تاند- د جرمني شپېګل انلاین د راپور له مخې ایران د عراق کوردستان ته له وسلو او مهماتو ډکې الوتکې لېږلي دي. د شپېګل انلان د راپور له مخې ایران د کوردستان مرکز اربیل ته وسلې د دې لپاره لېږلي چې کورد ځواکونه د عراق د اسلامي دولت (داعش) له جنکیالیو سره وجنګېږي. دا په داسي حال کې ده چې د اسلامي دولت جنګیالي د ایران د پولې ۵۰ کیلومترۍ ته رسېدلي دي.

شپېګل انلاین د لوېدیځو استخباراتي سرچینو په قول ویلي چې تراوسه پوري د ایران څو الوتکې له وسلو سره د کوردستان کورواکې سیمې ته رسېدلي دي. سرچینو ویلي چې په اربیل کې کښته شویو الوتکو، چې وسلې او مهمات پکې بار ول، هیڅ نښه نه لرله خو دوی ته څرګنده شوې چې دا الوتکې ایرانۍ وې.

کورد جنګیالي د عراق د اسلامي دولت له جنکیالیو سره په جګړه بوخت دي او د امریکا د هوايي ځواک په ملاتړ یې دا سخت دریځي له څو ښارونو شاتګ ته اړ ایستلي دي.

داسي ښکاري چې د اسلامي دولت جنګیالي اوس پوی شوي چې د عراق د کوردستان لور ته د دوی د پرمختګ مخه نیول کېږي ځکه یې اوس بېرته د عراق د شیعه حکومت لور ته مخه اړولې ده.

دوی د بغداد د شمال په ۱۱۵ کیلومترۍ کې جولا ښار ونیوه چې د ایران له پولې یوازې ۵۰ کیلومتره لېري دی.

ایران په نوي یمه لسیزه کې د طالبانو پرضد د افغانستان د شمال ټلوالې ملاتړ کاوه او په الوتکو کې یې د شمال ټلوالې غړیو ته په الوتکو کې وسلې او مهمات رسول.

د عراق د اسلامي دولت سخت دریځي هم له افغان طالبانو سره زیات ورته والی لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *