکاره.
موږ د ترکيې په پايتخت انقره کې وو. بس! يو ساعت مخکې يې له ريل څخه کښته کړو، لمر مو پر سر ولاړ و، رڼا يې بده لګېده، له شپاړس ساعته تيارې وروسته مو سترګې برېښېدلې.
لنډ يې همدې مسلخ ته راوستو.
درې ورځې په همدې کوټه کې وو، ناست کسان له عراق او سوريې څخه راغلي ول، زموږ غوندې غير قانوني مهاجر ول او اروپا ته يې د تګ نيت درلود.
په څلورم سهار يې ټول د باندې را وايستو، يو اتلس ټاېره موټر ولاړ و. کانټېنر ته ورته اوږده ډبه يې درلوده، ور وختو، سرې غوښې راځړېدلې.
مخکې لاړو، هوا سړه وه، تر پايه پوست شوي اوږده څاروي ځوړند ول، پنځلس نفره د دوو کټونو په اندازه ځای کې کېناستو.
لاس مې سوړ شو، ور ومې کتل، د يوه څاروي په حلاله شوې غاړې مې ګوتې ايښې وې.
ګوتې مې وسولولې، وچې وې. د څاروي ورون مې په ګوتو کې ټينګ کړ، کنګل و. دېوال ته مې لاس ور ووړ، پرخه يې را ايستلی وه. . ټول په يخچال کې ناست وو.
د يخچال د دروازې د تړلو غږ مې واورېد.
ټول غلی ول، ماشومانو په راوتليو رډو سترګو سرو غوښو ته کتل، پورته کوچيني سپين ګروپونه بل وو.
موټر حرکت وکړ، يو_ يونيم هيڅ خبره نه وه، خو وروسته مې لاسونه ساړه شول، له بکسه مې د پلار جمپر را وايست ، جمپر مې د مور پر اوږو واچاوه، پلار ته مې بنيان ونيو، ما هم تور ټکری تر ځان تاو کړ، له ټکري د چرګانو سوړ بوی ته.
نورو مساپرو هم د بکسونو ځنځيرونه کش کړل، شېبه وروسته يواځې يوه نجلۍ پاتې وه، ژامې يې سره لګېدلې، نه پوهېږم، د اغوستلو له پاره به يې اضافه څه نه لرل.
د ورور جاکټ مې راوايست او د نجلۍ پر اوږو مې واچاوه، د هغې تر څنګ ناستې ښځې څه وويل، دومره پوه شوم چې خپله يې ده او مننه رانه کوي.
مور ته مې وکتل، جاکټ ته يې وچې سترګې نيولې وې.
وخت تېرېده، يخني ډېرېده او د ماشومانو نا ارامۍ زور اخيست . شېبه وروسته بکسونو وازې خولې نيولې وې، د اغوستلو وړ هر څه ترې اېستل شوي وو.
مور ته مې وکتل، د جاکټ ځنځير مې ور وتاړه.
يوې ښځې چيغه کړه، مخ مې ور واړاوه، يو کوچينی هلک يې په غېږه کې پروت و.
يوه ږيرور سړي په بيړه ماشوم ور واخيست، په سېنه پورې يې ونيو، لاسونه يې ور وموښل، ماشوم په سد را غی. خو يو بل تنکی ځوان ړنګ شو.
نارينه ولاړ شول، اوسپنز ديوال ته يې سوکان ونيول، يخچال چيغو په سر واخيست.
موټر ودرېد، شاتنۍ دروازه خلاصه شوه، د لمر ژېړه رڼا تر ځړېدلو سرو غوښو راووته.
ټولو د وره خواته منډه واخيسته، يو ورون له چنګکه بېل شو، مخامخ راباندې راغی، ځان مې څنډې ته کړ.
ډز شو، ورغلم، ټول په وره کې ولاړ ول، ښځو او ماشومانو ژړل.
د يوه ماشوم تر اوږې مې لاندې وکتل، يوه ځوان پر تور سړک پلتۍ وهلې وې، سر يې ځړېدلی و، درې تنه له توپانچو سره ولاړ ول.
ځوان ته مې وکتل، خړ جاکټ يې د مټ په برخه کې په وينو سور و.
