د هند لومړي وزیر نرېندر مودي په کشمیر کې پر پاکستان تور ولګاوه چې په هندۍ خاوره کې د ترهګرو په ملاتړ د پردې تر شا د هند په ضد جګړه کوي.
نریندر مودي د سې شنبې په ورځ د کشمیر لدح او کارګل ته د برېښنا د رسولو او ۳۳۰ کیلومتره سړک د پروژې پرانستیلو ته تللی و.
کارګل هغه سیمه ده چې په ۱۹۹۹ ک ال کې د پاکستان پوځیان په پټه ورننوتلي و او بېرته هندي ځواکونو له لویې مرګ ژوبلې سره په شا کړل.
نوموړي په کارګل کې د وینا په مهال د ځايي خلکو مننه وکړه چې له پاکستان سره په جګړه کې یې د خپلو پوځیانو ملاتړ وکړ.
په ورته مهال یې زیاته کړه، چې پاکستان او د دودیزو جګړو وس نه لري، خو بیا هم د هند له دوښمنۍ لاس نه اخلي، د پردې ترشا د ترهګرو په ملاتړ او هندي خاورې ته د هغو په استولو سره د هند د ملي امنیت په مخ کې خنډونه اچوي.
خو دا یې ومنله چې د پاکستان دغه سیاست هندي ځواکونو ته ډېره مرګ ژوبله اړوي، او په دودیزو جګړو کې به دومره هندي پوځیان وژل شوي نه وو، لکه اوس چې د ترهګرو په لاس وژل کیږي.
که څه هم نرېندر مودي وایي، چې هند د ټوپک د پاللوو په ځای پرمختګ غواړي، خو زیاتوي، چې له خپل ځان د دفاع لپاره به هندي ځواکونو په لا ډېرو پرمختللو وسلو سمبال کړي.
کارګل ته د نوموړي د تللو په مهال هم سرینګر ته څېرمه په هندي سرحدي ځواکونو برید شوی او د یوه افسر په ګډون اته پوځیان پکې وژل شوي دي.
نریندر مودي چې د بي جي پي ګوند په مشرۍ په تېره مۍ میاشت د هند لومړی وزیر وټاکل شو، له ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو ژمنه وکړه
نوموړی ملتپال هندی دی او په لومړی ځل یې د سنې شنبې په ورځ په کشمیر کې پاکستان ته ګوته ونیوله چې د هند د پرمختګ په مخ کې خنډونه جوړوي، له ۱۹۹۹ کال راهیسې چې په کارګل کې د هند او پاکستان ترمنځ جکړه شوې دا لومړی ځل دی چې یو هندی صدراعظم دې سیمې ته ځي.