يوه وارخطا عرب په انګريزې ژبه وويل:
_د خدای له پاره، ماشومان مو له يخنۍ مړه شول.
يوه وسلوال چيغه کړه!
_ستاسو له پاره يو کانټېنر غوښه نه شو خرابولی.
بل وسلوال رامخته شو، د پراته ځوان تشي ته يې لغته ورکړه، په غوسه يې وويل:
_موټر ته وخېژه!
ځوان په زحمت ولاړ شو.
هماغه وسلوال وويل:
_يخچال مو تر ټولو په ټيټه درجه درولی دی، که يې بند کړو، نو پوليس شک کوي. مخکې تلاشي ده، غږ مو وانه ورم.
ټول بېرته خپلو ځايونو ته راغلو.
مور مې له ځايه نه وه خوځېدلې.
موټر حرکت وکړ، پنځو، شپږو دقيقو خلاصې دروازې د يخچال هوا بدله کړې وه، د بې سده تنکي ځوان سترګې لوڅې وې، يوه سړي يې پر اوږو توليا ور سموله.
لنډ وخت وروسته موټر ودرېد، زړه مې دربېده، خو د يخچال دروازه خلاصه نه شوه.
موټر بېرته حرکت وکړ، د ټپي ځوان زګيروی خوت، سړه هوا ورو ورو تودېدله، خو يخچال لنډ وخت بند و، کله چې دوهم ځل چالان شو، له دېوالونو سوړ باد راته.
وخت ووت، يو ډنګر سړی او دوه ماشومان ړنګ شول، زما له مور پرته، نورو ټولو اوسپنيز دېوال ته سوکان ونيول، ښځو او ماشومانو ژړل، نارينه وو، نارې وهلې…
موټر يودم برېک ونيو، ټول پر مخامخ دېوال ورغلو، سر مې له سړې اوسپنې سره ولګېد، موټر روان شو، تېزه جټکه يې وخوړه، واړه زاړه شاته ولوېدل.
پلار ته مې وکتل، له يوې ماشومې يې د غوښې لوی ورون ليرې کاوه.
مور ته مې سترګې ور واړولې، سر يې په غبرګو لاسونو کې ټينګ نيولی و.
شونډې مې تودې شوې، لاس مې ورووړ، پزه مې وينې وه.
ګنګس وم، ښځو کوکې وهلې، دوه، درې ماشومان او ډنګر سړی بېسده پراته ول.
مور ته ورغلم، د هغې پر سر مې ګوتې تيرې کړې، ښه راته ښکاره شوه.
يو بېسده ماشوم مې له ځمکې راپورته کړ، نبض مې يې وکوت، ژوندی و.
په خپل ټکري کې مې دوه ماشومان ونغښتل، وړه نجلۍ مې راپورته کړه، غاړه يې د يخچال د دېوال غوندې سړه وه.
نجلۍ مې په ټټر پورې ونيوله، سر يې يوې خواته کوږ شو.
غبرګ لاسونه راوغځېدل، نجلۍ يې زما له ټټره واخيسته، ور ومې کتل، مور يې وه، دوه درې ځله يې د نجلۍ نوم واخيست، اوس مې هم په ياد دی ، زينب نومېده.
مور يې تر ډېره نجلۍ ته کتل، وروسته يې يودم کوکه کړه.
چيغې ډېرې شوې، نه يخچال بند شو او نه هم موټر ودرېد.
مريم ټوخي واخيسته، څو ځله يې د خبرو هڅه وکړه، خو ټوخي وار نه ورکاوه، وروسته يې په جړ غږ وويل:
_نن ښه نه يم، دوه ځله مې وينه وګرځوله، د خبرو سېکه نه ده راپاتې، خو نه غواړم چې کيسه مې نيمګړې پاتې شي.
مريم وټوخل، بيا يې وويل:
_موټر جمپونه وخوړل، ودرېد، د يخچال دروازه خلاصه شوه، د ماهيانو له سوړ بوی سره د څپو غږ راغی.
دوه تنه راغلل، توپانچې ورسره وې، له موږ څخه يې وغوښتل چې له موټره کښته شو.
په زحمت ولاړه شوم، پلار ته مې وکتل، زما مور يې تر وليو نيولې وه.